اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د زمري ۱۸ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۲۵ نېټه

د ملي شورا مشرانو جرګې يو شمېر کمېسيونونو نن د بېلابېلو موضوګانو اړوند غونډې وکړي

د کمېسیون د رئيس الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه کې د پلټنې عالي ادارې له خوا د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ سړک د رغاونې اړوند د هلال ساختماني شرکت د جریمې موضوع د یادې ادارې مرستیال او ساختماني رئیس سره په بحث کې مطرح شوه چې د اړوندو مسئولانو له خوا په دې برخه کې څرګندونې وړاندې شوې او وپتییل شوه چې د اسنادو د څېړنې وروسته دې د هېواد د نافذو قوانینو په رڼا کې د یاد شرکت سره هر اړخیزه همکاري وشي.

25-Saratan99-Mukhabirat.png 

د کمېسيون د رئیس محمد نادر بلوچ په مشرۍ د عامه هوساينې او چاپېريال ساتنې د کميسيون غونډه د کانونو او پطرولیم وزارت د سرپرست محمد هارون چخانسوري او د ياد وزارت د يو شمېر مسئولانو په ګدون سره جوړه شوه

په پيل کې قرار داد ته د منځنيو او لويو کانونو د سپارلو د څرنګوالي , د تعميراتي موادو څخه د استفادې د څرنګوالي، د کانونو د پراختيا، د کاري زمينو د برابرولو، د عوايدو د زياتوالي، د کانونو د غير قانوني استخراج او قاچاق څخه د مخنیوي او يو لړ نورې موضوعګانې د کمېسيون د رئیس او غړو له خوا مطرح شول. ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د يادې ادارې د کاري رپوټ د وړاندې کولو ترڅنګ وويل، تيرو اتلسو کلونو کې د طبيعي سرچينو څخه د معقولې ګټې اخيستنې په موخه مثبت حرکت شتون نه درلود او د کانونو قانون او نورو تقنيني اسنادو کې ستونزو شتون درلود.همدا راز د کانونو څخه په سمه توګه د ګټې اخیستنې، هېواد کې د کانونو څخه د کره شمېرې او اطلاعاتي بانک په موخه د کانونو وزارت او نورو سکتورونو ترمنځ لازمه همغږۍ چې د کانونو اړوند ټول معلومات یې ځان سره ثب کړي وي، شتون نه لري.

نوموړي زیاته کړه، د وزارت نوی مشرتابه هڅه کوي ترڅو د ملي شورا د اړوندو کمېسیونونو او متخصصینو سره په سلا مشورو د کانونو قانون کې لازم او ځواب ویونکې تعدیلونه تیار او د طی مراحلو په موخه اړوندو ادارو ته ولیږي چې د یادو تعدیلونو تصویب سره به د کانونو ویستو کې د خلکو ملي ګډون او قانوني او د کانونو وزارت به د خلکو په مرسته وکولای شي د غیر قانوني او غیر مسلکي استخراج مخه ونیسی او له بلې خوا خلکو ته به کاری زمینې برابري شي.

د کانونو وزارت سرپرست زیاته کړه چې د افغانستان د کانونو د کره نخچې د برابرولو، د معلوماتي بانک د رامنځته کېدو او د فساد سره د مبارزې په برخو کې جدي هڅې رواني دي او هغو شرکتونو ته چې له دې وزارت څخه پوروړي دي، یوه میاشت وخت ورکړل شوې ترڅو خپل پور ورکړي چې له دې پرته به عدلي او قضایی ادارو ته معرفي کړاي شي. همدا راز نوموړي د یو شمېر لویو پروګرامونو څخه یادونه وکړه او د پلي کېدو په برخه کې د کمېسیون د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې د کمېسیون رئيس د کانونو راویستو او د یادو کانونو قاچاق څخه د مخنیوی اړوند په لازم روڼوالي د ټینګار ترڅنګ د هر ډول ه مکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل، کانونه د افغانستان خلکو د ملي پانګې څخه ګڼل کیږي او لازمه ده چې له دې لویې پانګې څخه په ښه توګه ګټه واخیستل شي ترڅو د ملي عوایدو د لوړولو په برخه کې د دندو زمینو د رامنځته کولو ترڅنګ لازم او مثبت بدلونونه ترسترګو شي او د مرستندویو هېوادونو د مالي تړلتیا وژغورل شو.

25-Saratan99-Rifai.JPG 

د کمېسیون د رئيس ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غونډه کې د نامطلوبو خدمتونو، د ټکټونو د بیو د لوړوالي، د مسافرینو د په تمه پاتي کېدو، په وخت سره د الوتکو د پرواز د نشتوالي اړوند د آریانا افغان هوایی شرکت او کام ایر هوایی شرکت د پیرودونکو د راغلو شکایتونو موضوع او همدا راز د افغان بایونر ګروپ لوژیستیکی شرکت د مسئولانو شکایت د نوموړی هوایی شرکتونو ریسانو سره مطرح شو چې مسئولانو د موضوع په تړاو د څرګندونو ترڅنګ د قرنطین نامساعد شرایط د راغلو شکایتونو د رامنځته دلیل یاد کړ.

د کمېسیون غړو د مسئولانو څرګندونې غیر موجه وګڼلې او د یادو شرکتونو د مسئولانو د بی ځایه خبرو څخه یې د مستندو مواردو د وړاندي کولو ترڅنګ راغلو شکایتونو ته د په وخت رسیدګۍ غوښتونکې شول.

همدا راز د پيسو د نه ورکړې اړوند د کام ایر شرکت پر وړاندې د بایونر ګروپ شرکت شکایت اړوند پرېکړه وشوه ترڅو د ملکي هوایی چلند ادارې په منځګړتیا د دواړو شرکتونو مسئولانو ناسته کې موضوع حل او فصل شي.

همدا راز غونډه کې د بلخ ولایت د اوسېدونکې جنرال نصرت نومي پروړاندې د سناتور غلام عباس اخلاقي او د یاد ولایت د کرهڼې کارتی د یو شمېر اوسېدونکو شکایت چې وایی: جنرال نصرت نومی د چل ول څخه په ګټې اخیستنې د دوي د ملکیت د شرعي قبالې اسناد د پښتني بانک څخه د زیاتو پيسو د اخیستو په بدل کې د دوي د خوښي برته په تضمین کې ایښي چې د پور د وخت په پوره کېدو سره اوس د پښتي بانک مسئولان د ذیصلاح محکمې له لارې د یاد ملکیت د پلور او د پښتني بانک د پیسو د تحصیل غوښتونکي دي چې موضوع د عدلیې وزارت د معین، د یاد وزارت د حقوقو رئيس او د پښتني بانک د رئیس په حضور کې مطرح شوه.

یادو چارواکو د کمېسیون غړو ته د معلوماتو د وړاندی کولو ترڅنګ وړاندیز وکړ چې عارضین کولای شي د ذیصلاح محکمې په نامه عریضه وکړي او د حکم تنفیذ کې د اشکالو موضوع محکمه کې برجسته کړي او د بانک اداره دی د عارضینو ادعا تائید کړي او هم غونډه کې پوروړي شخص د کمېسیون غړو سره د ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې د دوو راتلونکو اونیو په لړ کې به د دوي پور تصفیه کړي.

دغه راز د غونډې په بله برخه کې د ترانسپورت وزارت د لیری کړاي شویو سرپرست ریسانو شکایت د دوي د لیری کیدو او معاشونو د نه ورکړې ادعا اړوند د ترانسپورت وزارت مالي او اداری معین او د وزارت سرپرست سره مطرح شو.

یادو چارواکو د څرګندونو ترڅنګ زیاته کړه: د یادو ریسانو د ټاکنې حکم د پخواني وزیر د وړاندیز پربنسټ ترسره شوې وو او د دوي د معاش د ټاکلو حکم هم د قانوني پروسیجر خلاف راغلي وو.

د کمېسیون غ ړو د مسئولانو د څرګندونو د اورېدو ترڅنګ پرېکړه وکړه چې د کارکوونکو د تقرر او انفکاک پروسیجر د ادارو کورنۍ موضوع ده او د دوي د معاش د ورکړې اړوند باید د ترانسپورت وزارت مسئولان د نافذو قوانینو د حکم د اړتیا سره سم اجراات وکړي.

 25-Saratan99-Shikayat.JPG

همدا راز زیاترو هوایی ډګرونو کې د سرحدي پولیسو پرسونل د کمښت او د هوایی ډګرونو څخه د ممنوع الخروج افرادو د ازادانه وتو اړوند د راغلیو شکایتونو موضوع د سرحدي پولیسو ریاست مرستیال سره مطرح شو.

نوموړي د موضوع په تړاو د څرګندونو د وړاندي کولو ترڅنګ زیاته کړه: هوایی ډګرونو کې د زیاتو ادارو د دفترونو استازی فعالیت کوي چې دندو کې د لاسوهنې سبب ګرځي او همدا راز د افرادو د ممنوع الخروج حکم مکتوب هغه مهال رازی چې د تور لاندي شخص مخکې  له هېواد وتلې وي، د کمېسیون غړو د نوموړي د څرګندونو د اورېدو ترڅنګ پرېکړه وکړه چې د موضوع د څېړنې او دندو کې د لاسوهنې څخه د مخنیوی په موخه دې د راتلونکې اونۍ په یکشنبه د حامد کرزی نړیوال هوایی ډګر څخه څارنه وشي.