اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د چنګاښ ۱۴ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي اتلسمه

د مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د یکشنبې ورځې عمومي ناسته کې د حکومت د ۱۷ میلیارده افغانیو د پور اخیستو سند تائید شو.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له لوري د پیسو د نړیوال وجهي صندوق څخه کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د ۱۷ میلیاردو افغانیو د پور اخیستو د اجازې غوښتنه د نړیوالو چارو د کمېسیون د رئیس او غړو له خوا ناستې ته وړاندې او تائید شوه.

18-Jawza99-JAL1.JPG

خو سناتورانو د کرونا ویروس سره د مبارزې بهیر کې کورنیو او بهرنیو مرستو کې د فساد اړوند شته اندېښنو څخه یادونه او وویل باید حکومت د فساد څخه د مخنیوي په موخه ګټور ګامونه واخلي او د لګښتونو د روڼوالي په برخه کې لازم وضاحت ولري او هم دې د ملي شورا غړي په دې رابطه خپل څارنیز رول پياوړی کړي.

همدا راز غونډي ته د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمېسیون د رئيس او غړو له خوا د ۱۳۹۹ کال ملي بودجه کې نوي تعدیلونه وړاندې شول، خو سناتورانو نیوکه وکړه چې حکومت باید دا تعدیلونه د اساسي قانون ۹۸ مادې سره سم لومړی مشرانوجرګې ته رالیږلي وو، په همدې اساس پرېکړه وشوه چې د اړونده وزارتونو له لورې د لازمو اسنادو د استولو وروسته به د سنامجلس په راتلونکې غونډه کې د بودجې تعدیلونو په اړه پرېکړه وکړي.

بله برخه کې دمشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار د خپل موربي بي د مړینې په نسبت د هېوادوالو او دولتي چارواکو د خواخوږۍ څخه مننه درلوده او د شهید ډاکټر محمد ایارنیازي کورنۍ سره د غم شریکۍ ترڅنګ یې له نوموړي څخه د یوه جید عالم په توګه یادونه وکړه او وویل، د نوموړي شهادت افغانانو ته ډېر دردناک تمام شو چې هېڅکله به یې تشه ډکه نه شي او هم یې اړوند کمیسیون ته دنده ورکړه چې یاده  پېښه دې په جدیت وڅېړي او خپل رپوټ دې یوې عمومي ناسته کې شریک کړي.

 

د غونډې آزاد بحثونه چې د مجلس د لومړي نایب محمدعلم ایزدیار او دویم نایب محمد اکبرستانکزي له خوا مدیریت شول، سناتورانو د شهید ډاکټر محمد ایاز نیازي د علمي او اکاډمیک شخصیت څخه په یادونې سره د نوموړي تشه په هېواد او حتی اسلامي نړۍ کې یوه نه جبرانېدونکې ضایعه وبلله  او د داسې برجسته او دیني مخلص دعوتګر د امنیت د نه ټینګښت په برخه کې یې په مسئولو ارګانونو سختې نیوکې وکړې او څرګنده یې کړه چې باید د یاد جنایت عاملین ژر ترژره ونیول شي، ترڅنګ یې سناتورانو د شهید نیازي کورنۍ څخه د لاسنیوي په ټینګار، وړاندیز وکړ چې د بدخشان ولایت پوهنتون دې د ډاکټر محمد ایاز نیازي په نوم ونومول شي.

18-Jawza99-JAL2.JPG

غونډه کې سناتورانو دایران یزد ښار د پولیسو له لورې د افغان کډوالو پرموټر برید چې له امله یې درې تنه وسوځېدل او یوشمېر ټپیان شول د ټولو اسلامي ارزښتونوخلاف او دبشريت ضد جنایت وګاڼه او ویې ویل، ایراني پوځیانو په کراتو افغان کډوال وژلي چې باید دغه قضیه او سیندته د کډوالو د غورځولو پېښه په جدي توګه وڅېړل شي او د ایران سفیر د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له خوا احضار شي او ترڅنګ یې ځینې نور په دې باور وو چې باید د افغان کډوالو پروړاندي د یاد هېواد بشري ضد ټول جنایتونه مستند او د بشري حقونوملاتړو بنسټونو سره شریک  شي.

غونډه کې یوشمېر سناتورانو سیمې ته دخلیلزاد د تازه سفر څخه هم یادونه درلوده خو ټینګار یې وو  ترهغې چې د امریکامتحده ایالات او نړیواله ټولنه د طالبانو ډلې پرملاتړو فشار رانه وړي یاده ډله اوربند ته غاړه نږدي او خپلو تاوتریخوالو ته به دوام ورکوي.

سناتورانو د علماو د سرتاسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، د دعوت اسلامی حزب د لوړپوړي غړي او د جهاد او مقاومت یو تن پياوړي قوماندان ډګر جنرال شیرعلم ابراهیم خېل، د حاجي چمن دارالعلوم استاد مولوي ظهوري ،د هرات مشهور روحاني سید عبدالرحیم ، د کندز ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرشید بشیر، د زابل ولایت او بدخشان خاش ولسوالۍ کې د امنیتي منسوبینو دشاوخوا دېرشو تنو شهیدانو روحونو ته چې په جلا پېښو کې مړه او شهیدان شوي، روحونو ته دعا وکړه او کورنیو سره یې غم شریکی وښوده.

د مطرح شویو مواردو جمع بندۍ کې محمد علم ایزدیار د کابل ښار ترټولو امن سیمه کې د مولوي محمد ایاز نیازی شهادت د پوښتنې وړ وګڼه او ویې ویل، حکومت د دا ډول پېښو د څېړنې په موخه هیڅ سیاسي اراده نه لري، څرنګه چې د سالم ایزدیار او ملګرو د شهادت څخه درې کاله تېرشول خو د عدلي او قضایي بنسټونو د چارواکو د پرله پسې ژمنو سره سره یادې پېښې ته لازمه رسیدګي نه ده شوې چې د دا ډول قضیو نه څېړل خلک د چارواکو په کړنو بی باوره کړي دي.

ایزدیار د ایراني پولیسو له خوا د یاد هېواد یزد ښار کې د افغان کډوالو تلونکې موټر ته اور اچول نه بښوونکې جنایت یاد کړ او څرګنده یې کړه چې د یوې میاشتې په موده کې دا دویمه پېښه ده چې په افغان کډوالو ترسره کیږي خو هېواد کې ځینې څېرې  اوس هم د ایران او پاکستان په جنایتونو سترګې پټوي او ملاتړ یې کوي او زیاته یې کړه چې حکومت تراوسه نه دی توانیدلی چې ایران سره نوې موافقه لاسلیک کړي بلکه د تېرو کلونو د هوکړه لیک په اساس یادهېواد سره تعامل کوي چې یاده هوکړه نه شي کولای د اوسنیو شرایطو ته ځواب ویونکې واوسي.

18-Jawza99-JAL3.JPG

ایزدیار خپلو خبرو کې زابل او بدخشان ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د غندلو سره وویل، حامد سیفی د ملي اردو د میړنو قوماندانانو څخه دی چې د دښمن د ماین له امله ټپي شوی او د متصوفو شاعرانو څخه حیدري وجودي د ناروغۍ په بستر پراته دې او هیله ده چې دوی بیاځلي روغتیا ومومي.

د مجلس لومړي نایب سیمې ته د زلمي خلیلزاد سفر باطل سفر وباله  او ویې ویل، د طالبانو سره د امریکایانو هوکړه د خلکو د غوښتنو پرته د پنځه زره زندانیانو د خوشې کولو په موخه وه چې د دوی روحیه یې لا پياوړې کړه او باید زلمی خلیلزاد فشار راوړي چې طالبان د خبرو اترو میز ته حاضر شي.