اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د غبرګولي ۱۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۵ مه نېټه

د جهادي شخصيت او نوميالي مجاهد الحاج ډګرجنرال شېرعلم ابراهيمي د وفات له امله، د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار د خواشینۍ پیغام!

په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د جهاد او مقاومت د دورې نومیالی مشر او د جهاد د سنګرونو سرلاری قومندان جهادي شخصیت حاجي شېر عالم په حق ورسېد.

انالله واناالیه راجعون

15-Jawza99-Payam.jpg

ارواښاد حاجي شېر عالم د سرو لښکرو د یرغل پر مهال په پوره مېړانه او شجاعت د الله تعالی د رضا په خاطر او د هېواد د ازادۍ لپاره سپېڅلې مبارزه او مجاهده وکړه او ډېر عمر یې د وطن په سنګرونو کې تېر کړ.

خدای تعالی دې مغفرت نصیب کړي، دروند شخصیته، نیک سیرته، وطندوسته، مخلص، خواخوږی او د ملت و خاورې په درد دردمن شخصیت و، تشه به یې تر ډېره ډکه نه شي او یاد به یې تل زموږ په زړونو کې وي.
زه یې له درنې او ویرژلې کورنۍ سره په دې درانه او نه جبرانیدونکي غم کې ځان شریک بولم، ارواښاد ته فردوس جنت او کورنۍ و عقیدتمندانو ته یې جمیل صبر غواړم. اروا یې ښاده ګور یې له نوره ډک

فضل هادي مسلم يار
د ملي شورا د مشرانوجرګې رئيس