اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د چنګاښ ۱۴ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۲۶ نېټه

د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ایزدیار نن د خپل کار په دفتر کې د افغانستان د ديپلوماتانو انجمن سره وکتل.

کتنه کې د مشرانو جرګې لومړي مرستيال په داسې حال کې چې د جرګې دويم نايب محمد اکبر ستانکزي، د مجلس منشي مولوي عبدالله قرلق او منشي نائب ډاکټر محمد فيصل سميع حضور درلود وويل چې دغه بنسټ بايد هڅه وکړي چې د خپلو تخصصي نظريو په وړاندې کولو، ګټورو مشورو او د ارزښتمندو تجربو څخه په ګټې اخيستنې سره د ملي ګټو د تحقق او نړيوالو ټولنو کې د هېواد ځايګاه د لوړېدو په برخه کې ګټه ورسوي او مشرانو جرګه په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته ژمنه ده.

26-Jawza99-MUL1.jpg

وروسته د افغانستان د ديپلوماتانو ټولنې په استازيتوب خالد ذکريا د ياد بنسټ د موخو او پروګرامونو او په لوړه کچه د تقرريو د څرنګوالي او بهرنيو چارو وزارت کې د ټيټې کچې ډيپلوماتانو د غاړي ته کولو يادونه وکړه، زياته يې کړه چې ياد وزارت کې د نوي سرپرست په راتګ سره کوم فشارونه چې ډيپلوماتانو ته مخامخ وو کم شوي دي او هم پيشنهادي تنقيصونه منل شوي ندي او هيله يې څرګنده کړه چې د دوي اصلاحي وړانديزونه هم د وزارت د مشرتابه د استفادې وړ وګرځي.