اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۹ کال د غویی ۳۰ نېټه

د طالبانو وروستیو وحشيانه بریدونو، د ډاکټرزلمي خليلزاد د وروستيو څرګندونو او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د هیواد د ولسمشر د وروستي هدایت په اړه د مشرانوجرګې مطبوعاتي اعلامیه.

 د ملي شورا مشرانوجرګې تل په هېواد کې روانه جګړه غندلې، د جګړې د پای ته رسېدو په لارکې يې هڅې کړي، د سولې د ټينګښت لپاره يې د افغان ولس او دولت برحقه داعيه تاييد کړې او په دې برخه کې يې د هر اقدام ملاتړ کړی. مشرانوجرګه په دې باور ده چې په افغان خاوره باندې د کلونو راهيسې روانه وسله واله جګړه او وژنې نه یوازې دا چې د ستونزو د حل لارنده بلکه د تلپاتې سولې پر وړاندې جدي خنډ دی، ځکه نو بايد د افغانستان په قضيه کې ټول ښکېل اړخونه په رښتينې توګه د دې په لټه کې شي چې څنګه تاوتريخوالی کم، جګره ختمه او دې جګړه ځپلي هیواد ته يوه عادلانه او باعزته سوله راشي.

په قطر کې د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک او په تعقیب یې د افغان حکومت او طالبانو له لورې د بندیانو ازادول، د سولې لپاره هیله مندي رامنځ ته کړه خو په خواشینۍ سره چې طالبانو د ټولو اسلامي، انساني، نړیوالو او افغاني نورمونو او قواعدو خلاف د روژې په مبارکه میاشت کې خپل وحشت ته شدت ورکړ او په جنازو او روغتونونو کې د کوچنیانو او ښځینه و په ګډون د بې ګناه ملکي افغانانو په شهادت رسولو سره تاریخ ته د خپل جبر او بربریت شرمیدلې ننداره وړاندې کړه.

د ترهګرو دغه له زغم څخه وتلی ظلم د نړۍ د نورو قامونو او نړیوالو بنسټونو لخوا هم په پراخه پیمانه وغندل شو، او د مظلومو افغانانو په حال یې غمرازي څرګنده کړه،خو په خواشينۍ سره چې د افغانستان د ستر متحد او ستراتيژيک ملګري ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خليلزاد، د دې پرځای چې افغانستان کې د وروستيو بشريت ضد پېښو له امله پر طالبانو فشار راوړي او د داسې وحشيانه اعمالو مخنيوی يې وکړي د توقع خلاف د ترهګرو ترمنځ توپيري چلند کوي.

سره له دې چې داعش هم یوه وحشي او د اسلام، بشریت او د افغانانو د سوکالۍ ضد ډله ده، خو د افغانستان د کشفي او استخباراتي ادارو د معلوماتو په اساس په هیواد کې وروستي بریدونه او د ملکي افرادو په شهادت رسول د طالبانو لخوا تر سره شوي.

 خو بدبختانه ډاکتر زلمي خلیلزاد د طالبانو د ویاندوی تمثیل وکړ، او د دې پیښو پړه یې پر داعش ډلې واچوله، طالبانو لا تر اوسه د افغان ولس او حکومت سره سوله نه ده کړې او وسله يې په ځمکه نه ده ایښې، تر اوسه لا دوې پخپله یوه افراطي او جګړه ماره ډله ده، خو په تاسف سره چې ډاکتر زلمی خلیلزاد ترې د مجرمینو د ځپلو غوښته کوي، چې دا واقعاً د خندا وړ منطق دی.

تر څو پورې چې طالبان له القاعده، داعش، حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره خواخوږي او همکاري ولري په هیڅ صورت داعش د افغان حکومت او طالب مشترک دښمن نه شي تعریف کیدای، همدارنګه پرته له افغان حکومت څخه هیڅ غیر مسؤله وسله واله او جنګې ډله د نورو تروریستي ډلو د ځپلو اراده او قانوني مکلفیت نلري او نړیوال باید د هرې افراطې ډلې د ځپلو لپاره یوازې او یوازې د افغان حکومت ملاتړ وکړي.

د افغانستان د سنا مجلس د ډاکټرزلمي خليلزاد دا ډول موقف غندي او په اړه يې خواشيني څرګندوي او د امريکا د متحده ايالاتو د حکومت په خاص ډول په کابل کې یې د سفارت او د یاد هېواد کانګرس څخه غوښتنه کوي چې د خپلو چارواکو د دا ډول غيرمسؤلانه څرګندونو او د جګړې لمن پراخونکو موقفونو مخنيوی وکړي.

که څوک د طالب په نه هېرېدونکو جنايتونو سترګې پټوي او په يوه ډول دې ترهګرې ډلې ته د برائت ورکولو کوشش کوي دا په حقيقت کې د افغانانو او نړيوالو متحدينو قربانۍ له پامه غورځول او په شته واقعيتونوسترګې پټول دي، ځکه همدې طالبانو ټولو ترهګرو او جنايتکارانو ته د بشريت ضد اعمالو بستر برابرکړی چې په مختلفو پلمو زمونږ خلک په شهادت رسوي، عام المنفعه ځايونه مو ويجاړوي او د هېواد د نا ارامۍ او وروسته پاتې کېدو سبب ګرځي.

دا چې طالبانو ته د خپلو بادارانو لخوا اجازه ورنکړل شوه تر څو د سولې له فرصت څخه استفاده او د افغان وژنې لړۍ پای ته ورسوي، د هېواد و لسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني هم زړه ورو امنيتي او دفاعي ځواکونو ته جدي هدايت وکړ ترڅو تعرضي حالت اختیار کړي، دښمن د جګړې په ډګر کې وځپي او د زور له لارې يې سولې ته اړ کړي.

مشرانوجرګه د ولسمشر د دې موقف ستاينه کوي او د تل په څېر د خپلو اتلو امنيتي او دفاعي منسوبينو ملاتړ کوي او دوی ته د برياوو او لاسته راوړنو هيله مندي لري، او د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د غازیانو په لاس د دښمن د ځپلو او ماتولو هيله لري.

همدارنګه مشرانوجرګه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني څخه غواړي چې دفعتاً دې د طالب بندیانو د ازادولو لړۍ ودروي، تر څو چې طالبانو د سولې لپاره رښتینې اراده نه وي تمثیل کړي او بین الافغاني مذاکراتو لپاره نه وي اماده شوي، د هغوی بندیان دې د خوشې کیدو پر ځای محاکمه او د خپلو ناوړه اعمالو سزا دې ورکړل شي.

د ملي شورا د مشرانوجرګې رئیس

فضل هادي مسلم يار