اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د چنګاښ ۱۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۹ کال د وري څلورمه نېټه

د مشرانو جرګې ځینو کمېسیونونو د یو لړ مواردو اړوند غونډې او بحثونه وکړل.

د کمېسیون د رئيس ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غونډه کې دنیا پوهنتون کې د ترانسپورت وزارت د یو شمېر داخل خدمت محصلینو شکایت چې یاد وزارت کې یې بستونه تنقیص او د دنیا پوهنتون څخه پوروړي دي د مالیې وزارت د بودجې اجرائیوي رئيس، د ترانسپورت وزارت معین او د دنیا پوهنتون اجرائیوی رئیس سره مطرح شو.

کمېسیون د دواړو خوا د څرګندونو په اورېدو ترلاسه کړه چې د هر محصل څخه په څلورو سمسترونو کې څلور سوه زره افغانۍ د دنیا پوهنتون حساب ته لېږل شوي چې د پوښتنې وړ دي او باید دغه موضوع او  نور اړوند موارد د کمېسیون راتلونکې ناسته کې د مالیې وزارت د پلټنې، بودجې او بشري سرچینو ریسانو، د لوړو زدکړو وزارت د خصوصي لوړو زدکړو موسسو د رئیس او د دنیا پوهنتون رئیس سره وڅېړل شي.

دغه راز د وګړو د احوال د ثبت ادارې اجرااتو د پڅ بهیر څخه راغلي شکایتونه او د تشکیل د کمښت څخه د یادې ادارې شکایت د احصائیې د ملي ادارې مالي او اداري مرستیال او د نفوسو د احوال د ثبت عمومي رئیس سره مطرح شول.

یادو چارواکو وویل، د مراجعینو د اسنادو د طی مراحلو په موخه کاري زونونه له پنځو څخه اتو ته لوړ شوي او د پرسونل کمښت د ۱۳۹۹ تشکیل کې تریوه حده حل شوی او زیاته یې کړه چې د عمدي ځنډ څخه راغلي شکایتونه غیر موجه دي او په هغه صورت کې چې اسناد شتون ولري تخطي کوونکو کارکوونکو سره به قانوني چلند وشي.

د کمېسیون غړو پرېکړه وکړه چې د مراجعینو ستونزې او کاري ځانګړتیاوې دې له نږدې وڅېړل شي.

همدا راز په ټاکلي وخت د تقاعد حقوقو او امتیازونو د نه اجرا څخه د ملکي او پوځي یو شمېر متقاعدینو شکایت او د تقاعد خزینې د کارکوونکو د ناسم چلند اړوند د دې ادارې عمومي رئیس سره بحث شو.

د کمېسیون غړو د یادې ادارې د رپوټ او لاسته راوړنو د اورېدو وروسته د راغلو شکایتونو د زیاتوالي او د تقاعد خزینې کې د شته ناخوالو په پام کې نیولو سره په یاد رپوټ اکتفا ونه کړه، پرېکړه وشوه چې موضوع دې د کمېسیون د پلاوي له خوا له نږدي وڅېړل شي.

د غونډې په پاي کې د ولایتونو د مستوفیتونو د یو شمېر نوماندانو شکایت چې د آزادې سیالۍ له لارې یادو بستونو کې بریالي شوي دي خو د مالیې وزارت تراوسه د نامعلومو دلایلو پربنسټ د دوی له منلو ډډه کړي، موضوع د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د تعیناتو بورد اجراایوی رئيس په حضور کې مطرح چې د نوموړي څرګندونې د کمېسیون له خوا د نه قناعت وړ وګنل شوې او پرېکړه وشوه ترڅو یاد مورد د یاد کمېسیون د رئيس نادر نادري سره شریک شي.

4-Hamal99-Shikayat.JPG 

د کمېسيون د رئیس محمد نادر بلوچ په مشرۍ د عامه هوساينې او چاپېريال ساتنې د کمېسيون غونډه کې ټاکل شوې وه چې پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د دولت وزير د روان کال د پسرلنيو سيلاوونو څخه د احتمالي پېښو اړوند د خپلو پلانونو او تياريو په موخه د يادې ادارې د ۱۳۹۸کال کاري رپوټ او ځينو نورو موضوعګانو د وړاندې کولو ترڅنګ څرګندونې وړاندي کړي خو په خواشينۍ سره چې نوموړی د کمېسيون غونډې ته حاضر نشو او  پرېکړه وشوه چې پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د دولت وزير دې د روان کال د وري د نهمی نېټې غونډه کې ګډون او د ټاکل شويو مواردو اړوند دې څرګندونې وړاندي کړي.

4-Hamal99-Rifai.JPG

د کمېسيون د رئیس مولوي غلام محی الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون غونډه کې د پلټنې دعالي ادارې قانون د ځينو موادو د تعديل او ډېرښت اړوند تقنيني فرمان په هکله بحث او لازمي پرېکړې وشوې

. د غونډې په بله برخه کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د ځينو موادو د تعديل او ډېرښت اړوند تقنيني فرمان په هکله بحث او د لا زياتو څېړنو په موخه راتلونکې ناستې ته وځنډول شو.

4-Hamal99-Adli.JPG

د کمېسیون د رئیس محمد هاشم الکوزي په مشرۍ  او د کورنیو چارو وزارت د یو شمېر مسئولانو په ګډون د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون غونډه جوړه شوه.

غونډې کابل ښار کې د جنایی جرمونو د زیاتوالي، اتمې حوزې کې د پولیسو یو افسر د وهلو ، د شهید عبدالعلي مزاری په لمانځغونډه ډله ییز برید، د ولسمشر د تحلیف مراسمو په جریان کې د راکټونو د توغولو، د نظامي او ښوونیزو مرکزونو د محصلینو د حقوقو او اعاشې، د څرخي پله مرکزی زندان کې د کرونا ویروس د خپرېدو څخه د مخنیوی له پاره د تدابیرو د څرنګوالي، د میدان وردګ په ښاروالې د ورستی برید، یو شمېر پېښو کې د کشفي او استخباراتي بنسټونو د کمزورتیا، یو شمېر هېوادونو څخه د جنګی مهماتو او وسلو د راتګ او ځینو نورو موضوعګانو اړوند د کورنیو چارو وزارت مسئولانو سره بحثونه وشول.

غونډه کې ټاکل شوې وه چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي ستر معین شته پوښتنو ته ځوابونه وړاندي کړي چې د نامعلومو دلایلو پربنسټ حاضر نه شو چې د سناتورانو نیوکې سره مخ شو، خو د کورنیو چارو وزارت د پلان او اوپراسیون رئيس، د سرحدي پولیسو رئيس، د روغتیایي خدمتونو رئيس، د مرکزي محبس رئيس، د کابل امنیه قوماندانۍ سرپرست او د  پولیسو روغتون قوماندان او د محابسو عمومي ریاست اداري مرستیال شته پوښتنو او اندېښنو ته ځوابونه وړاندې کړل.

مسئولانو وویل، کابل ښار کې د جرمونو د کمښت له پاره تدابیر او پلانونه ترلاس لاندې دي ترڅو د خلکو اندېښنو ته رسیدګي او امنیت یې خوندي شي او زیاته یې کړه چې د طالبانو سره د امریکا د هوکړې د لاسلیک وروسته یادې ډلې د فرصت څخه په ګټې اخیستنې خپل خوځښتونه په شلو ولایتونو کې زیات کړي چې له دې جملې څخه په تیرو دوه اویا ساعتونو کې د دښمن اته ویشت شوم پلانونه شنډ شوي دي.

دوی د جګړې د سوق او ادارې ښه والي او تلفاتو کې د کمښت څخه هم یادونه او ویل دا چې ولې امنیتي ستکور د دښمن پروړاندې عملیات نه ترسره کوي هېواد کې د خلکو ارادې او غوښتنو ته چې هېواد کې د سولې ټینګښت دې څرګندونه کوي.

4-Hamal99-Dfai.JPG 

همدا راز د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت لوی ریاست سره  د ښې همغږۍ رامنځته کېدو څخه خبري وشوې او د پولیسو ځواکونو د په وخت تمویل، اکمال او سمبالولو  څخه خبر وکړل شو او زیاته شوه چې د جمهور رئيس د لارښوونې  پربنسټ هوټلونه، د لامبو حوضونه، حمامونه او ورزشي کلپونه تړل شوي او د پولیسو ځواکونه وتوانیدل چې کابل کې د ځینو احتکار کوونکو مخه ونیسي او عاملینو سره یې قانوني چلند وکړي، همدا راز ډاډ یې ورکړ هرچا چې د شهید عبدالعلی مزاري په مراسمو کې په ډله ییز برید کې ناغیړي کړي وي مجازات به شي.

د کورنیو چارو وزارت استازو څرګنده کړه چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي مسئولانو د معلوماتو پربنسټ تراوسه د څرخي پله زندان کې د کرونا کومه مشکوکه پېښه نه ده ثبت شوې او ټول محبس قرنطین دې او د پایوازانو د تلو راتلو مخه نیول شوې، په پای کې د پولیسو درې سوه بستریز روغتون کې د باکیفیته او غوره خدمتونو د وړاندې کولو او ناروغانو ته د ښې رسیدګۍ حخه خبرې وشوې.