اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۶ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹کال د وږي نولسمه نېټه

د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د رئیسانو د کمېټې فوق العاده غونډه جوړه او په کې د راتلونکو عمومي ناستو اجنداوې وټاکل شوې او هم د ولسمشر د لومړي مرستیال د موټرو په کاروان چاودنه وغندل شوه.

19-Sunbola99-Komita1.JPG

د رئیسانو کمېټې پرېکړه وکړه چې د وږي په ۲۳مه د يکشنبې غونډه کې دې د سارک پراختیایي صندوق د لایحې په اړه بحث وشي او هم دې د ملي دفاع وزارت سرپرست د ناامنیو د ډېريدو او لویو لارو کې د امنیتي ستونزو په اړه د مجلس د غړو پوښتنې ځواب کړي، او د وږي د ۲۵مې نېټې د سه شنبې ورځې ناسته کې دې د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د لوی ریاست سرپرستان دې د اړونده امنیتي ستونزو په اړه استجواب شي.

 او د وږي د ۳۰مې نېټې غونډه کې دې د آزادو بحثونو ترڅنګ د افغانستان د نفتو او ګازو د تنظیم ادارې د جوړېدو په اړه د ولسمشر ۵۲مه ګڼه فرمان او د ښاروالیو قانون د ځینو موادو د تعدیل، لغوې او ډېرښت په اړه په۳۵۵ ګڼه تقنیني فرمان دې کار و شي او هم د تلې د لومړۍ نېټې غونډه کې دې د آزادو بحثونو سربېره د ښاروالیو قانون په ۳۲۲ ګڼه تقنینی فرمان، د څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون ۲۸مې مادې د درېیمې فقرې د ډېرښت اړوند ۳۵۷ ګڼه تقنیني فرمان او د آزموینو د ملي ادارې د جوړېدو په مورد د ولسمشر۴۹مه ګڼه فرمان د پرېکړو په اړه وړاندې شي.

د ریسانو د کمېټې ناسته کې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په وړونکې موټرچاودنه چې خوشبختانه نوموړی ترې روغ وتلی خو د ساتونکو په ګډون یې څو تنه ملکي کسان شهیدان او ټپیان شوي په کلکه وغندل شوه او د پېښې د شهیدانو او ټپیانو کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ وویل شول چې د افغانستان پټ او ښکاره دښمنان د دا ډول ناوړه توطیو په لار اچولو سره غواړي زموږ د خلکو د غوښتنو پروړاندې چې هېواد کې د سولې ټینګښت دی خنډونه رامنځته کړي.

19-Sunbola99-Komita2.JPG

د ناستې بله برخه کې پرېکړه وشوه چې د رسمي مکتوبونو له لارې دې له ولسمشر او د روغې جوړې د عالي شورا څخه وغوښتل شي چې د یادې شورا په جوړښت کې د بلوڅو، پشه یانو، هندوانو، نورستانیانو، ګجرو، ایماقو، عربو،ساداتو او نورو لږکیو او هم دې د معلولینو او ځوانانو استازو ته ځای ورکړل شي.

همدا راز د سنامجلس د شکایتونو اورېدو کمېسیون د رئيس ډاکټر زلمي زابلي د ګټورو هڅو او خدمتونو څخه په نیکۍ یادونه او پرېکړه وشوه ترڅو نوموړی د رئیسانو کمېټې په یوې راتلونکې ناسته کې تقدیر شي.

په پای کې د پخواني سناتور شهیدمحمد حسن خان هوتک د کورنۍ او خپلوانو سره خواخوږي څرګنده شوه او د یاد شهید او د کابل ښار د نننۍ چاودنې د شهیدانو روحونو ته دعا وشوه او ډاډ ورکړل شو چې د زابل ولایت کلات ښار کې د شهیدمحمدحسن هوتک په نوم د یوه ښوونځي د نوملو په اړه  به د یاد شهید د کورنۍ او خپلوانو وړاندیز له چارواکو سره شریک شي.

19-Sunbola99-Komita3.JPG