اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د زمري ۱۸ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۲۹ نېټه

د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې په نننۍ غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو کې د دولت وزارت د رامنځته کېدو په اړه د ولسمشر فرمانونه او درې نړیوال سندونه تصویب او تصدیق شول.

29-Saratan99-JAL1.JPG

د شهيدانو او معلولينو چارو کې د دولت وزارت د رامنځته کيدو په اړه د ولسمشر ۷۵او ۱۳۲ګڼه فرمانونهچې دمشرانوجرګې کمېسیونونو پرې بحثونه کړي وو، نننۍ ناسته کې د تقنیني، عدلي اوقضایی چارو کمېسیون د رئيس او غړو له خوا وړاندې او د رایو په اکثریت تصویب شول.

همداراز د لوړو زده کړو د مدارکو د پيژندلو اړوند د اسیاپسفیک سيمه ييز کنوانسيون ( د توکيو 2011 کال کنوانسيون)، د ISA لمريزې انرژۍ د نړيوالې اتحاديې د تاسیس د هوکړه ليک چارچوب او د 1396 کال مصوب د فونوګرامونو او اجرا ګانو اړوند دWIPO فکري مالکيتونو د حقوقو نړيوال سازمان په معاهده چې دجرګې کمېسیونونو کې پرې کار شوی وو د نړیوالو چارو کمېسیون د رئیس او غړو له خوا وړاندې او درایو په اکثریت تصدیق شول.

29-Saratan99-JAL5.JPG

29-Saratan99-JAL2.JPG

د غونډې آزادو بحثونو کې د مشرانوجرګې رئیس او یوشمېر غړو د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو د بریدونو تکرار په کلکو ټکو وغنده او وویل دې وروستیو کې پاکستاني پوځیانو د کونړ ولایت په مرکز د راکټونو د توغولو سربېره چې انساني تلفات یې هم لرل ، د ننګرهار ولایت دوربابا ولسوالۍ کې یې دروازه جوړه کړې او د هلمند ولایت بهرامچې ولسوالۍ کي هم مخکې راغلي چې باید د یادو ښکاره سرغړونو مخه ونیول شي.

 او زیاته شوه چې دسنامجلس د پاکستان د سرغړونو پر وړاندې د افغان حکومت له دریځه ملاتړ کوي او دملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا څخه غواړي چې د افغانستان په چارو کې د تیري کوونکي او ظالم پاکستان د ښکاره او پټو مداخلو مخنیوی دې وکړي چې ددې موضوع په اړه د کورنۍ اجماع په جوړېدو د ټینګار سربېره وویل شول باید پارلمان په دې اجماع کې مهم رول ولوبوي او له نږدې یې وڅاري.

دغه راز غونډه کې د هېواد د شمال  او شمال ختیځو ولایتونو د امنیتي وضعیت څخه اندېښنه و شوه او د تخار او سرپل ولایتونو سناتورانو رپوټ ورکړ چې طالبان غواړي د دې ولایتونو مرکزونه سقوط کړي، او د هېواد شمال کې په عمومي لارو هم مسلط دي او په مختلفو جنایتونه لاس پورې کوي چې باید مرکزي حکومت د دغو ګواښونو د لمنځه وړو په موخه چاڼیز عملیات زیات او ګړندي کړي.

ناسته کې د نړیوالو چارو د کمېسیون مشر انجنیر حسیب الله کلیمزي واشنګټن کې د افغانستان سفارت د دیوال رغاونه کې د ډېرو پيسو د حیف او میل څخه پرده پورته او وویل، پدې اړه د حکومت او پژواک خبري اژانس مسئولانو سره د کمېسیون پرونۍ ناسته کې بحث او څېړنه و شوه او ولیدل شول چې په کې پراخ فساد شوی چې باید ولسمشر یې وڅيړي او عاملین دې څارنوالۍ ته معرفي کړي.

29-Saratan99-JAL6.JPG

همدا راز د ننګرهار ولایت سناتور لطف الله بابا وویل: په پام کې ده چې حکومت د دې ولایت ګمبیري دښته کې نوی هوایي ډګر جوړ کړي خو دا سیمه د هوایي ډګر جوړېدو ته مناسبه نه ده او د خلکو د کښت او کرنې مخه به ونیسي او باید په یاد ولایت کې د هوایي ډګر د جوړېدو له پاره بل ځای تثبیت شي.

ملي دفاع وزارت کې د پوله ساتو او عامه نظم ځواکونو د يوځای کېدو په څرنګوالي نیوکه، د دفاعي چارو او کورني امنیت کمېسیون ناسته کې د ملي دفاع وزارت د لومړۍ درجه مسئولانو په نه ګډون نیوکه، د طالبانو له خوا د تالقانو ښار کې د یوه ښوونځي دسوځولو غندل، د سرپل ولایت کوهستان ولسوالۍ کې د ترهګرو د سلګونه کورنیو د ځای پرځای کېدو څخه اندېښنه، د تیر کال څخه د یو شمېرمعلولینو د معاشونو نه ورکړه، کابل ښار کې د جنایي جرمونو د زیاتوالي څخه اندېښنه،برېښنایی پیژندپاڼو کې د قومونو د نوم په لیکلو کې د لازمې پاملرنې پرنشتون نیوکه او د دې موضوع د حل غوښتنه،د کابل ښار دارالامان تګلوري کې ګلانو او ونو ته د لازمې پاملرنې غوښتنه او ځینې نور مسایل هم په بحثونو کې مطرح شول.

د بحثونو جمع بندۍ کې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار واشنګټن کې د افغانستان سفارت د دیوال د رغاونې د څرنګوالي په اړه ټینګار وکړ چې د سنامجلس د نړیوالو چارو کمېسیون دې دا موضوع د  اړونده حکومتي ارګانونو سره یوځای تعقیب او لا وڅيړي.

د مشرانوجرګې رئيس د ملي امنیت شورا له سلاکار او د دفاعي، امنیتي او کشفي سکتور د مشرتابه څخه وغوښتل چې د هېواد د شمال او شمال ختیځو ولایتونو په ځانګړې توګه دسرپل او تخار ولایتونو د امنیت دټینګښت په برخه کې عاجل او اړین اقدامات وکړي.

د جرګې رئيس دهغو رپوټونو په اړه چې برېښنایي پيژندپاڼه کې د یو قوم نوم بل قوم ته لیکل شوی یا لیکل کیږي، و ویل چې د احصایې ملي اداره مکلفه ده چې په دې اړه لازم دقت وکړي او په دې اړه یې د شکایتونو اورېدو کمېسیون ته دنده ورکړه چې موضوع دې د احصائیې ملي ادارې چارواکو سره وڅیړي.

د غونډې بله برخه کې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت  د پخواني وزیر ډاکټر فاروق وردګ فعالیتونه او کړنې تقدیر او وستایل شوې او  د مشرانوجرګې تقدیر لیک او نښان نوموړي ته ډالۍ شول.

29-Saratan99-JAL3.jpg

د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار، ډاکټر فاروق وردګ پوه سیاستوال او سیاسي بریالی شخصیت یاد کړ او ویې ویل، کله چې نوموړی په پارلماني چارو کې د دولت وزیر وو توانیدلي وو چې د ملي شورا او دولت ترمنځ ښه همغږۍ رامنځته کړي او خپلې کړني په بریالۍ توګه پرمخ بوزي.

ورپسې ډاکټر فاروق وردګ خپلو خبرو کې د دې ترڅنګ چې د سنامجلس د معنوي تقدیر څخه یې قدرداني درلوده، وویل دې مجلس تل د هېواد د لوړو ګټو، د نظام ټیکاو او دخلکو د وقار دساتلو لپاره هڅې کړې او دا یې خپل خط مشي ګڼلي.

د غوڼدې په پای کې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون رئیس ډاکټر زلمي زابلي د روان تقنیني کال د لومړي اجلاس په بهیرکې د کمېسیون د اجرااتو رپوټ وړاندې او وویل، کمېسیون وتوانید چې په دې موده کې د دشت برچي اوبو رسولو پروژو او د صفا ښارګوټي د دوو کیلو متره سړک د قیرریزۍ د پروژې ستونزې چې د کلونو را پدېخوايې عملي کار نه وو پیل شوی حل او د خلکو اندېښنې ختمي کړي او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ۲۱ تنه مامورین چې د دې وزارت د پخواني سرپرست اجمل احمدي له خوا په غیر قانوني توګه له دندو ګوښه شوي وو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون په همکارۍ بیرته په دنده وګماري.

ډاکټر زابلي د افغانستان بانک د لوړپوړو چارواکو د انفکاک په اړه  د یاد بانک د سرپرست اجمل احمدي د قانون پورته کړنو باندې کلکه نیوکه وکړه او ویې ویل، د شکایتونو د اورېدو کمېسیون نوموړی لویې څارنوالۍ ته معرفي کړ چې باید یاده اداره  نوموړی تر جدي پوښتنو لاندې ونیسي.

29-Saratan99-JAL4.JPG

زابلي زیاته کړه د شکایتونو د اورېدو کمېسیون چې د مالیې وزارت پخوانی سرپرست ډاکټر همایون قیومي یې د اداري فساد په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي کړ په خواشینۍ سره د نوموړي څخه هیڅ پلټنې ونه شوې او هم یاد کمېسیون د مالیې وزارت د ۶۸ تنومنسوبینو د شکایت موضوع چې د اصولو او قوانینو په پام کې نیولو پرته ممنوع الخروج اعلان شوي وو، تعقیب او دوي له ممنوع الخروجۍ خلاص شول، د دې سربیره د کمېسیون غړي وتوانیدل د مرکزي سیلو او ملي راډیو تلویزیون د ملکیتونو د پلور مخه ونیسی.

د شکایتونو د کمیسیون رییس څرګنده کړه چې د افغانستان  امریکايي پوهنتون له لورې د ۷۴جریبه ځمکې د غصب موضوع هم تر ډېره بریده تعقیب شوې خو تراوسه یې پایله نده لرلې او تمه ده چې اړونده ادارې په ځانګړې توګه لویه څارنوالي یې تعقیب کړي، له دې سربېره د عدلیې وزیر ته یوه میاشت وخت ورکړل شوی ترڅو د هغو سیاسي حزبونو د فعالیت مخه چې په غیر قانوني توګه فعالیت کوي ونیول شي او د وینتیلیتورونو ماشینونو د ورکېدو، د روغتیایی پرسونل  دحقوقو د نه ورکړې، د طبی وسایلو او تجهیزاتو کمښت او د عامې روغتیا وزارت سرپرست له خوا د ځینو غیر قانوني منفکیو ستونزې د دې کمېسیون په کارونو کې ځای لري او ورته به رسیدګي وشي.