اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د زمري ۲۱ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ اوولسمه

د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې په نننۍ عمومي ناسته کې دوه عنوانه تقنیني فرمانونه تصویب او دوه نړیوال هوکړه لیکونه تصدیق شول.

17-Saratan99-JAL1.JPG

د (عامه او خصوصي ګډون قانون) اړوند ۳۱۴ ګڼه تقنیني فرمان چې د جرګې کمېسیونونو کې څېړل شوی وو د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون رئیس او غړو له خوا او د (سړک ترانسپورت د تنظیم قانون) په اړه ۲۷۰ ګڼه تقنیني فرمان د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون د رئيس او غړو له خوا مجلس ته وړاندې او تصویب شول.

دغه راز د نړیوالو چارو د کمېسیون رئیس او غړو د تخنیکي- پوځي همکاریو اړوند د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د بېلاروس جمهوریت ترمنځ هوکړه لیک او د فکري نړیوال سازمان د کاپي رایټ معاهده غونډې ته وړاندې کړې چې د جرګې د غړو له خوا تصدیق شوې.

د غونډې په پیل کې فضل هادي مسلم یار د لویدیځ زون د نوموتي قوماندان شهید صفی الله افضلي د شهادت د دري دېرشمې کلیزې څخه یادونه وکړه او د یاد شهید کورنۍ او هرات میشتو سره یې غم شریکي وښوده.

د غونډې آزادو بحثونو کې سناتورانو د روغي جوړی عالي شورا د چارو د نه پیل او د سولې بهیر کې د طالبانو د نه رښتینولۍ په ګډون د حکومت په ځینو ستونزو نیوکه وکړه او وویل، سره له دې چې سوله هېواد کې یوه اساسي او جدي اړتیا ده خو طالبان په خپلو ژمنو رښتینی عمل نه کوي او د تخار، بدخشان او کندوز ولایتونو په ګډون یې یو شمېر سیمو کې پراخ ډله ییز بریدونه په لار اچولي ، چې باید د هېواد امنیتي او د فاعي ځواکونه یې مخه ډب او د اوسني دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ځانته غوره کړي.

17-Saratan99-JAL2.JPG

سناتورانو زیاته کړه د طالب ډلې یو شمېر زندانیان چې له بنده خوشي شوي د ژمنو خلاف د جګړې  لیکو ته تللي او په عملي توګه د هېوادوالو او وسله وال پوځ سره جګړه کوي چې باید دسولې بهیر کې شته ټولې ستونزې لیرې او په یادې ډلې او ملاتړو یې لازم فشارونه راوړل شي چې د تاوتریخوالي لاس په سر او افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.

سناتورانو د حکومت د کابینې د غړو او نورو چارواکو د نوملړ د نه معرفي او د روغې جوړې د عالي شورا د غړو په نه معرفي نیوکه او ټینګار درلود چې ولسمشر او د روغې جوړې د عالي شورا رئیس دې یادو مسایلو ته پاملرنه وکړي او یو قانونمند او ځواب ویونکی حکومت دي جوړ کړي.

د کرونا ویروس څخه د رامنځته شویو محدودیتونو په نسبت د هېوادوالو ترمنځ د فقر او غربت زیاتوالی او پلازمېنه او ولایتونو کې بد امنیتي وضعیت له هغو مسایلو وو چې د سناتورانو له خوا پرې بحثونه و شول او له حکومت یې وغوښتل چې بی وزلو سره د مرستو په موخه لازم پروګرام په پام کې ونیسي او د کابل د  امنیتي وضعیت اړوند دې هم منظم پلانونه طرح او پلي کړي.

 او وویل شول چې حتی د پولیسو ځیني منسوبین جرمي پېښو کې شریک دي ځکه څه موده وړاندې د فراري مجرمینو د موخه ګرځولو پرځای پولیسو د غور ولایت د سناتور محمد داوود غفاري دوه تنه ساتونکې چې په موټرسایکل سپاره وو کابل کې د وسلې په ‌‌‌ډزو سره ټپيان کړل.

د مطرح شویو مواردو جمع بندۍ کې د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار د افغانانو ترمنځ د خبرو په پيل او اوربند په ټینګښت د ټینګار ترڅنګ باعزته سوله د هېوادوالو له پاره یوه جدي اړتیا یاده کړه او ټینګار یې وکړ چې دواړه لوري دې ټول خنډونه او ستونزې حل کړي، همداراز یې وویل چې پرون لغمان ولایت کې امنیتي ځواکونو څو تنه طالبان چې خلکو ته یې د کابل- جلال آباد د لویې لارې په اوږدو کې ستونزې جوړولې، لمنځه یووړل چې ډېری یې له زندانه خوشي شوي بندیان وو چې د خپلو کتبي ژمنو سره سره د جګړو لیکو ته ګرځیدلي وو چې باید د امریکا متحده ایالات د یوه منځګړي په توګه او هم افغان حکومت یادې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او هغه کسان دې له بنده خوشي کړي چې په خپلو ژمنو ولاړ او سوله ایز ژوند غوره کړي.

د مشرانوجرګې رئیس هیله وښوده چې ولسمشر او د روغي جوړي د عالي شورا رئيس دې د کابینې  او روغي جوړي د عالي شورا غړي بشپړ کړي ترڅو نوماند وزیران د ولسي جرګې له خوا د اهلیت، تخصص او شایستګۍ پر بنسټ د باوړ رایې واخلي.

17-Saratan99-JAL3.JPG

فضل هادي مسلم یار د نن ورځې ځینې موارد اړوندو کمېسیونونو ته راجع او وویل، په هغه صورت کې چې حکومتي مسئولان د موجه عذر پرته مشرانوجرګې ته د راتګ ډډه وکړي موضوع به د هېواد جمهور رئيس سره شریکه شي او که لازمه وه د څېړنو په موخه به څارنوالۍ ته وپیژندل شي.

دجرګې رییس د ځینو غړو د غوښتنې سره سم له هېوادوالو وغوښتل چې تراوسه د کرونا ویروس ګواښونه پرځای دي او ټول باید په روغتیایي لارښوونو عمل وکړو او د ګڼې ګوڼې سیمو کې د ماسک او نورو تدابیرو څخه ګټه واخلو او ټولنیز واټن رعایت کړو.