اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د زمري ۱۸ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۹ کال د زمري ۸ مه نېټه

د مشرانوجرګې دویم نایب محمد اکبرستانکزي په یوې ناسته کې د افغانستان بانک د برېښنا سیستم کې د ستونزې درامنځ ته کېدو او له دې پلوه د هېوادوالو اندېښنې د یاد بانک سرپرست اجمل احمدي سره شرېکې کړې.

8-Asad99-MUL1.JPG

ناسته کې چې ځینو سناتورانو هم ګډون درلود وویل شول چې څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې د افغانستان بانک د برېښنا سیستم د څلورو ساعتونو لپاره غیرفعال شو او په دې موده کې د بانک له خزانې څخه یو مقدار پیسې و ویستل شوې، چې دې موضوع ډېرې اندېښنې او غبرګونونه را وپارولورپسې د افغانستان بانک سرپرست خپلو خبرو کې وویل چې دبانک د برېښنا سیستم کې ستونزه نده رامنځ ته شوې بلکه د ۸ پایو امنیتي کمرو ترانسفارمر له کاره لویدلی وو خو پاتې نورې امنیتي کمرې فعاله او ټولې ورځنۍ چارې یې ثبت کړي دي.

اجمل احمدي د بانک د خزانې څخه د پیسو ویستل هم رد کړل او هغه یې افواهات وبلل.

ورپسې د مشرانوجرګې دویم نایب د دې ترڅنګ چې ټینګار درلود چې نباید په ملي مسایلو کې هېڅ شخص د قوانینو او اصولو خلاف عمل ترسره کړي ؛ پریکړه وکړه چې نږدې راتلونکي کې به د جرګې یو پلاوی د افغانستان بانک څخه څارنیزه لیدنه وکړي او خپل راپور به له خلکو سره شریک کړي.