اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د چنګاښ ۱۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د وری ۶ مه نېټه

د مشرانوجرګې یو شمېر کمېسیونونو نن په بېلا بېلو مواردو غونډې وکړې.

د کمېسیون د رئيس عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو د کمېسیون غونډه کې د کرونا ویروس سره د مبارزې د څرنګوالي اړوند د لوړو زدکړو، پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو رپوټونه او اقدامات واورېدل شول او څرګنده شوه محصلینو او زده کوونکو ته دې د انټرنټ له لارې د زدکړو زمینې برابرې شي ترڅو درسونو کې یې تشه منځته نه شي.

د غونډې بله برخه کې د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون د ځینو موادو د تعدیل او ډېرښت اړوند ۲۶۹ ګڼه تقنیني فرمان مطالعه او په اړه یې پرېکړې وشوې.

 6-Hamal99-Farhangi.JPG

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون غونډه کې وپتییل شوه چې د عدلیې وزارت د تقنین رئیس دې راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي ترڅو د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د ځینو موادو د تعدیل او ډېرښت اړوند ۲۶۹ ګڼه تقنینی فرمان  اړوند ورسره بحث و شي.

دغه راز غونډه کې د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ د اوسېدونکي نیک محمد نومي عریضه د اړیکو له مخې سترې محکمې ته ولیږل شوه.

 پای کې د سترې محکمې د حقوقي او قضایی مطالعاتو ریاست مطالعاتي نظریو په اړه بحثونه او په اړه یې تصمیم ونیول شو.

6-Hamal99-Adli.JPG 

د کمېسیون  د منشي قیس خان وکیلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غونډه کې د کرونا ویروس خپرېدو څخه د هېوادوالو اندېښنې، بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو او محصلینو د وضعیت، ایران څخه د کډوالو بیرته راتګ، د کرونا ویروس په ککړو کسانو  د تشخیص په موخه سرحدونو کې د مسئولانو د تدابیرو او ځینو نورو اړوند موارد د بهرنیو چارو او کډوالو چارو وزارتونو معینانو، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ رئیس او د سرحدي پولیسو قوماندانۍ مرستیال سره مطرح شول.

یادو چارواکو په خپل وار سره هندوستان څخه د محصلانو د انتقال د څرنګوالي، ایران څخه په جبري توګه د کډوالو د شړلو څخه د مخنیوي، د نړیوالو موسسو د مرستو د جذب، د کوید نولس ناروغانو د درملنې له پاره د اووه سوه بستریز روغتون د تدارک، د هرات ښار او پولو کې د تشخیصیه سیارو ټیمونو او مرکزونو اړوند د خپلو کړنو رپوټ وړاندې او ویې ویل، ژر ترژره به د بیړنیو حالاتو کمېټه جوړه شي.

6-Hamal99-Shikayat.JPG 

کمېسیون د یادو چارواکو د څرګندونو په اورېدو سره د ادارو د جدي پاملرنې غوښتونکی شو او ټینګار پدې وو چې اوسني وضعیت ته په کتو اړتیا ده چې ټول هېوادوال د عامې روغتیا وزارت لارښوونو ته پاملرنه  وکړي ترڅو د کرونا ویروس د زیاتوالي مخه ونیول شي.