اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٩ کال د غويي ٣١ مه نېټه

هېواد کې د وروستيو سياسي هوکړو په اړه د ملي شورا د مشرانوجرګې مطبوعاتي اعلاميه

د ملي شورا مشرانوجرګه د افغانىستان د اسلامي جمهوري دولت د مشرتابه په کچه د وروستيو سياسي هوکړو څخه چې د هېواد د ولسمشر جلالتمآب ډاکټر محمد اشرف غني او د مصالحې د عالي شورا د رئيس جلالتمآب  ډاکټر عبدالله عبدالله  ترمنځ لاسليك  او هېواد کې د سياسي کړکيچ د حل لامل شوه ، هرکلی او هر اړخيز ملاتړ کوي.

له هغه ځايه چې د څلورو لسيزو جګړو، فقر او پراخو ستونزو  هېواد ته  ټولنيزې ، اقتصادي او امنيتي ناوړه پايلې لرلي، دغه اساسي وخت کې اړتيا وه ترڅو دا ډول سياسي هوکړې ته ورسيږو.

الحمدلله  د دولت د سياسي مشرتابه د ملي ليدلوري او د هېواد د سياسي نخبه ګانو او مشرانو  په ځانګړې توګه د هېواد د پخواني جمهور رئيس جناب محترم حامد کرزي، د هېواد سياسى رهبر او مشر جناب محترم استاد عبدالرب رسول سياف، سياسي مشر جناب محترم استاد خليلي، جناب محترم  محمد يونس قانوني او  د نورور سياسي او ملي مشرانو  منځګړتوب او د خېر غوښتونکو هڅو سره  دټاکنو وروسته رامنځته شوې ستونزې پای ته ورسېدې . هيله ده چې  ترلاسه شوې هوکړې او ژمنې په سمه توګه د عمل جامه واغوندي ترڅو هېواد کې د يووالي او ورورولۍ فضا تر مخکې لا زياته حاکمه شي.

 د ملي شورا مشرانوجرګه هيله لري چې د وروستيو سياسي هوکړو او ترلاسه شوي فرصت سره د ملي لويو پروګرامونو  په خاص ډول د سولې بهير د تحقق په لاره کې واحد دريځ ونيول شي او دواړه لوري د دغې هوکړې د ښه پلي کېدو په موخه لازم التزام او رښتينولي ولري ترڅو د قانون د حاکميت، ټولنيز عدالت د ټينګښت او هېواد کې د فقر او نورو مصيبتونو سره د مبارزې په  لاره کې لازم او ملي محوره پرېکړې او اقدامات وشي. ترڅو وشو کولای  د ورورولۍ او ګډې همکارۍ فضا کې د جګړې څخه رامنځته شويو ټولوستونزو ته ورسيږو او د سراسري سولې، آزاد، آباد او باامنه افغانستان شاهدان و اوسو.

د ملي شورا د مشرانوجرګې رئيس

فضل هادي مسلم يار