اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د چنګاښ ۱۴ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۷ مه

د مشرانو جرګې یو شمېر کمېسیونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د کمېسیون د رئيس سید صفی الله هاشمي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون ناسته کې د سړک ترانسپورت د تنظیم اړوند تقنینی فرمان او د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د بین الپارلماني دوستۍ کمېټې د جوړېدو اړوند خبرې او د بحث پاتي برخه راتلونکو ناستو ته وځنډول شوه.

همدا راز غونډه کې د سولې خبرو اترو څخه د ملاتړ ترڅنګ ټینګار وشو چې باید دواړه لوري هېواد کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت په موخه خپلې ټولې هڅې په لار واچوي ترڅو کړیدلي ولسونه د سولې او هوساینې فضا کې ژوند وکړي.

دغه راز غونډه کې د کمېسیون غړوهېواد کې د ناامنیو د زیاتوالي او په ځانګړې توګه بېلا بېلو سیمو کې د افرادو او اشخاصو د وژلو څخه اندېښنه وښوده او ټینګار یې وکړ چې د کورنیو چارو وزارت دې د افرادو د وژنې او ناامنیو د زیاتوالي څخه د مخنیوی په موخه منظم پلانونه ترلاس لاندي ونیسی.

د غونډې په پاي کې کمېسیون د هغو مرستو د حیفو میل څخه چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه ځانګړې شوې وی او پاکستان ته د مصنوعي ساه اخیستنې د دوه دېرشو د ستګاو د قاچاق اړوند ضدونقیص څرګندونې په بحث کې راوړې او ټینګار وشو چې د عامې روغتیا وزارت دې دې برخې ته پاملرنه وکړي.

7-Saratan99-Bio.jpg 

د کمېسیون د رئيس مولوي عبدالوهاب عرفان په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون ناسته کې د پلټنې عالي ادارې قانون د ځینو موادو د تعدیل او ډېرښت اړوند ۱۵۷ ګڼه تقنینی فرمان اړوند خبرې او وپتییل شوه چې د یاد قانون اړوند د حکومت د دلایلو په هکله به راتلونکو ناستو کې پرېکړه وشي.

دغه راز غونډه کې د پرختیایی بودجې د درېیمه ګڼې ضمیمی ابلاغیې او د حج او اوقافو وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال د پروژو اړوند معلوماتي رپوټ په اړه بحثونه وشول او له یاد وزارته وغوښتل شول چې د ټولو هېواد جوماتونو او دینی مدرسو د جوړطدو پروژو د کار د پرمختګ اړوند دې بشپړ رپوټ وړاندي کړي.

7-Saratan99-Mali.jpg 

د کمېسیون د مرستیالې سهیلا شریفي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون غونډه کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي اړوند د وروستیو رپوټونو په اړه بحثونه وشول.

غونډه کې یادونه وشوه چې د کرنتین ورځو کې د رسنیو د رپوټونو پربنسټ کورنیو کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ۲۵۰ پېښې ثبت شوي چې عمده علل او عوامل یې فقر، په نشه یی توکو د کور د مشر روږدوالي، د کوچني سن نجونو اجباري ودونه او ځینو نور مسایل دي چې زیاتره یاد موارد د ښځو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، حج او اوقافو او ع دلیې وزارت بی کفایتی او بی مسئولیتی ده، باید مسئول ارګانونه د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي څخه د مخنیوی په موخه لازم او د منلو وړ تدابیر ونیسی.

د غونډې په بله برخه کې د اړوندو ارګانونو وغوښتل شول چې د جبری ودونو او تاوتریخوالي قضایاو د څېړنې اړوند خپل رپوټ په لیکلی توګه کمېسیون ته راولیږي تر څو پر بنسټ یې مقتضی پرېکړې وشي.

7-Saratan99-Zanan.jpg 

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون غونډه کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د د پالیسۍ مسلکي مرستیال او د لویې څارنوالۍ ادارې د احکامو د تنفیذ عمومي رئيس د زندانونو د وضعیت او د بخښنې او تخفیف فرمانونو د پلي کېدو د څرنګوالي اړوند څرګندونې وړاندي کړې.

د زندانونو چارو د مسلکي پالیسۍ مرستیال د زندانونو وضعیت د قناعت وړ ونه ګڼه او ویې ویل، د وضعیت د ښه والي په موخه یې لنډ مهاله او اوږدمهاله پلانونه طرح شوي او د پلي کېدو په حال کې دي او زیاته یې کړه چې تراوسه ۱۱۲۵۰ تنه زندانیان د هېواد جمهور رئیس له خوا له بنده خلاص شوي او هڅه کیږي چې د زندانونو اداره د دندو په تفکیک او جمهور رئيس د فرمان سره سم ملکي کړاي شي.

نوموړي د نشه یی توکو د قاچاق او زندانونو کې د فساد د شتون او ځینو نورو زورونو د شتون څخه د یادې ادارې د فعالیتونو اړوند اندېښنه او وویل، د یادو ستونزو څخه د وتو او مرکزی زندان ته د بګرام څخه د بندیانو د انتقال له پآره هم تدابیر شته او ډاډ یې ورکړ چې د یادې ادارې د اجرااتو رپوټ به په لیکلی توګه کمېسیون ته راولیږ.

ورپسې د څارنوالۍ د حکمونو د تنفیذ رئيس د یادې ا دارې د کړنو اړوند کمېسیون ته د قناعت وړ څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې یادې ادارې باید د ټولو بنسټونو په همکارۍ د زندانونو د وضعیت د ښه والي په موخه لازم تدابیر ونیسی. دغه راز غونډه کې د عامه ګډون قانون اړوند خبرې او د بحث پاتي برخه راتلونکو ناستو ته وځنډول شوه.

7-Saratan99-Adli.jpg 

د کمېسیون د رئيس الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه کې د ملکي هوایی چلند ادارې د رئیس او د کام ایر او آریانا افغان هوایی شرکتونو د مسئولانو څخه د کورنیو او بهیرنو الوتنو د ستونزو د څرنګوالي، د الوتنو ټکټونو د بیو د لوړوالي، د ټکټونو بدلولو کې د شرکتونو له خوا د بی مورده پيسو اخیستو، د آریانا شرکت ته د نوی الوتکې د پېر، د باختر ایرلاین د الوتنو د پیل، بند پاتي شویو هېوادونو کې د افغانانو د انتقال او ځینو نورو مواردو اړوند پوښتنې مطرح شوې.

دوي د څرګندونو د وړاندي کولو ترڅنګ وویل، د کرونا ویروس خپرېدو سره د نړۍ په چه هوایی خدمتونو میلیاردونه ډالر تاوان کړې او هم افغانستان هم له دې پلوه زیانمن شوې او د مالي کال دویمی ربعې د هېواد عواید اتیا سلنه کم شوي چې یواځي آریانا افغان هوایی شرکت شاوخوا دولس میلیونه ډالر او کام ایر شرکت شاوخوا شل میلیونه ډالر زیان لیدلی او ټاکل شوې کابینه د کورنیو شرکتونو څخه د ملاتړ او د مالي فشارونو څخه د مخنیوی په موخه د یادو شرکتونو پور په قسط وار توګه منظور کړي او همدا راز د لندینګ خدمتونو فیس په افغانیو چارج کړي او زیاته یې کړه چې د ملکي هوایی چلند اداره د کرونا بیړنیو شرایطو کې شرکتونو او هوایی ډګرونو کې دوه کړنلارې برابری کړي او په نږدې راتلونکې کې به یې کاپی د کمېسیون واک کې ورکړي.

مسئولانو وویل، د ملکي هوایی چلند ادارې د بهرنیو شرکتونو الوتنې چې یو اړخیزه وی ونه منلې او دم ګړۍ یو شمېر بهرنیو شرکتونو خپلې الوتنې پيل کړي او د اماراتو هوایی شرکتونو په شان یو شمېر نورو شرکتونه د جولای د لسمې څخه او د عربستا هوایی الوتنې د جولای د لومړۍ حخه په فعالیت پیل کړې کوي.

مسئولانو د خپلو څرګندونو په دوام کې د کرونا ویروس اړوند مسایلو په موخه د عامې روغتیا وزارت سره د ستونزو څخه یادونه او ویې ویل، د کرنتین په لړ کې د ملکي هوایی چلند ادارې د آریانا او کام ایر شرکتونو سره په همکارۍ شاوخوا دوه سوه الوتنې کړي او هغه افغانان چې هند، عربستان، ترکیې او اماراتو کې بند پاتي وو افغانستان ته انتقال کړي دي.

غونډه کې آریانا هوایی شرکت ته د لازمونو واکونو د ټینګار ترڅنګ وویل: ټاکل شوې د آریانا شرکت د ازبیکستان ملي شرکت څخه دوه الوتکې وپيري چې په دې کې اتیا سلنه پرمختګ شوې او زیاته یې کړه چې د ملکي هوایی چلند ادارې د اووه سوه میلیونو ډالرو په ارزښت چې په دې کې داسی ترمینل شامل دې چې په کال کې د پنځو میلیونو کسانو ظرفیت لري، او همدا راز پنځه ستوری هوټل او درې نوری پروژي شاملي دي چې د ۲۰۲۰ کال ترپایه به یې قرارداد وشي.

کمېسیون د مسئولانو د څرګندونو په اورېدو سره د لا زیاتو خدمتونو د وړاندي کولو په موخه یو لړ وړاندیزونه وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې شته ستونزې د اړوندو بنسټونو سره شریکي کړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د پستي خدمتونو د تنظیم قانون طرحې اړوند بحث او د پرېکړو په موخه راتلونکې ناستې ته وځنډول شو.

7-Saratan99-Mukhabirat.jpg 

د کمېسیون د رئيسی ګل احمد اعظمي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غونډه کې د غور ولایت د فیروز کوه ښار د پشته پوزه لیج شرق کلي د اوسېدونکو شکایت د عدلیې وزارت د دولتی قضایاو رئيس سره مطرح شو.

غوڼده کې یادونه وشوه یاد اوېدونکې د اویاو کلونو راهیسې لازم اسناد په واک کې لري خو د دولت قضایاو د دوي په ملکیت ادعا کړي ده.

د عدلیې وزارت د قضایاو رئیس د یادې موضوع څخه بی خبری وښوده او د مکتوب متن چې د ادارې د پخواني سرپرست له خوا لاسلیک شوې وو د اداری ادبیاتو لیری وګڼل شو او وویل شول په هغه صورت کې چې یاد اوسېدونکې د حیثیت ادعا وکړي موضوع به لویې څارنوالۍ ته ولیږل شي.

د غونډې بله برخه کې د کام ایر، صنعتی پارکونو او د څېړنو د عالي ادارې پر وړاندې د بایونر ګروپ او سیور ساختمانی شرکتونو شکایت واورېدل شو او وپتییل شوه چې موضوع دې موضوع دې مالي او سوداګریزو مسایلو څخه د پویو کسانو سره حل او فصل شي.

همدا راز د ترانسپورت وزارت د کارکوونکو شکایت د یاد وزارت سرپرست او د مالیې وزارت د بودجې اجراائیوی مشر سره مطرح شوه.

دوي وایی چې د ترانسپورت وزارت د لزوم دید پربنسټ د لوړو زدکړو د دوام په موخه د دنیا خصوصی پوهنتون ته پیژندل شوي او دم ګړۍ چې تحصیل یې پای ته رسیدلی د دنیا پوهتون د حکومت له خوا د فیس د نه ورکړې په نسبت د دوي د فراغت سند نه اجرا کوي.

کمېسیون د مسئولانو د څرګندونو په اورېدو سره پرېکړه وکړه چې یادې ادارې دي په همغږۍ سره یاده ستونزه حل کړي.

د غونډې په پاي کې د فاریاب او ارزګان ولایتونو د معلولینو او شهیدانو د وارثانو د حقوقو او امتیازونو د نه ورکړې څخه راغلي شکایتونه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت معین سره مطرح شول.

7-Saratan99-Shikayat.jpg 

یاد معین د څرګندونو د وړاندي کولو ترڅنګ وویل د کرنتین او اقتصادي عذر له مخې د دوي شپږ میاشتینی حقوق په روان کال کې ورکول شوي او که شکایت شتون ولري ورته به رسیدګي وشي.

د کمېسیون د رئيس محمد نادر بلوچ په مشرۍ او د کمېسیون د غړو په ګډون د مشرانو جرګې د عامه هوساینې او چاپيریال ساتنې د کمېسیون پلاوی د خپلو څارنیزو کتنو په لړ کې نن د سری میاشتې د افغاني ټولنې د مرکزی دفتر څخه لیدنه وکړه.

د کمېسیون پلاوی د ډاکټرانو بستونو د رقابتي سیالیو اخیستو بهیر څخه د څارنې ترڅنګ چې ټاکل شوې د یادې ټولنې د کوئید نولس ځانګړي روغتون کې استخدام شي، د یاد بنسټ ځیڼې شته ستونزې یې د یادې ټولنې د مرستیال، سرپرست او یو شمېر ریسانو په حضور سره په بحث کې مطرح کړې.

غونډه کې لومړی د یادې ادارې مرستیال او سرپرست د سری میاشتې اړوند د ځینو کارونو په اړه معلومات او وویل، سره میاشت یوه پری بنسټ دې او هڅه کوي چې یاد اصل وساتي او ټاکل شوي موخې پلي کړي.

ورپسې د روغتیایی، املاکو، کورنۍ پلټنې، مالي او حسابي او د یاد بنسټ د حقوقی چارو ریسانو د خپلو کاری اړوندو برخو د اجرااتو، د خان اړوند ښارګوټي د ځمکو د ویش د څرنګوالي، د قرارداد ته د ملکیتونو د وړاندی کولو، د کوئید نولس روغتون د تیارولو بهیر، مالي چارو، عوایدو د راټولولو او ځینو نورو مواردو اړوند څرګندونې وړاندي کړی.

7-Saratan99-Rifai.jpg

د مسئولانو د څرګندونو د اورېدو وروسته، د عامه هوساینې د کمېسیون رئيس محمد نادر بلوچ د اداری د مشرتابه د نه حضور، د لوړو پوړو چارواکو ترمنځ د ستونزو او د افغاني سری میاشتې ښارګوټي د استوګنې نمرو ویش کې د ستونزو د شتون په شان نیمګړتیاو کې د افغاني ټولنې د کارکوونکو بی پریتوب څخه یادونه وکړه او هم ټینګار وشو چې د اړوندو برخو ریسان دې دنننۍ ناستې د یادونې سره سم د راتلونکې غونډې جوړېدو پروي لازم معلومات برابر ترڅو په رڼا کې یې پرېکړه وشي.