اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د چنګاښ ۱۴ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ۳مه نېټه

د مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د سه شنبې ورځې عمومي غونډه کې د یوه عنوان تقنیني فرمان د تصویب سربېره سناتورانو د هېواد امنیتي او ټولنیز وضعیت په اړه  خپلې نظریې مطرح کړې.

3-Saratan99-JAL1.JPG

د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د ځینو موادو د تعدیل اړوند ۲۶۹ ګڼه تقنیني فرمان چې د مجلس کمېسیونونو کې پرې بحثونه شوي وو، د تقنیني،عدلي او قضايي چارو د کمېسیون د رئیس او  غړو له خوا غونډې ته وړاندې او تصویب شو.

3-Saratan99-JAL3.JPG

د ناستې آزادو بحثونو کې سناتورانو وویل، په داسی حال کې چې د سولې خبرو اترو درشل کې یو طالبانو تیره اونۍ د هېواد ۳۲ ولایتونو کې د ۴۰۰ زیات پوځي عملیات وکړل چې پوځي او ملکي کسانو ته یې بې ساري تلفات واړول چې باید امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو او نورو ترهګرو د شومو پلانونو او دسیسو د شنډولو په موخه خپلې د جګړې ستراتیژۍ کې لازم بدلون راولي او دښمن ته قاطع ځواب ورکړي.

ځینو غړو څرګنده کړه چې د افغانستان د جګړې او سولې پروړاندې د بهرنیو د ناسم سیاست په پایله کې د هېواد د امنیتی او دفاعي ځواکونو جنګي مورال او انګېزه کمزورې شوې او د معلوماتو پربنسټ دم ګړۍ د هېواد په شمالي څو ولایتونو کې دوسله وال پوځ او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده او اړینه ده چې د دښمن د ټکولو په موخه د سیمه ایزو پاڅونولو څخه ملاتړ او غوره پوځي تدارکات ورته برابر شي.

د شیرشاه سوري جامع جومات د خطیب مولوي عزیزالله مفلح د شهادت په ګډون کابل ښار کې د جنایي جرمونو او ځنځیری وژنو د زیاتوالي، د هېواد دمطرح لیکوال او شاعر اسدالله ولولجی د مېرمن او لور شهادت ، د کابل ده سبز ولسوالۍ کې د پنځو څارنوالانو ترور او کاپيسا کې نن د یوه قاضی د وژل کېدو په اړه  دجرګې غړو تند غبرګونونه وښودل او ټینګار یې درلود چې حکومت دې د هېوادوالو په خاص ډول د علماو او د عدلي او قضایی ارګانونو د کارکوونکو د امنیت د ټینګښت په موخه لازم تدابیر ونیسي.

دغه راز یادونه وشوه چې په دې وروستیو کې د کابل- بدخشان لویه لار د مرګ په سړک بدله شوې او هر ورځ  د دښمن لخوا پوځیان تر پیژندل کېدو وروسته په شهادت رسیږي،  چې باید د دې لارې او نورو عمومي لارو د امنیت د نیولو او د پوځیانو د خوندي انتقال په موخه اړین اقدامات وشي.

غونډه کې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ځانګړو شویو پیسو د حیف و میل د احتمال، د زیاتو پیسو په بدل کې دخصوصي روغتونونو لخوا د کوئید ۱۹ ناروغانو د درملنې د ځانګړتیا او ځینو نورو مسایلو په اړه هم خبرې او څرګنده شوه چې  د پژواک خبري آژانس د راپور له مخې د مصنوعي ساه اخیستو ۳۲ دستګاوې له هېواده پاکستان ته قاچاق شوي او امکان شته چې یادې دستګاوې له عامې روغتیا وزارت څخه غلا شوي وي چې د هرې دستګاه بیه یې له ۱۸ زرو  تر ۲۵ زرو ډالرو ارزښت لري او باید دغه موضوع په جدي توګه وڅېړل شي او پایله یې سنا مجلس او عامو خلکو سره شریک شي.

یو شمېر سناتورانو وویل، په دې وروستیو کې د میدان وردګو ولایت بهسود ولسوالۍ کې د علي پور په نوم  خپل سري او غیرمسؤل وسله وال قوماندان د خصوصي شرکت انجنیران او کارکوونکې چې ډېری یې د بدخشان ولایت اوسېدونکې وو د ټولو ملي او اسلامي قوانینو خلاف ربړولي چې د نوموړي دغه کار قومي تبعیضاتو ته لمن وهل دي او یاد شخص باید تر جدي پوښتنو لاندي ونیول شي.

3-Saratan99-JAL2.JPG

د ناستې غړو اوسنیو شرایطو کې د تحصیل د لوړ فیس څخه د لیسانس او ماسټرۍ دورې د خصوصي برخې د یو شمېر محصلانو شکایت او په انلاین ډول د تدریس د ځانګړتیا موضوع هم مطرح کړه او وویل شول چې د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو دکمېسیون پلاوي د لوړو زدکړو وزارت سرپرست سره خبرې کړي چې نوموړي د فیس د کمښت او په آنلاین ډول محصلانو ته تدریس او د دوی د حضوری ازموینې په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د مالیې وزارت د ۶۸ کارکوونکو د غیر قانوني ممنوع الخروجۍ په ځانګړتیا نیوکه، د تورو شیشو موټرو پاکولو کې د کابل ښار د امنیتي ارګانونو پرمقطعي کړنو نیوکه، د سمنګانو ولایت  سیلاب ځپلو ته په رسیدګۍ ټینګار، د ولسي جرګې د یوه غړي په ملاتړ میدان وردګو ولایت کې کوچیانو سره د نامناسب چلند څخه اندېښنه، د سولې بهیر کې د ښځو په زیات رول ټینګار، ملي دفاع وزارت کې د ملي شورا غړو د کتنو د محدودیت د لیرې کېدو غوښتنه او ځینې نور مسایل هم بحثونو کې مطرح شول.

د بحثونو په جمع بندۍ کې د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار د هېواد وروستیو ټولو شهیدانو روحونو  ته د دعا سربېره ژمنه وکړه چې امنیتي ستونزې او د تلفاتو زیاتوالی به ولسمشرسره مطرح او هم به یې د دفاعي، امنیتي او کشفی سکتور مشرتابه سره شریکې کړي، همدا راز یې د مجلس د دفاعي چارو او کورني امنیت کمېسیون ته دنده ورکړه چې بېلا بېلو سیمو کې د ناامنیو او د امنیتی منسوبینو د تلفاتو زیاتوالي له پلوه د هېوادوالو اندېښنې د یادو بنسټونو لوړپوړو چارواکوسره  وڅيړي او پایله دې یې جرګې سره شریکه کړي.

د مجلس رئيس د پژواک خبري آژانس د وروستي رپوټ اړوند چې په کې پاکستان ته د مصنوعي ساه اخیستو ماشینونو د قاچاق ادعا شوې، وویل: په دې برخه کې د مشرانوجرګې پرېکړه دا ده چې د ملي امنیت لوی ریاست دې د پژواک خبري اژانس سره په ګډه کار وکړي او د موضوع څرنګوالی دې په هراړخیزه توګه وڅيړي که چيرې یې حقیقت درلود مشرانوجرګه به د هغو اشخاصو پروړاندې چې داسې ملي خیانت یې کړی وي، ودریږي او د سختو مجازاتو غوښتنه به یې وکړي.

فضل هادي مسلم یار یوځل بیا د ډاکټر محمد ایاز نیازي او مولوي عزیزالله مفلح په ترور سخته خواشیني وښوده او له امنیتي بنسټونو یې وغوښتل ترڅو د علمای کرامو دامنیت په خوندیتوب کې جدي اقدامات وکړي او هم دې د ډاکټر محمد ایاز نیازي او مولوي عزیزالله مفلح د شهادت د قضیو عاملین ونیسي.

3-Saratan99-JAL4.JPG

د جرګې رئيس زیاته کړه،سنامجلس هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې ملاتړ کوي او د ملي روغې جوړې د عالي شورا سره هرراز همکاریو ته چمتووالی لري او هیله ده چې د یادې شورا مشرتابه د سولې په اړه روانې هڅې چټکې کړي.

د مشرانوجرګې رئيس د بدخشان ولایت د سناتورانو د څرګندونو له مخې چې ګواکې د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ کې عليپور نومی غیر مسئول وسله وال د یوه شرکت کارکوونکي چې ډېری یې د بدخشان اوسېدونکي دي، شکنجه کړي وویل: مرکزي حکومت او محلي اداره  پدې اړه باید ځواب ووایي او د نوموړي د خپلسریو مخه دې ونیسي ځکه هیڅوک له قانون پورته نه دی او که چیرې څوک قانون ته درناوی نه کوي یاغي او باغي شمېرل کیږي.