اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د غبرګولي ۱۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د١٣٩٩ کال د غبرګولي ٩مه

دملي شورا د مشرانوجرګې د تسلیت او همدردۍ پيغام

دملي شورا مشرانوجرګې په ډېرې خواشینۍ سره خبرترلاسه کړچې د ننګرهارولایت یوتن قومي مخور او دیادولایت د ولایتي شورا د مرستیال عبیدالله شینواري پلار الحاج ملک محمدعثمان شینواری وفات شوی دی .

انالله واناالیه راجعون

10-Jawza99-Payam.jpg

مرحوم الحاج ملک محمدعثمان شینواری دننګرهارولایت د یوه متنفذ او مطرح شخص په توګه خپل ډېرعمر خلکو ته د خدمت په لاره کې تېر او په مهمو ملي او سیاسي مسایلو کې یې دپام وړ خدمتونه ترسره کړي دي.

د ملي شورا مشرانوجرګه د نوموړي مړینه یوه تشه بولي او خدای بښلي ته دلوی رب له درباره فردوس جنت او کورنۍ، دوستانو  او د ننګرهارولایت پتمنو ولسونو ته د صبرغوښتنه کوي، د مرحوم الحاج ملک محمدعثمان شینواري روح دې ښاد او یادونه دې تلپاتې وي.

د مشرانوجرګې اداري پلاوی