اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د زمري ۱۸ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۸ مه

د مشرانو جرګې یو شمېر کمېسیونونو د بېلا بېلو موضوعګانو اړوند غونډې او بحثونه وکړل.

د ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون غونډه کې د کار او ټولیزو چارو وزیر سید انور سادات، د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردک او د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد هاشم اورتاق د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د زیاتوالي، فقر او بیکارۍ، د هغې کورنۍ د وژنې څرنګوالې چې ویل کیږي د کورنۍ رئيس په نشه یی توکو روږدې وو او لورګاني یې پلورلي او د کورنۍ پاتي  غړي وژني.

ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزیر د یاد وزارت د کړنو اړوند څرګندونې وړاندې او ویې ویل، زموږ دنده د پالیسیو جوړول دي او د روزنتونونو او وړکتونونو برخو کې خپل خدمتونه وړاندي کوي او روغتیایی، فرهنګي او ټولنیزو تامیناتو برخو کې لږه بودجه لري، سادات زیاته کړه چې د دوي کاري پروګرامونو کې شاوخوا شپیته سلنه ځوانان د کار له پاره په پام کې نیول شوي دي او د ټولنې زیانمنو برخو او په ځانګړې توګه کلیوالو مېرمنو ته په حرفوي، کورنیو بڼونو د جوړېدو، د سبو د پروسس په شان د کور چارو خدمتونه ترلاس لاندي لري.

ورپسې د ښځو چارو وزارت مرستیالې وویل چې د کال لومړۍ ربعه کې د ښځو چارو وزارت د ښځو پروړاندي د تاوتریخوالي سختې قضیې چې په ټوله کې دېرشو ته رسېدې چې اوولس یې د قتل، څلور یې د ځان وژنې، یوه یې د وهلو ټکولو، اووه د ټپي کېدو او یوه یې د کور څخه تیښته ثبت شوې چې د ښځو پر وړاندې درویشت د تاوتریخوالي قضیې د دولتی حاکمیت لاندي ترسره شوي او یولس نوری یې د طالبانو سیمو کې ثبت شوي دي.

ورپسې د کورنیو چارو وزارت معین وویل، ۷۷۶۰ تنه په نشه یی توکو روږدي کسان راټول کړي چې ۳۱۱۱ تنه یې تر درملنې لاندي دي. اورتاق زیاته کړه چې دم ګړۍ روغتیایی مرکزونه د روږدو کسانو د استوګنې او درملنې ظرفیت نه لري خو سره له دې هم هرکال اووه دېرشو څخه تر څلویښتو سلنو پوري د ناروغانو درملنه کیږي او پاتي د روغتیایی مرکزونو تښتي.

28-Saratan99-Zanan.JPG 

د کمېسيون د رئیس الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون غونډه کې د ترانسپورت وزارت سرپرست، د اوبو د تنظيم ادارې عمومي رئيس او د برېښنا شرکت لوي رئیس د کابل جلال اباد د دويم سړک د کار د پرمختګ د څرنګوالي او ختيځو ولايتونو ته د برېښنا د انتقال په اړه د ننګرهار ولايت د قومي مشرانو او استازو په حضور څرګندونې وړاندي او ويې ويل،د کابل -جلال اباد لويې لارې د دويمې کرښې پروژه د يوسلو پنځوس کيلو متره په اوږدوالي او لس متره پلنوالي سره کانکرېټ کيږي چې د کابل ولايت به جلال اباد سره ونښلوي او ياده پروژه دوه برخې رانغاړي چې يوه يې د بګراميو پروژه ده چې د امنيت د نشتوالي او تدارکاتو کمېسيون د پرېکړې له مخې پنځوس کيلو متره يې فسخه شوې او دوه دېرش کيلومتره يې تکميل او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی او د کابل جلال اباد دويمه برخه چې سل کيلومتره اوږدوالي لري، کار لاندې ده چې امنيتي چارې يې د ننګرهار

28-Saratan99-Mukhbirat1.JPG

 ولايت د امنيه قوماندانۍ په غاړه دي چې د دوي له خوا د دري دېرشو کيلو مترو امنيت تامين شوی وو چې د ياد سړک ساختماني کار سل سلنه تکميل شوې دی، خو د سړک پاتې برخه د امنيت د نشتوالي پربنسټ پاتې شوی او د تدارکاتو کمېسيون پرېکړه د سلو څخه ۳۳ ته راټيټه شوې، دوي وويل چې دغه پروژه د دوو ستونزو لکه د استملاک او د بودجې نه منظورۍ سره مخ شوی چې د يادو ستونزو د نه حل له امله پروژه ناکامه او کار يې ځنډول شوې، همدارنګه غونډه کې د ياد ولايت استازو د امنيت د ټينګښت او استملاکي ستونزو د حل په اړه د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل، د برېښنا د انتقال پروژه چې د افغانستان ختيځ څخه پاکستان ته تيريږي بايد د کابل جلال اباد د دويم مسیر څخه واوړي ځکه دم ګړۍ د برېښنا د انتقال تګلوری د کابل جلال اباد سړک تګلوري سره په تناقض کې دی او هم يې وغوښتل چې د ننګرهار برېښنا برابرولو کې دې د نغلو توليدي برېښنا څخه ګټه پورته شي. کمېسيون د استازو او مسئولانو د څرګندونو د وړاندې کولو وروسته پرېکړه وکړه چې د ترانسپورت او ښار جوړونې وزارتونه، د اوبو چارو د تنظيم اداره، برېښنا شرکت دې د خلکو استازو او قومي مشرانو په ګډون د خلکو د ستونزو د حل، کار څخه د څارنې او استملاکي ملکيتونو د تثبيت يوه کمېټه جوړه چې په يوه غږ سره د يادو مواردو اړوند کار وکړي

28-Saratan99-Mukhbairat2.JPG 

د کمېسیون د رئيس ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غونډه کې د کابل ښار پولیسو د اتلسمې حوزې د مسئولانو په ملګرتیا د زورواکو کسانو له خوا د ملکیتونو د غصب ادعاو اړوند د کابل لویدیځ قلعه قاضی سیمې د اوسېدونکو شکایت  او همدا راز ورځ تر بلې د امنیتی وضعیت د خرابوالي اړوند د یو شمېر ملي سوداګریو شکاتونه  کابل ولایت د امنیه قوماندان د مرستیال او د ښار د امنیتی ځینو حوزو د آمارینو په حضور کې مطرح شول.

د کابل امنیه قوماندانۍ مرستیال د ځمکې غاصبینو او جنایی سازمان یافته یو شمېر ډلو د فعالیت اړوند د معلومات وړاندي کړل او د یادو موضوعګانو د جدي څېړنو یې د کمېسیون غړو ته ډاډ ورکړ، د کمېسیون غړو د یادو غیر قانوني ډلو د مهارولو په موخه د دولت د قهریه قوې په توګه د  پولیسو اقدامات کم وګڼل او د مسئولانو په لا جدیت یې ټینګار وکړ.

همدا راز د کلیو د پراختیا وزارت د حقوقي سلاکار بست کې د نوموړي د نه اعلان او شارټلست په غبرګون د یاد ولایت د سلاکار د شکایت موضوع د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د تشکیلاتو د رئیس او د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزارت د بشری سرچینو د رئيس په حضور کې مطرح شوه چې یادو چارواکو د کمېسیون غړو ته د ملکي خدمتونو قانون د ۳۴ مادې په توجیه سره خپل اقدامات وړاندې او زیاته یې کړه چې نوموړي د لسو کلونو راهیسې د یاد وزارت د حقوقي سلاکار په توګه دنده ترسره کوي، د م ګړۍ د دندو لایحې بدلون سره چې حقوقي سلاکار د حقوقو، فقه او قانون برخو کې د لوړو زدکړو څښتن و اوسی چې نوموړي دا شرایط نه لري او له دې امله شارټ لسټ نه شو چې د کمېسیون د دواړو لورو د څرګندونو په اورېدو سره د عارض شکایت د نه اورېدو وړ وګڼه او په خوندیتوب یې پرېکړه وکړه.

همدا راز د غونډې وروستۍ برخه کې ناامنو ولایتونو کې پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت د مسئولانو د مرستو رسولو د څرنګوالي موضوع د یاد وزارت د پالیسۍ معین او د بیړنیو حالاتو رئیس په حضور کې مطرح کړه چې یادو چارواکو د نوموړی اداري د فعالیت د ځانګړتیا او د هر زیانمن ولایت په ا ړه په جلا توګه معلومات وړاندي کړل.

28-Saratan99-Shikayat.JPG 

د کمېسیون د رئيس محمد نادر بلوچ په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپيریال ساتنې د کمېسیون غونډه کې د چاپیریال  ساتنې د ملي اداری عمومي رئیس شاه زمان میوندي او یو شمېر مسئولانو د چاپیریالي ککړتیا څخه د مخنیوی او کمښت په موخه د چاپیریال څخه د خوندیتوب پلان د نه پلي کېدو، بېلا بېلو ولایتونو کې د الوتونکو د لمنځه وړو او حیواناتو د ښکار، د نو کینولو ملي پروګرام د مدیریت د څرنګوالي او ساتنې، د اقلیم د بدلون لویو پروګرامونو د پلي کېدو د څرنګوالي، د هغو سیمو د خوندیتوب د څرنګوالي چې هېواد کې د ملي پارک په نامه اعلان شوي، لوړ پوړیزو ودانیو، ښارګوټو، حمامونو او سوناو کې د ډبرو سکرو حخه ګټه اخیستل او یو لړ نورو مواردو اړوند د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندي کړل.

د چاپيریال څخه د ساتنې د ملي ادارې لوي رئيس د ملي شورا د دواړو مجلسونو د اړوندو کمېسیونونو د پاملرنې حخه د قدردانۍ ترڅنګ د چاپيریال ساتنې پروګرامونو اړوند خبرې وکړې او ویې ویل، دغه اداره د پروګرام جوړولو او مناسبې طرحې د وړاندی کولو په حال کې ده ترڅو وکولای شي د اقلیم د شنه صندوق ۷۵۰ میلیوني ډالرو ملاتړ خپل کړي او د نیالګیو کینولو ملي پروګرام له لاري روان کال د اوولسو میلیونو زیات نیالګي کینول شوي او د سلو میلیونو نیالګیو د کینولو پروګرام ترلاس لاندي دي.

میوندي د چاپیریال د ککړتیا څخه د مخنیوی اړوند وویل، د هوا ککړتیا د مخنیوی عالي کمېسیون د جمهور رئيس ریاست لاندي  د ادارو د لومړیو کسانو په ګډون سره په خپل وخت جوړیږي او د هوا د ککړتیا د ښه کېدو په موخه ګټور پلانونه تصویب شي او د یادې ادارې د پنځه کلن پلان په پلي کېدو سره به د چاپيریال وضعیت کې ښه والي رامنځته شي.

28-Saratan99-Rifai.JPG 

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون غونډه کې د شهیدانو د وارثانو او معلولیت لرونکو افرادو حخه د ملاتړ ملي ادارې د جوړېدو  او د شهیدانو او معلولینو چارو کې د دولت وزیر دفتر ته د شهیدانو د وارثانو او معلولیت لرونکو افرادو څخه د ملاتړ اداې د نوم د بدلون او د پوځي شهیدانو د وارثانو او معلولینو چارو د انسجام معاونیت د جوړېدو اړوند د جمهور رئيس تقنینی فرمانونه مطالعه  او د کمېسیون د غړو له خوا تائید شول او پرېکړه وشوه ترڅو د کمېسیون پیشنهادی نظر اړوندې ادارې ته ولیږل شي.

دغه راز غونډه کې د لمریزی انرژۍ نړیوالي اتحادیې د جوړېدو هوکړه لیک د چارچوب او د لوړو زدکړو مدارکو د پیژندنې اړوند د آسیا پسیفیک سیمه ییز کنوانسیون او د اجراګانو او فونوګرامونو اړوند د فکري ملکیتونو حقوقو د نړیوال سازمان معاهده مطالعه او تائید شوه.

28-Saratan99-Adli.JPG 

د کمېسیون د رئيس قاری میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتی شوراګانو، مصئونیت او امتیازونو د کمېسیون غونډه کې د شهیدانو د وارثانو او معلولیت لرونکو افرادو حخه د ملاتړ ملي ادارې د جوړېدو  او د شهیدانو او معلولینو چارو کې د دولت وزیر دفتر ته د شهیدانو د وارثانو او معلولیت لرونکو افرادو څخه د ملاتړ اداې د نوم د بدلون او د پوځي شهیدانو د وارثانو او معلولینو چارو د انسجام معاونیت د جوړېدو اړوند د جمهور رئيس تقنینی فرمانونه مطالعه  او د کمېسیون د غړو له خوا تائید شول.

د غونډې په بله برخه کې د مشرانو جرګې د دارالانشا عمومي ریاست د مالي او اداری مسایلو اړوند بحث وشو او وپتییل شوه چې مالي او اداری رئيس دې د کمېسیون یوې غونډه کې د موضوع په تړاو څرګندونې وړاندي او همدا راز راغلي عریضې او مکتوبونه اړوندو ادارو  ته ولیږل شول.

28-Saratan99-Emtizat.JPG 

د کمېسیون د رئيس انجنیر حسیب الله کلیمزی په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون غونډه کې سناتورانو واشنګټن کې د افغانستان سفارت د دیوال رغاونه کې د فساد خبر د خپرولو اړوند خپلې پوښتنې د بهرنیو چارو وزارت اداری رئيس سید لطف الله سادات، د املاکو د حفظ و مراقبط مسئول اجمل حمیدی ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رئيس سید جعفر راستین او د پژواک خبری آژانس رئيس دانش کړوخېل سره مطرح کړې چې د مسئولانو څرګندونو قناعت حاصل نه کړ له دې امله متحده ایالاتو کې د افغانستان سفارت د دیوال رغاونې پروژې په اړه د زیاتو مدارکو غوښتونکې شول.

دغه راز غونډه کې د لمریزی انرژۍ نړیوالي اتحادیې د جوړېدو هوکړه لیک د چارچوب او د لوړو زدکړو مدارکو د پیژندنې اړوند د آسیا پسیفیک سیمه ییز کنوانسیون او د اجراګانو او فونوګرامونو اړوند د فکري ملکیتونو حقوقو د نړیوال سازمان معاهده مطالعه او تائید شوه.

28-Saratan99-Bio.JPG 

د کمېسیون د رئيس محمدم هاشم الکوزی په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون غونده کې د هېواد امنیتی وضعیت او په ځانګړي توګه د کونړ ولایت په سرکاټو ولسوالۍ د پاکستاني پوځیانو راکټي بریدونه چې له ا مله یې یو شمېر هېوادوالو ټپیان او شهیدان شوي بحث وشو، د نړیوالې ټولنې وغوښتل شول چې په پاکستان دې لازم سیاسی او پوځي فشارونه راوړل شي او د دا ډول بریدونه مخه دي ونیول شي.

همدا راز غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د دفتر رئیس او د لوي معینیت د دفتر رئیس کمېسیونونو ته د امنیتی مسئولانو د نه حاضریدو او نه همغږۍ په تړاو څرګندونې وړاندي او د لیری پرتو ولایتونو څخه د امنیتی مسئولینو راتګ یې لویه ستونزه یاده کړه.

همدا راز د ځانګړو قطعاتو قوماندان مطرح شویو پوښتنو ته د ځواب ترڅنګ وویل، د ځانګړې قطعې پرسونل د ښو امکاناتو برخمن دې او په نږدې راتلونکې کې به مسلکي پرسونل فارغ شي.

28-Saratan99-Dfai.JPG 

د غونډې په دوام کې د کابل د ترافیکو مدیر ښار کې د ترافیکي ستونزو او د ښاریانو د ستونزو په اړه معلومات وړاندي کړل او ویې ویل، د ترافیکو پولیس اوړي او ژمې د ترافیکو د تنظیم په موخه ښار کې فعالیت کوي، خو حقوق یې پایمالیږي. نوموړي د یادې ادارې د منسوبینو د نه ترفیع او ځینو نورو ستونزو څخه یادونه او د کمېسیون د همکارۍ غوښتونکې شو.