اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۶ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو  جرګې  مطبوعاتي  دفتر

د ۱۳۸۹ كال د مرغومي اوويشتمه

 

د مشرانو جرګې د شكايتونو د اوريدو د كميسيون غړو نن د يو مطبوعاتي كنفرانس په لړ كې د افغانستان د خلكو د ګټو پر وړاندې د ايران كبرجني كړنې په كلكه غندي او محكوموي يي  .

د دغې كميسيون رييس ډاكټر زلمي زابلي د ټولو په استازيتوب د ايران په پوله او دننه كې د افغانانو وژنه ، د نفتي توكو د ټانكرونو دريدل ، د افغان مهاجرينو سره د هغوي تريخ غبرګون ، ښوونځيو ته د مهاجرينو د ماشومانو نه لارموندنه او په تهران كې د افغانستان د سفير بي ځايه احضاريدل د افغانستان د خلكو پر وړاندې د ايران د اسلامي جمهوريت ناسم عمل وباله او د افغانستان د حكومت له خوا د لازمو تدابيرو غوښتونكي شول .

نوموړي زياته كړه په داسي حال كې چې د افغانستان خلك د خپل لاريوني حق په لرلوسره د ايران د سخت ظالم رژيم پر وړاندې په سوليز لاريون لاس پورې كړئ خو دغه خود كفا رژيم سره له دې چې د افغانستان د خلكو پر وړاندې د خپلو شومو كړنو په اړه  پښيماني نه كوي حتي زمونږ د هيوادوالو مدني او حقوقي غوښتنو صبر يي په پام كې نه دې نيولې او په دې مناسبت يي په تهران كې د افغانستان سفير احضار كړي دي چې په تاسف سره د افغانستان دولت هم د ايران په ترخو او غيرې قانوني كړنو پر وړاندې كوم ورته عكس العمل نه دې ښوولې ، خو هيڅو ك نه شي كولاي د دغې ظلم او قانون ماتونې پر وړاندې د خلكو د لاريون مخه ونيسي .

ډاكټر زلمي وويل چې ايران درې نړيوال كنوانسيون د ترانزيت په موخه امضا كړي  چې د دغې ټانكرونو دريدل د دغې كنوانسيون خلاف عمل دي ، نوموړي زياته كړه د هيواد څخه بهر او دننه د هيوادوالو له خوا د پرله پسي راغلو شكايتونو پر اساس دغه اعمال محكوموو ، نړيواله ټولنه او هيوادوال خپلو دغې لاريونونو ته دوام وركړ او د افغانستان دولت بايد د خلكو د حقوقو څخه د دفاع لپاره ورته اقدامات وكړي .