اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د وري ۱۳ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د وري ۵ نېټه

دملي شورا د مشرانوجرګې اعلامیه

د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار، اداري پلاوی او د دارالانشاء لوی ریاست، کابل کې  د سیک او هندو وطنوالو په عبادت ځای شوی ترهګریز برید چې له امله یې یوشمېر ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ځینې نور ټپیان شول غندي او له دې امله خپله ژوره خواشیني څرګندوي.

مشرانوجرګه یاد برید جنګي جنایت او دټولو اسلامي، انساني او اخلاقي ارزښتونو خلاف عمل ګڼي او څرګندوي چې هندو او سیک هېوادوالو د نورو ولسونو ترڅنګ ددې خاورې لپاره نه هېرېدونکې هلې ځلې کړي او قربانۍ یې ورکړي او دخپلو خلکو په دردونو او خوښیو کې شریک دي که مکار دښمن غواړي چې د داسې وحشیانه اعمالو په ترسره کولو به د هغوی ارادې ضعیفې کړي نو د شکست سره به مخ شي.

د سنامجلس د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپل د تسلیت مراتب څرګندوي او هم د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو چټک غبرګون چې وتوانېدل د ډېروتلفاتو مخنیوی وکړي ستاینه کوي، خو څرګندوي چې ترهګرې ډلې د سولې په اړه د جوړو شویو فرصتونو څخه ناسمه ګټه پورته کوي او زمونږ عام ولسونه او نظامي منسوبین په نښه کوي چې اړتیا شته ترڅو دهېواد دفاعي او امنیتي سکتور د فعال دفاعي حالت څخه بهر شي او د دښمن  دشومو موخو مخنیوی  وکړي او په هره سیمه کې دې له ماتې سره مخ کړي.

د ملي شورا د مشرانوجرګې رئیس

فضل هادي مسلم یار