اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹د غويي يولسمه

د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون مشر ډاکتر زلمي زابلي او د عامه هوساينې او روغتيا کمېسيون رئيس محمد نادر بلوچ نن په ګډه يوه مطبوعاتي کنفرانس کې د خبريالانو، روغتيايي متخصصينو او ډاکټرانو ټولنې او اتحاديې د استازو په حضور کې لويې څارنوالۍ ته د حکومتي دوو چارواكو د پېژندلو اړوند د ريسانو د کمېټې پرېکړه له رسنيو سره شريکه کړه.

11-Sawr99-Kanfranc.jpg

د ريسانو د کمېټې پرېکړه  کې يادونه شوې وه چې د کرونا ناروغۍ د مخنيوي، تشخيص او درملنه کې د جدي نيمګړتياو د موجوديت ، اړو کسانو ته د غذايي موادو د نه تنظيم، د قرنطین معيارونو د نه عملي کیدو، د ملي او نړيوالو مرستو په  لګښتونو کې د روڼوالي نشتون،  د طبي وسایلو او تجهيزاتو پيرلو کې د لوی فساد دشتون احتمال او ځينو نورو مسائلو په مورد کې  د معلوماتو  ورکولو په موخه د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز او  عامه اړيکو او ستراتيژيکو چارو کې د ولسشمر ستر سلاکار وحيد عمر د مشرانو جرګې غونډو ته  د دوی د پرله پسې نه راتګ په نسبت  دې لويې څارنوالۍ ته معرفي شي.

همداراز يادې مطبوعاتي ناسته کې د بېلابېلو برخو يو شمېر ډاکټرانو روغتيايي مرکزونو  په ځانګړي توګه د کرونا د درملنې مرکزونو کې د طبي پرسونل لپاره د ساتنې وسايلو د ټيټ کيفيت او کمښت څخه شکایت وکړ او ويې ويل، روغتيايي پرسونل ته چې د کرونا ويروس سره د مبارزې لومړۍ کرښه کې قرار لري، لازمه پاملرنه نه ده شوې چې بايد د يادو ضروري وسايلو اکمال او د خطر حقونو د ورکړي او د مناسې غذا د برابرولو په موخه لازم تدابير ونيول شي ، چې د محمد نادر بلوچ او ډاکټر زلمي زابلي له خوا ورته ډاډ ورکړل شو چې يادې ستونزې به په ګډه وڅيړي او د اړوندو مسئولانو سره به يې شريک کړي.

11-Sawr99-Kanfranc1.jpg

دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو څخه شاوخوا دوه مياشتې تېريږي او د حکومت رسمي شمېرې  ښيي  چې تراوسه د دوو زرو زيات کسان په دې ناروغۍ اخته شوي  او يو شمېر ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی  خو يو شمېر رپوټونه په ډاګه کوي چې په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر هغه زيات دی چې په رسمي توګه اعلان شوي  او ډېری ناروغان د لازمې څارنې د نشتوالي له کبله  روغتيايي مرکزونو ته مراجعه نه کوي.