اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱ نېټه.

د ملي شورا د مشرانوجرګې د خواشينی پيغام

1-Jawza99-Payam.jpg

د مشرانوجرګې اداري پلاوي، غړو او د دارالانشاء لوی رياست  په خواشينی سره خبر ترلاسه کړ چې نن مازديګر د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار، شپږمې ناحيې په مربوطاتو کې د دې ولايت د چپرهار ولسوالۍ په ولسوال او د سنامجلس د رئيس فضل هادي مسلم يار په مشر ورور الحاج محمدصديق دولتزي ځانمرګی بريد شوی، چې له امله يې ښاغلی محمدصديق دولتزی او زوی يې برسيرن ټپيان شوي.

مشرانوجرګه دا وحشيانه بريد غندي او له امله يې  د مجلس د رئيس، د دوی له محترمې کورنی او د ننګرهار ولايتي ادارې سره خپله غمرازي څرګندوي او د منان رب له درباره د پېښې ټولو ټپيانو ته د سملاسي او بشپړې روغتيا غوښتنه کوي.

همداراز دننګرهار د امنيتي ادارو په مسؤلينو غږ کوي چې د قومي مخورو او د محلي ادارې د چارواکو د ډاډمن امنيت په برابرولو کې اړين اقدامات تر سره کړي.

له کومې ورځې چې الحاج محمدصديق دولتزی دچپرهار ولسوال ګمارل شوی د دې ولسوالی د بشپړ امنيت په ټينګښت، د ټول ګټو پروژو د تطبيق، د ولسونو او محلي ادارې ترمنځ د نږدې اړيکو د جوړولو او د خلکو د هوساينې په لاره کې يې بې ساري خدمتونه کړي ، خو مکار او د خلکو د هوساينې دښمن په داسې بزدلانه حملو غواړي د وطن د ثبات او پرمختګ پر وړاندې خنډونه ايجاد کړي، چې هېڅکله به خپلو شومو موخو ته ونه رسيږي .

د ملي شورا مشرانوجرګه