اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د چنګاښ ۱۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د کب ۲۶ مه نېټه

د مشرانوجرګې دویم نایب محمد اکبر ستانکزي نن د خپل کار په دفتر کې د کابل د طبي علومو پوهنتون د یو شمېر استادانو شکایتونه واوریدل.

26-Hot98-MUL1.JPG

کتنه کې دوی د مشرانوجرګې د دویم نایب په توګه د محمد اکبرستانکزي  د انتخاب له امله د مبارکۍ ترڅنګ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا د حج ونډې د نه په پام کې نیولو، د عامي روغتیا وزارت له خوا د طبي موادو د کمې مرستې او د خپلې اضافه کارۍ ونډې د کمښت اړوند شکایت وکړ او یادو مواردو ته یې  د رسیدګۍ غوښتنه وکړه.

د مشرانوجرګې دویم نایب په خپلو خبرو کې د استادانو د ګټورو هڅو او خدمتونو څخه ستاینه درلوده او له دوی سره یې ژمنه وکړه چې شته ستونزې به د مسئولو چارواکو سره مطرح او دحل غوښتونکی به یې شي.

د یو بل خبر له مخې د قرلق قومونو شورا مشرتابه او یو شمېر مدني فعالانو د جلا جلا کتنو په ترڅ کې د مشرانو جرګې د منشي په توګه د مولوي عبدالله قرلق د بیا ځلې انتخاب له امله نوموړي ته مبارکي وویله او په ورسپارل شویو چارو کې یې ورته د لا زیاتو بریاو غوښتنه وکړه.

26-Hot98-MUL2.JPG

26-Hot98-MUL3.JPG