اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د چنګاښ ۱۴ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ نهمه نېټه

د مشرانو جرګې یو شمېر کمېسیونونو نن د بېلا بېلو مواردو اړوند غونډې او بحثونه وکړل.

د کمېسیون د رئيس لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه کې د پستي خدمتونو قانون طرحې اړوند د کمېسیون لیدلوری او وړاندیزونه وروستي او وپتییل شوه چې د بحث او پرېکړو په موخه دې عمومي ناستې ته وړاندي شي.

دغه راز غونډه کې وپتییل شوه چې د ترانسپورت وزارت  دحقوقو برخې مسئولان دې په یوې غونډه کې حاضر او د سړک ترانسپورت قانون اړوند د جمهور رئیس تقنینی فرمان په اړه دې څرګندونې وړاندي کړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې وپتییل شوه چې د ترانسپورت وزارت سرپرست دې د یادې ادارې د اړوندو مسئولانو سره د کمېسیون یوې غونډې ته حاضر او د هېواد هوایی ډګرونو کې د کرونا ویروس څخه د رامنځته شویو ستونزو په باب دې نظریې بدلې کړي.

9-Saratan99-Mukhabirat.jpg 

د کمېسیون د رئيس مولوي عبدالوهاب عرفان په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون غونډه کې د عامه او خصوصی ګډون قانون اړوند د افغانستان اسلامي جمهوری دولت د جمهور رئیس د ۳۱۴ ګڼې تقنینی فرمان د ځینو موادو اړوند بحث او د لا څېړنو په موخه راتلونکو ناستو ته وځنډول شو.

9-Saratan99-Mali.jpg 

د کمېسیون د رئيس ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو د چارو د کمېسیون ناسته کې روغتونونو د امکاناتو او په ځانګړې توګه د اوکسیجن، درملو، روغتیایی پرسونل د کمښت او او د کوئید نولس ناروغانو ته د ځانګړو پیسو د خوړلو څخه اندېښنه څرګنده شوه او ټینګار وشو چې مسئولان دې خپلې دندې په سمه توګه ترسره او په دې حساسو شرایطو کې دې د فساد او ناوړه ګڼې اخیستنې مخه ونیسی.

د غونډې په بله برخه کې ایران کې د استوګن کډوالو د ستونزو اړوند خبرې وشوې او څرګنده شوه چې یاد هېواد کې د کډوالو زورول او ورسره ناسم چلند د ټولو نړیوالو موازینو او بشری حقونو خلاف کار دې او ټینګار وشو چې د بهرنیو چارو وزارت دې په ایران کې د کډوالو اړوند قضیې په جدي توګه وڅيړي.

9-Saratan99-Aqwam.jpg 

د کمېسیون د رئيس انجنیر حسیب الله کلیمزی په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون غونډه کې د سړک ترانسپورت د تنظیم قانون اړوند د جمهور رئیس تقنینی فرمان اړوند د غړو لیدلوری او وړاندیزونه ځانګړي کمېسیون ته راجع شول.

د غونډې بله برخه کې سناتورانو هېواد کې د ناامنیو د زیاتوالي او په ځانګړې توګه د افرادو او اشخاصو د وژنې حخه اندېښنه څرګنده شوه او ټینګار وشو چې د کورنیو چارو وزارت دې د هېوادوالو د لا ښه امنیت د ټينګښت په موخه لازمه پاملرنه وکړي.

د غونډې وروستۍ برخه کې د ټولو هېوادونو سره د ملي شورا مشرانو جرګې د دوستۍ کمېټو د رامنځته کولو اړوند خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.

9-Saratan99-Bio.jpg