د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۹ کال د وري درېیمه نېټه
د مشرانوجرګې د یکشنبې ورځې
عمومي ناسته په دوو برخو کې د جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار او دویم نایب محمد
اکبرستانکزي په مشرۍ جوړه شوه.

غونډه کې سناتورانو یوځل بیا د کرونا ناروغۍ او
د هېوادوالو پر کاروبار یې د عمده اغېزو او په متضرر رو سیمو کې د ثابتو او سیارو
صحي مرکزونو د جوړېدو اړوند نظریې وړاندې او ویل باید ولسونه د دې ناروغۍ په اړه د
عامې روغتیا وزارت په لارښوونو عمل وکړي او د ګڼې ګوڼې څخه ډډه وکړي او په ګڼ مېشته
سیمو
کې دې دحکومت له لورې درمل وپاشل شي، سناتورانو زیاته کړه سره له دې چې
حکومت راټولېدنې او غیر ضروري ناستې ممنوع اعلان کړې خو بیا هم لیدل کیږي چې په
هوټلونو کې د ودونو مراسم جوړیږي چې باید مخ نیوی یې و شي.

سناتورانو سوله اساسي او مهمه اړتیا یاده او څرګنده
کړه سوله او ټیکاو د ټولو غوښتنه ده خو د
نوي کال په لومړۍ ورځ ترهګرو د خپلو نفوذي کسانو په واسطه د وسله وال پوځ نږدې
دېرش تنه منسوبین زابل ولایت کې او بله پېښه کې یې د وګړنیزو پاڅونوالو څو تنه
منسوبین کاپیسا ولایت کې په شهادت ورسول. چې د دې وضعیت دوام به د سولې پروسه دخنډ سره مخ کړي او باید
له پلازمېنې څخه مسلکي پلاوی زابل ته ولیږل شي او د امنیتي ځواکونو د شهادت قضیه
دې وڅيړي.
د بحثونو په پای کې د سنامجلس رئيس د زابل
پېښه په کلکو ټکو وغندله او د شهیدانو کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ یې د
یادې قضیې په جدي څېړنه ټینګار وکړ، همداراز یې وویل د هېواد امنیتي او دفاعي زړه ورو ځواکونو تل د
هېواد څخه د دفاع په لاره کې بی شمېره قربانۍ ورکړي او اوس اړتیا ده چې امنیتي
سکتور د فعال دفاعي حالت څخه بیرون او د بې رحمه او قسم خوړلي دښمن پټنځایونه او
مرکزونه د ځمکې او هوا له لارې موخه وګرځوي.

فضل هادي مسلم یار زیاته کړه، ممکن د زابل
پېښه کې وظیفوي غفلت شوی وي خو د افغان ولسونو قاتلین ښکاره دې چې جنایتکاره طالبان
دې ځکه له بهرنیانو مرستې اخلي او ورسره هوکړې ته رسیږي مګر افغانانوسره جګړه کوي
او په شهادت یې رسوي.
د مشرانوجرګې رئیس امنیتي سکتور کې اصلاحاتي
نظریات تائید کړل خو څرګنده یې کړه چې نباید د امنیتي ځواکونو پروړاندې بې موجبه
څرګندونې وشي ځکه دا کار د دوی په روحیه
منفي اغېزې کوي بلکه ټول باید ددې اتلانو سرښندنې او مېړانې وستایي.
مسلم یار د یوه امریکايي جنرال څرګندونې چې
ویلې یې دي له طالبانو ملاتړ لري وغندلې
اوهغه یې د افغانستان سره دیاد هېواد د ژمنو خلاف وبللې او له حکومته یې وغوښتل چې دا څرګندونې دې د
نړیوالو همکارانو سره په جدي توګه وڅېړي.
د جرګې رئيس کرونا ناروغۍ ته په اشاره، یوځل بیا له اړوندو ادارو وغوښتل چې ددې ناروغۍ
په وړاندې دې وقایوي تدابیر زیات کړي او
هیله یې وښوده چې هېوادوال دې هم په دې برخه کې روغتیایی لارښوونې عملي کړي .

په پای کې یې د ځینو پلورونکو د احتکار د
غندلو ترڅنګ ټینګار وکړ چې مسؤل بنسټونه دې له داسې افرادو سره قاطع چلند وکړي
ترڅو راتلونکي کې د غیر قانوني کارونو او خپلسریو مخه ونیول شي.