اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د غويي ۲۳ نېټه

هېواد کې وروستيو خونړيو پېښو کې د ملکي او نظامي وګړو د تلفاتو له امله د مشرانوجرګې د خواخوږی او ډاډګيرنې پيغام.

د ملي شورا دمشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار او دجرگې غړي د لغمان ولايت علشينګ ولسوالی کې د امنيتي اتلو منسوبينو د شهادت، د ننگرهار ولايت په ښېوې ولسوالی کې د مرحوم قوماندان شيخ اکرم د جنازې په مراسمو د بريد د تلفاتو او د کابل ښار ديارلسمه حوزه کې پر ملکي روغتون دحملې د تلفاتو په اړه خپله ژوره خواشيني او د تسليت مراتب څرګندوي.

انالله و انااليه راجعون

په خواشينی سره چې په دې غمجنو پېښو کې زمونږ زيات شمېر عام ملکي وګړي او د امنيتي ځواکونو منسوبين شهيدان او ټپيان شوي ، مشرانوجرګه  ددې او هېواد کې د ټولو وروستيو پېښو د قربانيانو دردېدلو کورنيو ته  دمنان رب له درباره د ستر صبر او زغم ،شهيدانو ته فردوس جنت او ټپيانو ته يې د بشپړې روغتيا غوښتنه کوي.

مشرانوجرګه د خپل پخواني دريځ په تعقيب يوار بيا څرګندوي چې د افغانستان د خاورې  دښمنان که په هره جامه او تر هر بيرغ لاندې وي د اسلاميت اوانسانيت له دايرې وتلي او د دپرديو استخباراتو په اشارو يې تل زمونږ په هېواد کې نه بښونکي وحشيانه او دبشريت ضد اقدامات او بريدونه کړي.

د سنامجلس د دې سربېره چې پوره باور لري چې  د ځانګړو ځواکونو باشهامته منسوبين به د کابل ښار د برچي سيمې په ملکي روغتون کې ايسارې ميندې، ماشومان او ناروغان ژغوري او ترهګر به وژني ؛ دافغانستان په دفاعي او امنيتي سکتور هم غږ کوي داچې د سولې اړونده  موضوعات  دولت  تقعيبوي نو دوی دې خپل مکلفيتونه په سمه توګه ادا ، خپلې کشفي او استخباراتي هڅې دې  ګړندی او  د فعال دفاعي حالته دې را ووځي او په هېڅ سيمه کې دې د دښمن په وړاندې له رحمه کار نه اخلي.

 او لکه څنګه چې دښمن آن د روژې په مقدسه مياشت کې هم بريدونه وکړل او زمونږ ډيری ولسونه يې د غم په ټغر کښينول ، افغان وسله وال پوځ دې هم له دښمن څخه دخپلو هېوادوالو او همسنګرانو  څو برابره غچ واخلي .

ذليل او مخ تورن دې وي د افغانستان د خلکو دښمنان.

د ملي شورا د مشرانوجرګې ر ئيس

فضل هادي مسلم يار