اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د زمري ۲۱ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۲۴ نېټه

د مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ، د دې جرګې د اداري پلاوي ناستې چې په کې د کابل ښاروال او لویې څارنوالۍ مرستیال هم ګډون درلود، کابل ښار کې دخپلسرو اوغیرقانوني ودانیو د جوړېدو څخه په مخنیوي ټینګار وکړ.

24-Saratan99-MUL1.JPG

ناسته کې چې د مشرانوجرګې دوېم نایب محمد اکبرستانکزي، نایب منشي ډاکټرمحمدفیصل سمیع، د مواصلاتو او مخابراتو د کمیسیون  رئیس او ځینو غړو حضور درلود؛ د جرګې او کابل ښاروالۍ ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر پياوړتیا د ټینګار سربېره وویل شول چې د لوړ پوړیزو ودانیو جوړېدو څخه د کابل میشتو د پرله پسې شکایتونو پر بنسټ د سنامجلس د مواصلاتو اومخابراتو کمېسیون د نمونې په توګه د درېمې، پنځمې او اوومې ناحیو څخه څارنه او ترلاسه کړل چې دې وروستیو کې خپل سري او غیرقانوني ودانۍ په بې ساري توګه جوړې او ډېرې ټولنیزې ستونزې یې رامنځته کړي چې باید د داډول خپلسریو مخه ونیول شي او مغرضو اشخاصو ته اجازه ورنه کړل شي ترڅو په ښاري بی نظمیو او غیر قانوني اقداماتو لاس پورې کړي.

همدا راز کابل ښار کې د کثافاتو زیاتوالی بله ستونزه وګنل شوه او یاد مورد ته په ښې رسیدګۍ او د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له خوا د پدوله ښارګوټي د برخلیک په معلومولو ټینګار وشو او هم د اړونده حکومتي ادارو ترمنځ لازمه همغږي د هغو افرادو د مهارولو لپاره چې د ودانیو غیرقانوني رغولو کې ښکېل دي، جدي اړتیا وبلل شوه.

24-Saratan99-MUL2.JPG

ورپسې د کابل ښاروال محمد داوود سلطان زوی د قلعه زمان خان سړک،عرفاني سړک او د کابل- لوګر د دویم سړک د پروژو په برخه کې د پرمختګونو څخه یادونه او ویل، سره له دې چې نه شو کولای دې اداره کې د فساد شتون رد کړو خو د یادې پدیدې سره د مبارزې له پاره اراده شتون لري او په همدې موخه به ډېر ژر ځینې څېرې له خپلو دندو ګوښه شي.

محمد داوود سلطان زوی زیاته کړه، د ښاروالۍ پر وړاندې توطیې جریان لري او د یو شمېر سیاسیونو شخصي غوښتنې هم پرخپل ځای دي او اړتیا ده چې د لویې څارنوالۍ، کورنیو چارو وزارت او ښاروالۍ ترمنځ یوه هوکړه رامنځته شي او پر بنسټ یې د غیر قانوني لوړ پوړیزو ودانیو د جوړېد مخنیوی و شي، له دې پرته به شته وضعیت دوام و مومي. نوموړي ددې ترڅنګ چې دې برخه کې د مشرانوجرګې د همکارۍ غوښتونکی شو، ژمنه وکړه چې د خپلو راتلونکو اجرااتو په اړه به رپوټ ددې جرګې سره شریکوي.

24-Saratan99-MUL3.JPG

همدا راز د څېړنو په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال خپلو خبرو کې کابل ولایت کې د ادارو ترمنځ د لازمې همغږۍ نشتون لویه ستونزه یاده کړه او ډاډ یې ورکړ چې لویه څارنوالي ټولو برخو سره همکاریو ته ژمنه ده ، او هم یې وړاندیز درلود چې د جزا کُد کې دې تعدیل را شي او د غیر قانوني لوړ پوړیزو ودانیو د جوړېدو په اړه دې په کې تادیبی موارد په پام کې ونیول شي.

د مسئولانو د توضیحاتو د اورېدو وروسته، د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار خپلو خبرو کې وویل چې د سنا مجلس د قانون د پلي کېدو ملاتړی دی او د غیرقانوني کړنو څخه د مخنیوي په لاره کې د حکومتي بنسټونو ترڅنګ ولاړ او نږدې همکار دی او هره قانوني مسوده چې تصویب یا تعدیل ته اړتیا و لري په لنډه موده کې به یې طی مراحل کړي.