اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د چنګاښ ۱۴ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ څلورمه
د مشرانو جرګې کمېسيونونو نن د بېلابېلو موضوګانو اړوند غونډې او بحثونه وکړل.
د کمېسيون د رئیس مولوي عبدالوهاب عرفان په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسيون غونډه کې د عامې روغتيا وزارت سرپرست، د ياد وزارت مالي او اداري مرستيال، مالي رئیس او د پارلماني اړيکو مسوول سره د کورنيو او بهرنيو قراردادونو، د کرونا ويروس سره د مبارزې په موخه د طبي وسايل او تجهيزاتو د پېرنې او د ياد ويروس سره د مبارزې د ولايتي کمېټو د فعاليتونو اړوند خبرې وشوې.
د کمېسيون غړو قراردادونو کې د فساد د شتون، هېواد ته د طبي اړتيا وړ توکو وارداتو کې د ځنډ او د کرونا ويروس د اخته ناروغانو د تشخيص په موخه پلازمېنه او ولايتونو کې د وسائلو د نشتوالي، ظرفيت د کمښت، بې پامۍ، کم کارۍ او فساد د شتون اړوند د خلکو د اندېښنو په اړه شکايتونه مطرح کړل.
وروسته د عامې روغتيا وزارت سرپرست د سااخيستنې د مصنوعي ماشينونو او آلمان، چین او نورو هېواد څخه د نورو وسايلو د پېر، د کورنيو شرکتونو سره د قرارداد، پلازمېنه او ولايتونو کې د لګښتونو، د ګاونډيو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د مرستو او د پژواک خبري اژانس د رپوټ اړوند معلومات وړاندې کړل.
د کمېسيون غړو د عامې روغتيا وزارت د سرپرست او مسئولانو د رپوټونو د اورېدو ترڅنګ ټينګار وکړ چې دوي بايد د بودجې د لګښت، د قراردادونو د تړلو، د جنسونو او او طبي وسایلو د پېر او د ولايتي کمېټو د فعاليتونو څخه جدي او دقيقه څارنه وکړي.
همدارنګه پرېکړه وشوه چې د عامې روغتيا وزارت دې د قراردادونو کاپيانې او ټول اسناد، د پېرنې نوملړ او د کرونا ويروس سره د مبارزې په موخه د متفرقه لګښت څخه پوره رپوټ د ملي اقتصاد کمېسيون ته راوليږي.

4-Saratan99-Mali.JPG
د کمېسيون د رئیس الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کميسيون غونډه کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښاروالیو معين په نه ګډون د نيوکې ترڅنګ د کمېسيون مشر د يادې ادارې د تخنيکي رئیس او پلټنې مشر په حضور وويل چې د روداتو ولسوالۍ ډېری مشران او استازي د جلال اباد ښار د نهمې ناحيې په غیرقانوني او غير معياري جوړېدو ناخوښه دي ځکه د يادې ولسوالۍ د خلکو خوښه، مساحت او وګړي په پام کې نه دي نیول شوي چې له همدې امله يې خپل شکايت کمېسيون سره شريک کړې او د لسمې ناحيې د جوړېدو غوښتنه يې کړې له دې پرته د په خپل ځاي د پاتې کیدو غوښتونکي دي.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مسئولانو وويل چې په دې برخه کې د جلال اباد ښاروالۍ اقدام غيرقانوني دې او د ناحيې د جوړېدو معيارونه په پام کې نه دي نیول شوي او د شته کړنلارې سره په ټکر کې قرار لري ځکه د ناحيې جوړېدو کې د خلکو خوښه او ژمنه اساسي شرط دې او بايد حداقل لس زره وګړي، پنځه کيلو متره مساحت او د ښار د صفايۍ په موخه د اوسېدونکو ژمنه لازمه ده چې د دې ناحيې په جوړېدو کې داسې اقدام نه دی شوې.
د بحثونو وروسته پرېکړه وشوه چې د جلال اباد ښاروالۍ د نهمې ناحيې رامنځته کول يو خپلسرې عمل او د کړنلارې خلاف دې او په کې د ناحيې د جوړېدو معيارونه هير شوي دي نو له دې امله ياده ناحيه غير قانوني ده. د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره مکلفه ده چې د مسئولانو خپلسري او غيرقانوني فعاليتونو مخه ونيسي او همدارنګه د د نهمې ناحيې مساحت محدود کړاي شي او له سيمې څخه دې د ثمرخېلو حق العبور د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ښار په طرف او د ثمرخېلو حق العبور څخه دې د روداتو په طرف د روداتو ولسوالۍ اړوند شي.
په پای کې د پستي خدمتونو د تنظيم قانون طرح د افغان پست خدمتونو د مسئولانو په ګډون سره بحث او وپتييل شوه چې د ياد قانون طرحه دې د راتلونکي اونۍ د شنبې ورځې غونډه کې وروستۍ شي.
4-Saratan99-Mukhabirat.JPG

د کمېسيون د رئیس انجینر حسيب الله کلیمزي په مشرۍ د نړيوالو چارو د کمېسيون غونډه کې هېواد ته د کورنيو او بهرنيو الوتنو د پيل څخه هرکلې وشو او ياد بهير د اقتصاد د پرمختګ او عوايدو د زياتوالي په موخه مهم وګڼل شو همداراز وویل شول چې هڅه دې وشي چې د قرنطين موده کې رامنځته شوي زيانونه د امکان تر بريده جبران شي.
د غونډې په بله برخه کې د بين الپارلماني دوستۍ کمېټو د جوړېدو په اړه د خبرو ترڅنګ د عامه او خصوصي ګډون د قانون اړوند د ولسمشر د 314 ګڼه تقنيني فرمان ولوستل شو او د غړو نظرونه اړوند کمېسيون ته ولېږل شول

4-Saratan99-Bio.JPG
د کمېسيون د رئیس ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسيون غونډه کېلاندې موارد تربحث لاندې راغلل.
په سر کې د پژواک خبري اژانس د رپوټ د خپراوي موضوع چې په کې پاکستان ته د عامې روغتيا وزارت د مصنوعي ساه اخيستنې د32 ماشينونو د قاچاق ادعا او د کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د روغتيا خصوصي سکتور فعاليت د ياد وزارت مالي او اداري مرستيال او د خصوصي سکتور د رئیس په حضور کې مطرح شوه.
ياد معين د پژواک خبري اژانس د رپوټ په اړه وويل،د عامې روغتيا وزارت ټولو ولايتي ريسانو ته لارښوونه کړې چې نن د خپلو مصنوعي ساه اخيستنې ماشينونو شمېرنه وکړي او نوملړ يې په رسمي توګه وزارت ته وړاندې کړي.
د عامې روغتيا وزارت معين د کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د خصوصي سکتور د فعاليت د تجويز د څرنګوالي اړوند وويل چې د روغتيا د نړېوال سازمان د معيارونو د تکمیل اړوند مشروطه اجازه ورکړل شوې خو تراوسه د يوه خصوصي روغتون پرته هغه هم د عامې روغتيا وزارت او روغتيا نړيوال سازمان په همکارۍ تيار شوې او په وړيا توګه فعاليت لري، بل کوم خصوصي روغتون لاز معيارونه نه دي برابر کړي.
د نوموړي د څرګندونو د اورېدو وروسته د کمېسيون غړو د پژواک خبري اژانس مستندې ادعاوې د تأمل وړ وګڼلې او د ساه اخيستنې د مصنوعي هر ماشين د سريال نمبر په وړاندې کولو يې ټينګار وکړ او پرېکړه وشوه چې د معلوماتو د وړاندې کولو په موخه دې د عامې روغتيا وزارت سرپرست د د خپل معين سره يوځای د پژواک خبري اژانس د مسئولانو په حضور کې د شنبې ورځې غونډه کې ګډون وکړي

4-Saratan99-Shikayat.JPG
د شکایتونو د اوریدو کمیسیون غړو په خصوصي سکتور د عامې روغتيا وزارت څارنه نقد او د مستندو مواردو په وړاندې کولو سره يې زياته کړه چې دم ګړۍ د سيټي لابراتوار په ګډون يو شمېر روغتونونه او لابراتوارونه د عامې روغتيا وزارت د تجويز پرته په غيرقانوني توګه د کوئيد نولس ناروغانو د تشخيص په برخه کې فعاليت کوي چې بايد د ياد غيرقانوني فعاليتونو مخه ونيول شي او که چېرې زورواکي ممانعت وکړي کمېسيون دې خبر کړاي شي.