اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د غبرګولي ۷ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د کب ۲۶ مه  نېټه

د مشرانوجرګې یوشمېرکمېسیونونو نن د بېلا بېلو موضوعګانو اړوند غونډې او بحثونه وکړل.

د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون فوق العاده غونډه د کمېسیون د رئیس محمد نادر بلوچ په مشرۍ او د نړویوالو چارو د کمېسیون د رئيس انجنیر حسیب الله کلیمزي، یو شمېرسناتورانو، د کډوالو چارو، عامې روغتیا، لوړو زدکړو، اطلاعاتو او فرهنګ، بهرنیو چارو وزارتونو او د سرحدي پولیسو قوماندانۍ د مسئولانو په ګډون جوړه شوه.

مسئولانو د کرونا ویروس د خپرېدو څخه د مخنیوي او خلکو ته د عامه پوهاوي ورکولو، دایران څخه د بېرته راستنېدونکو په سمه توګه دصحي معایناتو او ځینو نورو مواردو اړوند څرګندونې وړاندې او وویل تراوسه څلور کمېټې چې یوه یې د ولسمشر تر ریاست لاندې ده، جوړې شوي او نړیوال بانک، آسیایي بانک او نړیوال روغتیایي سازمان تیاری ښودلی چې د یاد ویروس سره د مبارزې برخه کې د افغانستان د ولت سره مالي مرستې وکړي.

همدا راز د عامې روغتیا وزارت تراوسه نږدې سل بسترونه برابر کړي او د ښارجوړونې چارو او اراضۍ وزارت ته دنده سپارل شوې چې هره ورځ شاوخوا زر متره سیار کورونه د ناروغانو د بستر په موخه آماده کړي او د راتلونکې اونۍ  پورې به لومړنۍ  د اړتیاوو بسته د حیرتانو بندر له لاري هېواد ته رارسیږي.

مسئولانو زیاته کړه د مالیې ورارت مکلف دی چې دټولو ادارو چې پلازمېنه او ولایتونو کې تشې ودانۍ لري لیست او د ناروغانو د بستر له پاره یې چمتو کړي او د عامې روغتیا وزارت دې د روغتیایی پرسونل د زیاتوالي په برخه کې د ورځې د اړتیا سره سم لازم تدابیر ونیسي او د اړتیا په صورت کې دې د لوړو زدکړو وزارت سره په تفاهم د طبي پوهنتونونو د وروستي کال محصلینو څخه مرسته واخلي ، همداراز تصویري او چاپی ټولو رسنیو سره د پوهاوي په موخه هوکړه شوې چې ژر به پرې عملي اقدام وشي.

همدا رزا پرېکړه شوې چې په ټولو وزارتونو کې خوړنځایونه بند او برېښنایي حاضرۍ دې وتړل شي او د ترانسپورت وزارت مکلف شوی چې د خصوصي ترانسپورت سره په همکارۍ ټول ډرېوران وپوهوي چې خپلو موټرو کې تعقیم کونکي اویو شمېر روغتیایي لوازم ولري.

مسئولانو زیاته کړه د عامي روغتیا وزارت د نوې اونۍ له پيل سره سم د ټولو ادارو دروازو کې خپل سیار ټیمونه د مامورینو د اسکریننګ په موخه وګماري او په بندرونو او پولو کې لازم اقدامات شوي دي، ټولې الوتنې ځنډول شوي او سیار ټیمونه د جوړېدو په حال کې دي تر څو ټول ښار هره ورځ تعقیم کړي اوهم ټول سفرونه ځنډول شوي او حکومت ټول د روغتیا وړ لومړني توکي د اړتیا سره سم د هېوادوالو په واک کې ورکوي.

هغوی وویل چې د لومړنیو اقداماتو په موخه ځینې رخصتۍ لکه تعلیمي او تحصیلي مرکزونه، روزنتونونه، وړکتونونه، کورسونه او سیالۍ او ځینې نوری راټولیدنې تعطیل شوي.

په جمع بندۍ کې د غوندې رئيس وویل د کرونا ویروس د اندېښنې وړ دی چې باید ورسره د مبارزې لپاره پام کې نیول شوي موارد ټول عملي شي همدارنګه یې  د رسنیو رول په دې برخه کې اړین وباله او له چارواکو یې وغوښتل چې  د اړتیا وړ  توکي دې له بهره برابر او هېواد ته وارد کړي.

د کمېسیون غړو د عامې روغتیا وزارت له خوا ترسره شوي اقدامات د قناعت وړ ونه ګڼل او زیاته یې کړه په هغه صورت کې چې دا وزارت جدي او ډېر اقدامات ترسره نکړي انساني ناورین به رامنځته شي.

26-Hot98-Rifai.JPG 

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي  خدمتونو د خپلواک کمېسیون د مالي اجرااتو او فعالیتونو رپوټ او د پلټنې د عالي ادارې قانون ځینو موادو کې د تعدیلونو اړوند بحث او د لا زیاتو مطالعاتو په موخه راتلونکې ناستې ته وځنډول شول.

په پای کې کمېسیون ته په راغلو عریضو او مکتوبونو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

 26-Hot98-Adli.JPG

د کمېسیون د مرستیالې مېرمن آمنې افضلي په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو د کمېسیون غونډه کې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو او له یاد ویروس څخه د هېوادوالو د اندېښنو اړوند بحث او د رسنیو وغوښتل شول ترڅو د پوهاوي پروګرامونه زیات کړي.

 همدا راز د علمای کرامو، ولایتي شورا کې د خلکو له استازو، مدني بنسټونو او ګذر وکیلانو وغوښتل شول چې د روغتیایی برخي مسئولانو او خلکو سره په دې تړاو همکاري زیاته کړه.

همدا راز د عامه او خصوصي ګډون قانون اړوند ۳۱۴ ګڼه تقنیني فرمان اړوند بحث او په کې د ولسي جرګې راغلي تعدیلونه تائید شول.

26-Hot98-Farhangi.JPG 

د کمېسیون د منشي مېرمن فوزیه سادات څمکنۍ په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو دکمېسیون غونډه کې دسړک ترانسپورت د تنظیم قانون په اړه په ۲۷۰ ګڼه تقنیني فرمان بحث او د لازیاتو مطالعې په موخه راتلونکې ناستې ته وځنډول شو.

بله برخه کې د سلام، افغان بیسیم، اتصالات او روشن مخابراتي شرکتونو د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي اړوند خبرې او  وپتییل شوه چې د یادو شرکتونو مسئولان دې د کمېسیون په یوې ناسته کې د کمېسیون د غړو پوښتنې ځواب کړي.

 26-Hot98-Emtizat.JPG

د کمېسیون د رئيسې ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون غونډه جوړه شوه.

ټاکل شوې وه چې نن د مشرانوجرګې د ریسانو کمېټې تالار کې د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون له خوا د مارچ د اتمې د ښځو پیوستون د نړیوالې ورځې لمانځنه وشي خو د جمهور رئیس د لارښوونې پربنسټ چې ټولو دولتي ادارې مکلفې دي  ترڅو د ناستو دجوړېدو ډډه وکړي، له دې امله ونه لمانځل شوه.

د  غونډې بله برخه کې د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون غړو د اړوندو بنسټونو وغوښتل ترڅو د کرونا ویروس سره د مبارزې امر کې لا زیات همغږي او لازم اقدامات وکړي.

26-Hot98-Zanan.JPG 

د کمېسیون د مرستیال ګل احمد اعظمي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غونډه کې د امید سبز ښارګوټي د خاوند حاجی محمد نبي خلیلی له خوا د دولتي شپیته جریبه ځمکې د غصب اړوند د یو شمېر حکومتي ادارو شکایت د کابل د امنیه قوماندان د مرستیال او د امنیتي شپږمې حوزې د آمر او د حاجي نبی د مدافع وکیل په حضور سره مطرح شو چې د معروض شخص نه راتګ د  غونډې د نیوکې سبب شو او پرېکړه وشوه ترڅو امنیتي مسئولان نوموړی په راتلونکې ناسته کې حاضر کړي.

اوهم غونډه کې د نامعلومو دلایلو پربنسټ د آزادې سیالۍ له لاري د عامې روغتیا وزارت د بشري سرچینو ریاست، د تخصص اکمال او فارمسۍ بستونو د نه اعلان او د یاد وزارت د اداري معین د فوق العاده حکم پربنسټ د قانوني معیار پرته راغلی شکایتونه اړوندو چارواکو سره مطرح شول.

یادو چارواکو د بستونو نه اعلان د اداري اصلاحاتو کمېسیون پورې تړلی کار وباله او ترڅنګ یې وویل، د وزیرانو شورا د پریکړې سره سم د ۱۳۹۱ کال څخه تراوسه د درملتونونو له پاره د جواز ورکړه ځنډیدلې او یواځې د یوې سیمې بلې سیمې ته تبدیلي اجرا کیږي او د عامی روغتیا وزارت د درملتونونو د جوړیدو په نوې طرحه کار کوي.

د مسئولانو د څرګندونو په اورېدو سره کمېسیون همدا راز د کرونا ویروس د پراخېدو په برخه کې یو لړ وړاندیزونه دعملي کېدو په موخه وړاندې کړل.

26-Hot98-Shikayat.JPG 

په پای کې د هېواد ملي تلویزیون کې د ازبیکي خپرونو د پرېکون او د یاد بنسټ د مسئولانو له خوا د اساسي قانون د نقض ادعاو اړوند د ازبیک او ترکمن یو شمېر سناتورانو او متنفذینو شکایت د لویې څارنوالۍ استازو سره مطرح شو.

هغوی وویل د معلوماتو پربنسټ ازبیکي خپرونې بیا پیل شوي او که چیرې عارضین دې برخه کې اسناد ولري کولای شي لومړی د رسنیو تخلفاتو ته د رسیدګي کمېسیون له لارې یې وڅیړي.