اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د وري ۱۳ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د وری ۵ مه نېټه

د مشرانوجرګې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ د دې جرګې د نن ورځې ناسته کې سناتورانو د هېواد د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.

ناسته کې د مجلس غړو د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د پروني سفر او په مشروط ډول د یاد هېواد د یو میلیار ډالرو مرستې پرېکون په اړه وویل چې دغه اقتصادي فشارونه به عام خلک زیانمن کړي اړتیا شته چې امریکا پدې تصمیم له سره غور وکړي او زیاته یې کړه چې د دې مرستو پرېکون د سیاسي شته اختلاف له امله رامنځته شو چې باید سیاسي کړکیچ د هوکړې له لارې حل شي.

5-Hamal99-JAL1.JPG

سناتورانو یوځل بیا ټولنه کې د کرونا ویروس د منفي اړخونو او یاد مرض سره په پیاوړې مبارزې ټینګار وکړ او له هېوادوالو یې وغوښتل چې د مسئولو بنسټونو لارښوونې دې عملي کړي او هم هرات ولایت کې د کرونا ویروس سره د چلند د ځانګړتیا اړوند د عامې روغتیا وزارت او ولسمشر د یوه سلاکار ضد و نقیض څرګندونې د اندېښنې وړ وبلل شوې او ټینګار وشو چې نباید دغه موضوع سیاسي شي بلکه ټول دې د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې په ګډه کار وکړي.

همدا راز وویل شول چې طالبانو په څو تېرو میاشتو کې د امریکا سره د سولې خبرو او د تاوتریخوالي اونۍ څخه د ځان په ګټه کار واخیست او له دې فرصت څخه په استفادې سره یې د هېواد بېلا بېلو برخو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پروړاندې بریدونه وکړل چې له امله یې د وسله وال پوځ یو شمېر منسوبین په شهادت ورسېدل او باید د هېواد امنیتي او دفاعي سکتور د فعالې دفاع څخه بیرون او د دښمن سنګرونه دې لمنځه یوسي او کومی سیمې چې د دوی په واک کې دي تصفیه کړي.

یو شمېر غړو وویل، د افغانستان د سولې اړیکو لومړي ګروپ د ویدیو کنفرانس له لارې د طالبانو سره ترسره شو چې یو نېک اقدام دی او هیله مند یو چې د افغانانو ترمنځ خبرې دوام پیدا کړي ځکه تاوتریخوالی د هېواد په ګټه نه دی.

5-Hamal99-JAL2.JPG

د هېوادوالو له خوا د نیالګیو په کینولو ټینګار، دارزګان ولایت د هوایی ډګر د رادار وسایلو په ورکېدو نیوکه، د هېواد د یوه عالم مولوي نور پادشاه عماد پر وژنې خواشیني، د نورستان ولایت د پخواني والي په مړینه خواخوږي، د میدان وردګ ولایت پر ښاروالې دبرید غندنه ، د تنقیص په نسبت د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ د کارکوونکو د اعتصاب په رسیدګۍ ټینګار او ځیني نور مسایل نننۍ ناسته کې مطرح شول.

د مطرح شویو مواردو جمع بندۍ کې د مشرانوجرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار کرونا ویروس یو نړیوال ګواښ وګڼه او ویې ویل، یاد ویروس سره د مبارزې په موخه حکومت کې د همغږۍ  نشتوالی د خواشینۍ وړ دی او زیاته یې کړه چې یاد ویروس ته رسیدګي او مبارزه د عامې روغتیا وزارت مسئولیت دی او باید هېوادوال په روغتیایي لارښوونو عمل وکړي.

ایزدیار دامریکا د یو میلیار ډالري مرستې مشروط پرېکون ته په اشارې سره وویل، افغانستان د سیاسي او امنیتي پلوه کړکیچن حالت لري چې د سیاسیونو د ملي لید لوري او ځان تیرېدنې د نشتوالي څخه رامنځته شوی او ارګ او سپیدار باید رامنځته شوې ستونزې ته د منلو وړ حل لار وپلټي ترڅو د سولې بهیر په ښه توګه مدیریت شي او زیاته یې کړه چې اصلي زیانمن افغانان دي او نباید امریکا د تیرو کلونو قربانۍ او لاسته راوړنې له پامه وغورځوي چې پدې برخه کې ترټولو ښه اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته هوکړو عملي کیدل دي.

د مجلس لومړي نایب د نیالګیو کینولو او سیمو د شنو کولو او ساتنې په موخه د مسئولو بنسټونو او ښاریانو غوښتنه وکړه او ویې ویل مولوي عبدالله شیرګل د جهاد او مقاومت له شخصیتونو څخه وو چې بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه نورستان کې یې د پام وړ خدمتونه ترسره کړي او مړینه یې یوه ضایعه ده.

5-Hamal99-JAL3.JPG

نننۍ غونډه کې ټاکل شوې وه چې د وروستیو ناامنیو، کابل ښار کې د جنایي جرمونو د زیاتوالي او ځینو نورو اړوندو مواردو په هکله د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت لوی ریاست د سرپرستانو سره بحث وشي خو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست نه راتګ سبب شو چې یادو مواردو ته رسیدګي ونه شي او د نوموړي په نه راتګ نیوکه وشوه او د مجلس دپرېکړې پروړاندې بی پروایۍ وګڼل شوه او ټینګار وشو چې نوموړی دې د امنیتي او دفاعي سکتور مشرتابه سره یوځای د راتلونکې سه شنبې عمومي ناستې ته حاضر له دې پرته به موضوع څارنوالۍ ته ولیږل شي خو د مجلس غړو د ملي امنیت لوی ریاست سرپرست څخه چې د ځواب ورکولو په موخه حاضر شوی وو، مننه وکړه.