دمشرانوجرګې
مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۹ کال د
زمري ۱۵نېټه
دمشرانوجرګې دویم نایب محمد اکبرستانکزي نن له
غرمې وروسته د لوګرولایت د پوهنې ریاست دیوشمېرکارکونکو شکایت چې په غیرقانوني
توګه د پوهنې وزارت له لورې منفک شوي دي، د پوهنې وزارت له سرپرستې رنګینې حمیدي،
ددې وزارت د مرستیال او ځینو مسؤلانو او د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمیسیون
د استازي سره شریک کړ.
دې ناسته کې چې د لوګرولایت دپوهنې رئیس او یوشمېر منفک
شویو کارمندانوهم ګډون درلود، یادو چارواکو د موضوع په تړاو معلومات ورکړل، خو ویې
نشو کولای چې کافي او قناعت بخشه اسناد وړاندې کړي.

د هغوی د
څرګندونو وروسته، دمشرانوجرګې دویم نایب محمد اکبرستانکزي پرېکړه وکړه چې دې
ستونزې ته درسیدګۍ په موخه دې دپوهنې وزارت له لورې د و لسمشرۍ مقام ته وړاندیز
وشي او دولسمشر هدایت دې واخیستل شي.
د
پخوانۍ ناستې په دوام د لامان- قیصار حلقوي سړک د ساتونکو د لسو میاشتو معاش د نه
ورکړې موضوع نن د مشرانو جرګې د دویم نایب محمد اکبر ستانکزی په مشرۍ او اړوندو
مسئولانو په شتون سره مطرح شوه.
په دې ناسته کې چې د بادغیس ولایت سناتور او د کورنیو چارو وزارت د عامه
ساتنې د ملي تصدۍ مالي او د دولتی پروژو د ساتنې ریسانو په داسی حال کې چې د
قراردادي کمپنیو ریسانو هم ګډون درلود، د خپلو اجرااتو څخه څرګندونې وړاندې او ویې
ویل، د ساتونکو د دوو میاشتو حقوق اجرا شوي او د عامه ساتنې تصدۍ د عمومي رئیس د
لارښوونې پر بنسټ د دوي د حقوقو د یوې میاشتې وړاندیز هم ترتیب شوې چې په نږدې
راتلونکې کې به اجرا شي.
همدا راز مسئولانو د قراردادي شرکت او د عامه ساتنې د ملي تصدۍ ترمنځ
پخواني قرارداد کې د ستونزو د تائید ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د حل اړوند به یې هڅه وکړي.

د مشرانو جرګې دویم نایب د مسئولانو د څرګندونو د اورېدو وروسته یادې ناسته
کې د ځواپ په موخه د عامه ساتنې ملي تصدۍ د عمومي رئیس نه ګډون د قانون خلاف او د
ملت کور سره بی پروایی یاده کړه او د عامه ساتنې ملي تصدۍ سره د قراردادي شرکت د
پخوانیو حسابونو په تصفیې او رامنځته شویو ستونزو په حل ټینګار وشو.
همدا راز د مشرانو جرګې دویم نایب په یوې جلا ناسته کې د سردار نعیم خان د
وارثانو شکایت د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ ولسوال، امنیه قوماندان او یو شمېر
شمېر مسئولانو سره شریک کړ.
د یادې ولسوالۍ ولسوال د موضوع په تړاو بشپړ معلومات وړاندي کړل او د
اسنادو کاپی او مدارک یې هم د مجلس د دویم نایب په واک کې ورکړل.
د مشرانو جرګې دویم نایب محمد اکبر ستانکزی د مسئولانو د څرګندونو د اورېدو
ترڅنګ روښانه کړه چې د اسنادو او مدارکو د مطالعې او څېړنو وروسته د نافذو قوانینو
په رڼا کې پرېکړه وشي.