اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د زمري ۲۱ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۳۰

د مشرانو جرګې یو شمېر کمېسیونونو نن د بېلا بېلو موضوعګانو اړوند غونډې او بحثونه وکړل.

د کمېسیون د رئيس ډاکټر محمداجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، شهیدانو او معلولینو د کمېسیون غونډه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د معین په ګډون سره جوړه شوه.

غونډه کې  دحقوقو او ا متیازونو د نه ورکړې، استخدام کې د تبعیض، ادارو سره د هوکړه لیکونو د څرنګوالي، فساد د شتون او ځینو نورو مواردو اړوند د شهیدانو او معلولینو د ستونزو په اړه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت تخنیکی مرستیالې جمیلې نورستانۍ او د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ رئيس ګل احمد  عثماني سره مطرح شو.

یادو مسئولانو ځینو مواردو کې د فساد منلو او څارنوالۍ ته د تورنو د پیژندلو ترڅنګ روښانه کړه چې د شهیدانو او معلولینو د حقوقو او متیازونو اجرا کول ترکار لاندي او د فساد سره د مبارزې په موخه نوی کاري پروسیجر تر کار لاندي دي او په نږدې راتلونکې کې بشپړيږ، سره له دې هم د کرونا ویروس د خپرېدو په موخه د ۱۳۹۹ کال امتیازات د بانکي کار او برېښنایی تذکری د په پام کې نیولو پرته ورکړل شوي دي.

دوي زیاته کړه دوه دېرشو دولتی ادارو کې د معلولینو او شهیدانو وارثانو سره د همکارۍ په موخه د اجرا مرحله کې قرار لري او د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون سره په هوکړه پنځه سوه بستونه د لومړي څخه تر شپږم پوري معلولینو ته په پام کې نیول شوي او جمهوری ریاست ته طرح وړاندې شوه چې ولایتونو کې معلولینو ته هم ونډه ورکړل شي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مسئولانو وویل، د موټر، موبایل او ترکاڼۍ په برخو کې د دې وزارت حرفوي مرکزونو ګڼ شمېر معلولین فارغ کړي ترڅو د کار زمینه ورته برابره شي.

 30-Saratan99-Aqwam.JPG

د کمېسيون د رئیس الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون غونډه کې د ملي بس تصدۍ رئیس، ديادې تصدۍ د پمپ اسيشنونو د قراردادي شرکتونو مسئولانو

 د نوموړی تصدۍ د قراردادونو د څرنګوالي په اړه لازمې څرګندونېوړاندې او ويې ويل، د پمپ اسيشنونو قراردا ۱۳۹۸ کال کې د پنځو کلونو لپاره لاسليک شوي چې په مياشتينی توګه دي او دم ګړۍ قرارداد له ستونزو سره مخ دی چې تر څېړنو لاندې دي. کمېسيون وپتېيله چې د قراردادونو د څېړنو پايلې دیکمېسيون سره شريکې کړاي شي او کمېسيون دی د هر اړخيزه څېړنو وروسته په دې اړوند پرېکړه وکړي. د غونډې په بله برخه کې دښار جوړونې، مالي او اداري مرستيالانو او د ښار جوړونې او ځمکوالۍ وزارت د ښوونکو ښارګوټو رئیس، د ننګرهار ولايت د ښارجوړونې رئیس او د لغمان ولايت د څېړنو څارنوال له کړنو څخه د کمېسيون د غړو له خوا ستاينه وشوه

30-Saratan99-Mukhabirat.JPG

د کمېسيون د رئیس محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون غونډه کې د هېواد د امنيتي وضعيت اړوند د بحث سربېره د پوليسو د روغتيايي خدمتونو لوي رئیس، د ملي امنيت د روغتيايي خدمتونو رئیس او د پوليسو د ۳۰۰ بستريز روغتون قومندان ناروغانو سره د ناسم چلند او نورو مواردو اړوند د کمېسيون راغليو شکايتونو په هکله څرګندونې وړاندې کړې. دوي د خپلو کاري اجرااتو څخه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ زياته کړه چې د پوليسو او ملي امنيت روغتونونه د ښو امکاناتو او وسايلو باندې سمبال دي

30-Saratan99-Dfai1.JPG

 او د هېواد زړه ور امنيتي مدافعین په يادو مرکزونو کې تر درملنې لاندې نيول کېږي او يو شمېر هغه ناروغان چې روغتيايي جدي ستونزې او یا په ناعلاجه ناروغۍ اخته وي هندوستان هېواد ته ليږل کيږي. همدارنګه يادو مسئولانو د تخصصي او مسلکي کادرونو څخه يادونه وکړه او د کمېسيون له غړو يې وغوښتل چې په مناسبت فرصت کې د پولیسو او ملي امنيت روغتونونو څخه ليدنه وکړي

30-Saratan99-Dfai2.JPG

د کمېسيون د رئیس عبدالطيف نهضت يار په مشرۍ د ديني، فرهنګي او پوهنې د چارو د کمېسيون غونډه کې د تقنيني لومړۍ دورې اجلاس کې د کمېسيون د کړنو اړوند د خبرو ترڅنګ تحصيلي بنسټونو کې د حضوري تدريس د بديل طرحې اړوند بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

30-Saratan99-Farhangi.JPG

د ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غونډه کې د پوهنې وزارت د یو شمېر کارکوونکو شکایت چې د یاد وزارت د مشرتابه د لزوم دید له مخې د دوي د ظرفیت لوړونې په په موخه د لوړو زدکړو وزارت په هوکړې سره د ماسټرې پروګرام د تعقیب په موخه کابل پوهنتون ته معرفي شوي وو، خو تراوسه یې تحصیلی پیسې نه دي تحویل شوي او یاده موضوع د پوهنې وزارت معین د یاد وزارت ریساتو او د مالیې وزارت د بودجې رئیس سره بحث کې مطرح شوه.

د مالیې وزارت  د بودجې رئيس د مالیې وزارت له خوا د بودجوي کمښت په نسب د یادو پيسو ورکړه غیر ممکن وګڼله او د پوهنې وزارت بودجې څخه د یادو پیسو د ورکړې په صورت کې به د مالیې وزارت یادې پیسې د  پوهنې وزارت څخه متقبل شي، کمېسیون د یادو چارواکو د څرګندونو په اورېدو سره د عارضینو د ستونزو د حل په چټکتیا ټینګار وشو.

30-Saratan99-Shikayat1.JPG

د غونډې بله برخه کې د تیرو کلونو په اوږدو کې د معاشونو د نه ورکړې په اړه د احصائیې ملي ادارې د کارکوونکو شکایت د احصائې عمومي ریاست مرستیال او د مالیې وزارت بودجې رئيس سره مطرح شو.

د احصائیې عمومي ریاست مرستیال د موضوع په تړاو د معلوماتو ترڅنګ زیاته کړه چې د مالیې وزارت مالي ژمنه اخیستل شوې او د یادو کارکوونکو د معاشونو د ورکړې د منظوري وړاندیز د جمهوری ریاست مقام په نامه لیږل شوې چې د منظورۍ په ترلاسه کولو به د کارکوونکو معاشونه ورکړل شي.

د کمېسیون غړو د یادو چارواکو د څرګندونو د اورېدو ترڅنګ د کارکوونکو د معاشونو ورکړه کې د یادې ادارې د مسئولانو ځنډ غیر موجه وګڼه او د یادو کارکوونکو د معاشونو په ژر ورکړه یې ټینګار وکړ.

30-Saratan99-Shikayat2.JPG 

همدا راز د غونډې بله برخه کې د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ مربوطاتو کې د ملکیت د غصب ادعا اړوند د حربي ښوونځي د پخوانيو استادانو څخه د یو تن جبار خان تورګل شکایت د یادې ولسوالۍ ولسوال او امنیه قوماندان سره په بحث کې مطرح شو.یادو چارواکو ژمنه وکړه چې خپله یې د ستونزې په حل اقدام کړي او د عارض قناعت به حاصل کړي.