اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د زمري ۲۱ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د غويي ۱۳مه نېټه

د شهید سردار عارف وزیر د شهادت په اړه، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي شورا د مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار د خواشینۍ او تسلیت پیغام.

 د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي سردار عارف وزیر شهادت سخت ودردولم او پر نوموړي شوی وسله وال وحشیانه برید په سختو ټکو غندم.

انالله واناالیه راجعون

13-Sawr99-Payam.jpg

 په لومړي سر کې ددې ستر ویر او غم د خواشینۍ مراتب د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرتابه منظور احمد پشتین او غړو، بیا له ټول لر بر ویرژلو پښتنو او په ځانګړي ډول له ویاړلي مبارز علي وزیر سره شریکوم چې دده د تره زوی و، خدای دې شهید ته فردوس جنت او عقیدتمندانو ته جمیل صبر ورکړي.

د رب وعده ده چې شهیدان نه مري، د عارف وزیر فکر، شعور، د حق داعیه او د خپل قام د حق غوښتنې چغه به زموږ په زړونو او ذهنونو کې ژوندۍ وي، موږ به یې ورسره زمزمه کوو او په ویاړ به یې ملاتړي یوو.

د پښتون دښمنه اُجرتي قاتلانو له لوري ددغه غورځنګ دا څویم مخکښ غړی دی چې په بېګناه توګه په نښه کېږي او په شهادت رسېږي، خو ددې غورځنګ غږ په داسې ګواښونه او خنډونه نه شي غلی کولی، دا ډېر قوي، غښتلي، مېړني او باتور خلک دي، ددوی دا غږ او دا حق غوښتنه به لا قوي کېږي او ورځ تر بلې به دا غورځنګ لښکر کېږي او د شهید عارف او شهید ارمان په څېر زرګونه مبارزین به ددې غورځنګ مبارزې ته راووځي او له ظالمانو به د خپلو وینو د يو یو څاڅکي حساب غواړي.

عارف وزیر شهید

 د لر او بر شهید

د افغانستان د ملي شورا د مشرانوجرګې رئیس

فضل هادي مسلم یار