اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د لړم ۴ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د زمري اوومه نېټه

د ملي شورا مشرانوجرګې نن له غرمې وروسته د زمري د اوومې د ملي بيرغ د ورځې څخه په شاندارو مراسمو لمانځنه وکړه.

7-Asad99-GEN1.jpg

دې مراسمو کې چې د هېواد ملي بيرغ د مشرانوجرګې د دويم نايب محمد اکبرستانکزي، ځینو سناتورانو او د دارالانشاء د لوی رياست زیات شمېر کارکوونکو لخوا و رپول شو، د مجلس دويم نايب محمد اکبر ستانکزي د دې وياړلې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ د هېواد ملي بيرغ د ملي هويت ښکارندوی وباله او د دغه درې رنګه بيرغ د پورته ساتلو په موخه يې د هېواد د امنيتي او دفاعي زړه ورو ځواکونو څخه مننه وکړه.

د زمري اوومه د ملي بيرغ ورځې سره برابره ده چې د تېرکال راپدېخوا ټول هيواد کې د دولتي چارواکو او هیوادوالو له خوا لمانځل کیږي او د هېواد ګوټ ګوټ کې زرګونه بيرغه لوړيږي، د هېواد د اساسي قانون د نولسمې مادې له مخې د افغانستان بیرغ د درېو ټوټو هر يو تور، سور او زرغون رنګونو څخه جوړ دی چې په عمودي ډول په مساوي اندازه د چپ څخه ښي خواته يوبل نښلوي او منځ کې یې د افغانستان ملي نښان قرار لري.

7-Asad99-GEN2.jpg

د افغانستان ملي نښان په سپين رنګ کې د محراب او منبر څخه عبارت دی چې دوو څنډو کې يې دوه بيرغونه او منځ کې يې پورتنۍ برخه کې د لا اله الا الله محمد رسول الله مبارکه کلمه، الله اکبر او د لمر وړانګې د طلوع په حال کې او لاندې برخه کې يې 1298 هجري لمريزه نېټه او د افغانستان کلمه ځای لري او دواړه خواوې یې د غنمو په وږو احاطه شوي دي.