اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۴مه نېټه

د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار د موربي بي د فاتحې مراسم نن دملي شورا په الحاقیه کې ترسره شول.

14-Jawza99-GEN1.jpg

14-Jawza99-GEN2.jpg

د فاتحې مراسمو کې چې دمشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار د هغوی د کورنۍ اوخپلوانو لخوا واخیستل شول؛ په کې د ولسمشر دويم مرستيال قانون پوه محمد سرورد دانش، د سنامجلس اداري پلاوي، ملي شورا کې دخلکو استازو، دکابینې غړو، بهرنیوډپیلوماتانو،د ولسمشرسلاکارانو، د جهادي او سیاسي حزبونو مشرانو، د مشرانوجرګې د دارالانشاء لوی

14-Jawza99-GEN3.jpg

14-Jawza99-GEN4.jpg

رئیس او کاري ټیم یې، د ولسي جرګې د دارالانشاء مشرتابه اوکارمندانو،معینانو، د ولایتي شوراګانو وکیلانو، د خپلواکو ادارو رئيسانو، د مختلفو دولتي ادارو کارمندانو،د ملي شورا پخوانیو غړو،د وسله وال پوځ جنرالانو اومنسوبينو او زرګونو هېوادوالو ګډون کړی وو او د مشرانوجرګې د رئيس خدای بښلې موربي بي روح ته يې دعا وکړه


14-Jawza99-GEN6.jpg14-Jawza99-GEN5.jpg

د فاتحې مراسمو کې د مشرانوجرګې  رئيس فضل هادي مسلم يار د خبرو په ترڅ کې د ټولو راغلو میلمنو او ګډونوالو څخه د زړه له کومې مننه او قدرداني وکړه چې د دوی د موربي بي  د فاتحې په مراسمو کې يې ګډون او غم شريکي وکړه


14-Jawza99-GEN8.jpg14-Jawza99-GEN7.jpg.

په همدې ډول د مشرانوجرګې رئيس د مراسمو د غوره ترتيب په موخه د جرګې د دارالانشاء دمشرتابه او کارکونکو له هڅو مننه وکړه، او هم یې د ډاډمن امنیت د برابرولو په برخه کې د امنیتي منسوبینو اجراات دقدر وړ وبلل

14-Jawza99-GEN9.jpg.