اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د زمري ۲۱ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۳۱ نېټه

د ملي شورا دمشرانوجرګې د روان تقنیني کال دلومړي اجلاس وروستۍ غونډه دمشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ جوړه شوه.

31-Saratan99-JAL1.jpg

غونډه کې د اجندا سره سم د ملي شورا دتقنیني اوولسمې دورې د دویم کال د لومړي اجلاس په لړ کې د دې جرګې د کړنو راپور د جرګې د منشیانو مولوي عبدالله قرلق او ډاکټر محمدفیصل سمیع لخوا وړاندې او وویل شول د کرونا وبا  چې د دولتي بنسټونو کاري برخو کې یې ستونزې جوړې او د حکومت د پرېکړې له مخې قرنطین اعلان شو او په ټولنو او غونډو محدودیتونه وضع شول چې یاد امر د مشرانوجرګې په فعالیتونو هم منفي اغیزه وکړه او د مجلس کاري چارې په عادي توګه ترسره نه شوې.

سره له دې هم سنامجلس د وقایوي تدابیرو په پام کې نیولو د هېواد د لوړو ګټو، ملي او نړیوالو مهمو قضایاو پر وړاندې خپل مسئولیت درک او په لومړي اجلاس کې یې ۱۸عمومي، ۱۷۱ دکمېسیونونو او څلور د ریسانو د کمېټې ناستې جوړې او په کې یې ۱۹۰ ځلې حکومتي چارواکي استجواب کړل او هم یې اووه عنوانه تقنیني سندونه او شپږ عنوانه معاهدې او هوکړه لیکونه تصویب او تصدیق کړل.

د راپور د اورېدو وروسته د مشرانوجرګې رئيس دسناتورانو د اوړي یو نیم میاشتني تعطیلات اعلان او په پلازمېنه او ولایتونو کې یې د امنیتي چارواکو وغوښتل چې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د سناتورانو د امنیت په خوندیتوب کې لازم اقدام وکړي.

ورپسې غونده کې دننګرهار ولایت د پخواني والي شاه محمود میاخېل ددې ولایت  دملي امنیت د پخواني رئیس نظر علي واحدي او د نورستان د مخکیني والي حافظ عبدالقیوم د مثبتو لاسته راوړنو، فعالیتونو او کړنو څخه تقدیر او ستاینه وشوه او هغوی ته د جرګې تقدیر لیکونه او نښانونه ډالۍ شول، په ضمن کې فضل هادي مسلم یار دجرګې په استازیتوب، شاه محمود میاخېل ته د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال او ډګرجنرال نظرعلي واحدي ته دملي امنیت لوی ریاست دولایتي مرستیال په توګه دګمارل کېدو مبارکي وویله او هغوی ته یې په نویو دندو کې دبریاوهیله وکړه.

31-Saratan99-JAL3.jpg

د ننګرهار او نورستان ولایتونو پخوانیو چارواکو هر یوه په خپل وار د دې سربېره چې د مشرانوجرګې د تقدیر او ملاتړ څخه قدرداني وکړه او د سیمه ییزو ادارو سره یې دننګرهار او نورستان ولسونو د نږدې همکاریو څخه هم ستاینه درلوده او یاده همکاري یې د امنیتي وضعیت ښه والي او پرمختیایي پروژو په پلي کېدو کې ګټوره وبلله.

ورپسې غونډه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي د یاد وزارت د پنځه کلنو اجرااتو رپوټ وړاندې او وویل: دې موده کې د وزارت بېلا بېلو برخو کې د بدلونونو د راوستلو او وضعیت د ښه کېدو په موخه اقدام او د بهرنیو زیاتو مرستو د جذب په موخه د روڼوالي د رامنخته کېدو په خاطرکارشوی،همدا راز ځینې کسان د فساد په تورعدلي بنسټونو ته پیژندل شوي او ۸۸ میلیونه افغانۍ عادي بودجه کې سپما شوي دي.

بلخي زیاته کړه دبیځایه شویو اوبېرته راستنېدونکو وضعیت د ښه والي مدیریت په موخه حکومتي کمېټې جوړې او ۱۵۹ هوکړه لیکونه مرستندویو موسسو سره لاسلیک شول او د اروپایی هېوادونو سربېره ایران او پاکستان سره کار وشو چې د کډوالو د جبري ویستلو مخنیوی وشي.

نوموړي وویل:ترکیې،یونان او اندونیزیا هېوادونو کې چې دترانزیت تګلوري دي د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه هڅې روانې دي او ترکیه کې میشت د افغان سفارت په همکارۍ د هغو افغان کډوالو د جسدونو د انتقال په موخه به هم اقدام وشي چې څه موده وړاندې یې بیړۍ د ترکیې د وان ښار اوبو کې ډوبه شوې ده.

31-Saratan99-JAL4.JPG

دغونډې آزادو بحثونو کې يوشمېرسناتورانو هېواد کې دسولې راتلل د افغان ولسونو لپاره مهم لومړیتوب یاد او وویل، باید حکومت او طالب لوری د زندانیانو د خوشې کېدو په شمول پدې برخه کې ټول خنډونه لیرې کړي ترڅو د افغانانو ترمنځ د سولې خبري پیل او د سولې بهیر مطلوبې پایلې ته ورسیږي.

دغه راز سناتورانو د هېواد د یوشمېر سیمو د امنیتي وضعیت څخه په اندېښنې سره وویل چې ډېری مواصلاتي لاري ناامنه دي او طالبان په کې خلکو ته ستونزې جوړوي او د موټرو څخه یې پیسې اخلي او د دې سربېره کابل، هرات او مزار شریف کې جنایي جرمونو زیات شوي او د خلکو ځان او مال په کې خوندي نه دي چې باید د هېواد دفاعي، امنیتي او کشفي سکتور د دې ستونزو دمهار په موخه سملاسي اجراات وکړي.

ناسته کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د کابینې په نه بشپړېدو او د روغې جوړې د عالي شورا پر نه جوړښت نیوکه او څرګنده شوه چې باید د دولت مشرتابه په دې برخو کې د یوه مسئول حکومت د رامنځته کولو په موخه سملاسي اقدام کړي.

یوشمېر سناتورانو وویل:ټولنیزو رسنیو کې داسې مکتوب خپورشوی چې دملي شورا دغړو او له دویم بست پورته کارکوونکو د رسمي اوشخصي سفرونو اجازه دجمهوري ریاست د چارو ادارې رئيس ته ورکړل شوې چې دا کار نامناسب او د منلو وړ نه دی ځکه د ملي شورا د غړو واکونه او مسئولیتونه په قانون کې روښانه دي.

خو دجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار وویل: په هغه صورت کې چې دې برخه کې ملاحظې شتون ولري د تقنیني، عدلي او قضاییی چارو کمېسیون دې د اړونده چارواکو سره په مشوره حل کړي.

31-Saratan99-JAL2.JPG

همدا راز وویل شول چې دې وروستیو کې د قمر ګل په نوم یوې انجلۍ د خپل کوچني ورور سره د غور ولایت تیوره ولسوالۍ کې د هغو طالبان چې په کور یې د برید په وخت د نوموړې مور او پلار په شهادت رسولي وو، په مقابل کې دفاع وکړه او ددې ډلې څوتنه یې ووژل چې د غور محلي اداره باید دهغې او د کورنۍ د پاتې غړو د امنیت نیولو ته لازمه پاملرنه ولري.

ناسته کې دمرحوم محمدظاهرشاه لمسي سناتورشهزاده مصطفی ظاهر وویل چې د زمري دویمه دملت د بابا محمدظاهرشاه د مړینې د دیارلسمې کلیزې سره برابره ده چې هرکال د حکومت او دمرحومي د کورنۍ له خوا لمانځل کیږي خو کورنۍ یې د اوسني کړکیچن وضعیت په موخه سږکال د یادو مراسمو د رسمي لمانځنې څخه ډډه کړې او له ولسمشره غواړي چې د یاد مناسبت له پاره ځانګړې شوې پیسې دحکومت یو خیریه بنسټ ته انتقال کړي چې وړاندیز یې هرکلي سره مخ شو، او دمجلس رئيس د ملت د بابا دمړینې د دیارلسمې کلیزې په مناسبت د تسلیت وړاندې کولوسربېره د ټولو سیاسیونو وغوښتل چې د مختلفو مناسبتونو مصارف دې ټولګټو پروژو او خیریه بنسټونو لپاره وقف کړي.

د دې سربېره آزادو بحثونو کې تخار ولایت کې دمخابراتي شبکو دستونزو، کارکوونکو سره د عامې روغتیا وزارت په ګډون د ډېریو وزارتونو د ځینو سرپرستانو ناسم چلند، قسمي معلولانو باندې د موټر چلولو جواز د نه ویش، کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال د وروستی سفر په اړه غبرګون،محصلانو لپاره د انټرنیټي امکاناتو د نشتوالي په نسبت د روزنیزو موسسو د انلاین درسونو ټيټ کیفیت او د خصوصی لوړو زدکړو بنسټونو له خوا محصلانو څخه د زیاتو پیسو اخیستل، یوشمېرسناتورانو سره دحامد کرزي نړیوال هوایی ډګر کې ناسم چلند او ځینې نور موارد هم مطرح شول.

د مطرح شویو مواردو جمع بندۍ کې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د باعزته او تلپاتې سولې په ټينګښت د ټینګار ترڅنګ وویل: سوله مهم لومړیتوب دی او باید یې پروړاندې ټول خنډونه لیرې شي او ډاډ یې ورکړ چې دسولې او نورو ملي مسایلو په اړه به د سناتورانو نظریې ولسمشرسره شریکي کړي.

31-Saratan99-JAL5.JPG

د مشرانوجرګې رئيس یوشمېر ولایتونو کې د جنایي جرمونو او ناامنیو د زیاتوالي مواردو ته په اشارې سره وویل، هڅه به وکړم چې یادو برخو ته چارواکي متوجه کړم ترڅو د ناامنیو او جنایي جرمونو په مهارولو کې جدي چلند وکړي، دسنامجلس رئیس ټینګار درلودچې باید دوسله وال پوځ ټپیان او شهیدان په خپل وخت انتقال شي.