د مشرانوجرګې مطبوعاتي
دفتر
د١٣٩٩ کال د غبرګولي
٩مه
د مشرانوجرګې
د رئیس فضل هادي مسلم یار د مور بي بي د مړینې
له امله د مشرانوجرګې د خواخوږۍ اوډاډ ګیرنې پیغام؛
د ملي شورا د مشرانو
جرګې اداريٍ پلاوي، غړو او د جرګې دارالانشاء په ژورې خواشينۍ سره خبر ترلاسه کړ چې
د مشرانوجرګې د رئیس فضل هادی مسلم یار مور بي بي خپل روح حق ته و سپاره او له دې
فاني نړۍ يې سترګې پټې کړي.
انالله و انا اليه
راجعون مشرانوجرګه د تسلیت او ډاډ ګیرنې د مراتبو د څرګندولو ترڅنګ، د لوی الله(ج)
له درباره دسنامجلس د رئيس خدای بښلې مور بي بي ته فردوس جنت، او جلالتمآب فضل هادي
مسلم یار، دهغوی غمجنې کورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي. د سنامجلس د
رئيس مور بي بي د يوې مجاهدې او باتورې کورنی زړه سوانده مور وه چې د افغانستان د
خلکو دمقدس جهاد په لاره کې يې څلور زامنو د شهادت لوړ مقامونه ګټلي. روح دې خوشحاله
وي.
د مشرانوجرګې د رئیس
فضل هادي مسلم یار د مور بي بي لومړۍ جنازه سبا د شنبې په ورځ سهار ۷ بجې د جلال آباد
ښار په شېرزي لوبغالي او دویمه جنازه یې پخپل
پلرني کلي د چپرهار ولسوالۍ چینو کلي ملا صیب زیارت کې د سهار په ۹ بجو ادا کېږي.ټول
دوستان او خواخوږي دې خبر وي.
محمدعلم ايزديار
د مشرانوجرګې لومړی نايب.