اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د غبرګولي ۷ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د وری ۷ مه

د ملي شورا مشرانو جرګې غړې ډاکټر انار کلی هنریار نن له غرمی مخکې د هېواد د هندوانو او سکهانو اقلیت سره د خواخوږۍ او ډاډګېرنې د څرګندولو په موخه د کابل ښار شوربازار سیمه کې د دوی د عبادت ځاي څخه لیدنه وکړه.

7-Hamal99-GEN1.JPG

نوموړې د یو شمېر هندوانو د وژلو په نسبت د مشرانو جرګې د خواخوږۍ پیغام د وړاندي کولو ترڅنګ د دوي پر عبادت ځاي تروریستی برید بشری جنایت او د ټولو اسلامي، انساني او اخلاقي ارزښتونو سره په ټکر کې وګڼه او ویې ویل، د عبادت پرځایونو برید په هیڅ دین او آئین کې جواز نلري او زیاته یې کړه چې جنایت کاره ترهګرو د خپلو بهرنیو بادارانو په

7-Hamal99-GEN2.JPG

 سپارښتنه هڅه کوي چې د دا ډول انساني ضد کړنو په ترسره کولو سره افغانستان کې مذهبي او ټولنیزی شخړی رامنځته کړي چې هیڅکله به خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي، ځکه د دې خاورې ټول مذهبي اوسېدونکې په ډېر درنښت سره د کلونو راهیسې د یوبل ترڅنګ ژوند کوي او د یو بل په غم کې ځان شریک ګڼي.

ډاکټر انار کلي هنریار په داسی حال کې چې ځان د هېوادوالو په غم او خفګان کې شریک بولی د اړوندو ارګانونو غوښتنه کوي چې د دغه زړه بوږنوونکې جنایت عاملان او طرحه کوونکې وپیژني او ترپوښتنو لاندي و نیسی.

7-Hamal99-GEN3.JPG

ویل کیږي چې ځانمرګو بریدګرو پرون د کابل ښار لومړۍ ناحیه کې د سکهانو او هندوانو هېوادوالو عبادت ځای ته دننه شول چې په پایله کې یې پنځه ویشت تنه بی دفاع هېوادوال ووژل او یو شمېر یې ټپیان کړل چې د امنیتی زړه ورو ځواکونو په سمدستی راتګ سره لسګونه تنه نور چې په دې عبادت ځاي کې بند پاتي وو، وژغورل شول.

7-Hamal99-GEN4.JPG