اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د چنګاښ ۱۴ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ لسمه نېټه

د مشرانوجرګې د نن ورځې غونډه چې په دوو برخو کې د مجلس د رئيس فضل هادي مسلم یار او دوېم نایب محمد اکبر ستانکزي په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې یو عنوان د قانون طرحه او یو تقنیني فرمان تصویب شول.

10-Saratan99-JAL1.JPG

10-Saratan99-JAL2.JPG

د (پُستی خدمتونو د قانون طرحه) چې د مشرانوجرګې کمېسیونونو کې څېړل شوې وه د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون د مشر او غړو له خوا وړاندې او تصویب شوه.

10-Saratan99-JAL4.JPG

همداراز د (پلټنې د عالي ادارې قانون) د ځینو موادو د تعدیل او ډېرښت اړوند ۱۵۷ ګڼه تقنینی فرمان چې د جرګې کمېسیونونو کې پرې بحثونه شوي وو د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون د رئيس او غړو له لوري وړاندې او تصویب شو.

10-Saratan99-JAL5.JPG

دغه راز غونډه کې د تخنیکي- پوځي همکاریو اړوند د افغانستان ج.ا. حکومت او بیلاروس حکومت ترمنځ هوکړه لیک او د فکري نړیوال سازمان د کاپی رایټ معاهده ځانګړي کمېسیون ته راجع شول.

د غونډې آزادو بحثونو کې سناتورانو د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ میله بازار کې پرونۍ پېښه یو بشري ضد، دردونکی او نه بښونکی جنایت وباله او  وویل، د راکټ د توغولو له امله شاوخوا څلویښت تنه ملکیان شهیدان او ټپیان شوي چې حکومتي چارواکي باید د دغې بدې  پېښې ټول اړخونه وڅېړي او عاملین یې مجازات کړي.

همدا راز غونډه کې یوشمېر سناتورانو وویل، د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ امنیه قوماندان شاه محمد شاه چې د یادې ولسوالۍ د امنیت په ټينګښت کې ګټور شخص وو پرون د ترینکوټ ښار لومړۍ حوزه کې په مرموزډول په شهادت ورسید او احتمال شته چې دې دسیسه کې د دښمن نفوذي کسان لاس ولري چې باید دغه پېښه په جدي توګه وڅېړل شي.

د غونډې ځینو غړو وویل، دې وروستیو کې د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي د یاد بنسټ څو لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړي چې د نوموړي دغه اقدام د قانون او منل شویو اصولو خلاف دی او زیاته یې کړه، اجمل احمدي چې دافغانستان بانک د سرپرست په توګه ګمارل شوې د هېواد رسمي ژبو او فرهنګ سره هېڅ راز بلدتیا نلري او حتی د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تصدۍ پر وخت د ولسي جرګې له خوا د بې پروایۍ له امله بی واکه شوی وو،چې باید دې موضوع ته رسیدګي وشي.

10-Saratan99-JAL3.JPG

سناتورانو خپلو بحثونو کې هېواد کې د سولې او تلپاتې اوربند په پلي کېدو د ټینګار ترڅنګ د دفاعي او امنیتي ځواکونو تلفات د هېواد د امنیتي، دفاعي او کشفي سکتور دمشرتابه  له خوا د منظم پلان نشتون یاد کړ او وویل، اړتیا شته چې د هېوادوالو د امنیت د ټینګښت او د تلفاتو څخه د مخنیوي په موخه د وسله وال پوځ لا سمبال او مناسبې نظامي طرحې تطبیق شي.

د سولې پروړاندې د امریکا د متحده ایالاتو په غیر متاوزن سیاست نیوکه، د بین الافغاني مذاکراتو د نه پيلېدو څخه اندېښنه،د ملکي افرادو د تلفاتو پر مخنیوي ټینګار او دهوايي بریدونو پرمهال د لازم دقت څخه د کار اخیستنې غوښتنه، د دوو قومونو ترمنځ د ستونزو د حل په موخه پکتیا ولایت ته د حکومت له خوا د پلاوي د لیږد وړاندیز، د پیرودونکو د رضایت پرته د مخابراتي شبکو له خوا د غیر ضروري بستو په فعالولو نیوکه، د غزني ولایت د امنیتي وضعیت څخه اندېښنه، د میدان وردګو ولایت کې د علي پور نومی پورې د تړلو کسانو له خوا د کارګرانو د ربړونې ادعاو ته په رسیدګي ټینګار او ځینې نور مهم مسایل هم آزادو بحثونو کې مطرح شول.

د آزادو بحثونو جمع بندۍ کې دمشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د هلمند ولایت پرونۍ پېښه جنګي جنایت او زړه بوږنوونکې عمل وباله او د غندلو ترڅنګ یې اړوند کمېسیون ته دنده وسپارله چې دا پېښه  دې  له چارواکوسره په جديت وڅېړي، ځکه ملکي تلفات چې د هر لوري لخوا وي د منلو نه دي، همدا راز یې د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ د امنیې قوماندان ترور په کلکو ټکو وغانده او له نوموړي څخه یې د نه وېریدونکې، رښتیني او اتل قوماندان په توګه یادونه وکړه او ټینګار یې درلود  چې د ملي امنیت لوی ریاست دې د نوموړي د وژنې څرنګوالی وڅېړي.

10-Saratan99-JAL6.JPG

د مشرانوجرګې رئيس په داسی حال کې چې د ملکي افرادو او وسله وال پوځ د تلفاتو له امله اندېښنه وښوده د امریکا متحده ایالاتو یې وغوښتل ترڅو د رښتینې سولې د ټینګښت له پاره لازمه مرسته وکړي او د سولې بهیر په اجندا کې دې له پوره دقت څخه کارواخلي او د هغوی پروړاندې چې هره ورځ د افغانستان وګړي په شهادت رسوي بی تفاوته نه پاتې کیږي او هم دې امریکا د سیاسي لوی متحد په توګه د افغانستان لوري سره خپلې ژمنې عملي کړي.

د مجلس رئيس له ولسمشره وغوښتل چې د حکومت د بشپړېدو په موخه دې د خپلې کابینې غړي ولسی جرګې ته وپېژني او هیله یې وښوده چې یاده جرګه دې د نوماندانو اهلیت او د هېواد شرایطو ته په پام سره د دوی پروړاندې پرېکړې وکړي.

10-Saratan99-JAL7.JPG

د مشرانوجرګې رئيس د افغانستان بانک یو شمېر مسئولانو سره د یاد بانک د سرپرست چلند د قوانینو او اصولو خلاف کار وګڼه او ویې ویل، نوموړي صنعت او سوداګرۍ وزارت کې هم د خپلې سرپرستۍ په موده کې د یاد وزارت یوشمېر مامورین په غیر قانوني توګه له دندو ګوښه کړي دي، او د ملي اقتصاد کمېسیون ته یې دنده ورکړه چې یاد موارد دې په جدي توګه تعقیب کړي. په پاي کې یې د حکومتي چارواکو وغوښتل چې پکتیا ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ ستونزې ته سملاسي رسیدګي وکړي.