اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د کب ۲۴ مه نېټه

د مشرانوجرګې یوشمېرکمېسیونونو نن په خپلوناستو کې په مختلفو مواردو بحثونه او پرېکړې وکړې.

د کمېسیون د مرستیال ګل احمد اعظمي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غونډه کې په لاندې شکایتونو بحثونه او پرېکړې وشوې.

لومړی د نفوسو د احوالو ثبت ریاست کې د پیژندپاڼود تائید بهیر کې دستونزو د شتون په اړه  د مراجعینو شکایت د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې د رئيس او د پاسپورت ریاست د مرستیال سره مطرح شو.

د نفوسو د احوالو د ثبت رئيس وویل، د تشکیل کمښت، دپخوا څخه په سمه توګه د مراجعینو چارو د تنظیم پروسیجر نشتوالی، د مراجعینو له خوا د اسنادو د جعل احتمال او د اسنادو دقت د دې لامل شوی ترڅو د یو شمېر هغو مراجعینو د تابعیت د تائیدۍ طی مراحل چې په اسنادو کې یې ستونزی  وخنډیږي.

همدا راز د پآسپورت ریاست مرستیال هم یوه کس سره د دریو پیژندپاڼو شتون او پیژندپاڼو کې د عمر ترمنځ توپیرتائید کړ چې د کمېسیون غړو د پاسپورت ادارې کړنې د قناعت وړ وګڼلې او پرېکړه یې وکړه چې د نفوسو د احوالو ثبت ریاست کې شته ستونزې په راتلونکې ناسته کې د احصائیې د ملي ادارې د لوی رئيس په حضور کې وڅېړل شي.

همدا راز په غیر شفاف ډول د سرې میاشتې افغاني ټولنې د مرستو د ویش، د احتمالي حوادثو د رامنځته کېدو حالاتو کې د یادې ادارې د مسئولانو د همغږۍ د څرنګوالي او د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ماشومانو د درملنې بهیر کې د روڼوالي دنشتون په اړه شکایتونه د یادې ټولنې د مرستیال او ځینو نورو مسئولانو سره شریک شول.

یادو چارواکو وویل چې دا اداره بې طرفه ده  او د افغانستان بېلا بېلو برخو حتی د مخالفینو ترولکې لاندي سیمو کې خپلې بشردوستانه مرستې ترسره کوي او هم په  روان کال کې یې ۷۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستی کړي او د لسو تیرو کلونو په بهیر کې د یولسو زرو زیات د زړه په سوري ناروغۍ لرونکو ماشومانو درملنه یې د هېواد دننه او بهر کې کړې او دم ګړۍ ۶۰۰۰ نور کوچني ناروغان د انتظار په حالت کې دي، هغوی همداراز  د ټولو دولتي ادارو سره د ښې همغږۍ ډاډ ورکړ.

د کمېسیون غړو د دې ترڅنګ چې د یادو مسؤلانو له لورې په خپله اداره کې د روڼوالي شتون په اړه خبرې د قناعت وړ ونه ګڼلې، د افغاني سرې میاشتې ټولنه کې یې د روڼوالي په ډېرېدو ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل هرکله چې یې کارونو کې زورواکي لاسونه وکړي کمېسیون دې خبر کړي.

په پاي کې د ډاکټر عبدالودود محمدي شکایت چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي کې د استاد په توګه د خپلې ګمارنې غوښتونکی دی خو د یاد  پوهنځي مسئولان د ده تحصیلي مقطع کې د مشابهت دنشتون له امله ورسره موافقه نکوي،

چې موضوع د لوړو زدکړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست د مرستیال، دکابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئيس او د دیپارتمنتونو آمرینو سره مطرح شوه.

یادو مسئولانو پخپل موقف ټینګار درلود چې له امله یې عارض نشي کولای د استاد په صفت مقررشي.

د کمېسیون غړو د دواړو لورو د څرګندونو د اورېدو وروسته د شرعیاتو پوهنځي له مسئولانو وغوښتل تر څو د نظر وړ رشته کې د دغه علمي کادر د جذب برخه کې همکاري وکړي.

 24-Hot98-Shikayat.JPG

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو دکمېسیون غونډه کې د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کلونو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د اجرااتو او فعالیتونو رپوټ د کمېسیون د غړو له خوا ولوستل شو.

 رپوټ کې راغلي چې د تعیناتو بهیر د کانکو آزموینو له لارې نږدې یوپنځوس زره د ملکي خدمتونو بستونه د آزادې سیالۍ له لارې ترسره شوي، د رپوټ د مطالعې پاتې برخه راتلونکې ناستې ته وځنډول شوه.

 24-Hot98-Adli.JPG

د کمېسیون د رئيسې مېرمن ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون غونډه کې د مارچ د اتمې د ښې لمانځمنې د څرنګوالي اړوند خبرې او پرېکړې وشوې.

همداراز د کمېسیون غړو نړۍ کې د کرونا ویروس دخپرېدو څخه اندېښنه وښوده او له هېوادوالو یې وغوښتل چې د یاد ویروس سره د مبازې په اړه روغتیايي لارښونو ته جدي پاملرنه وکړي اوپه پام کې یې ونیسي.

 24-Hot98-Zanan.JPG

د کمېسیون د رئيس مولوي عبدالوهاب عرفان په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون غونډه کې د پلټنې عالي ادارې قانون د ځینو موادو د تعدیل او ډېرښت په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان مطالعه او په اړه یې پرېکړه وشوه.

اوهم د عامه او خصوصي ګډون قانون په اړه تقنیني فرمان د اتو فصلونو او درې شپیتو مادو په دننه کې وڅېړل شو او د زیاتو مطالعاتو په موخه راتلونکو ناستو ته وځنډول شو.

24-Hot98-Mali.JPG 

د کمېسیون د رئیس ډاکټر محمداجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، معلولینو او د شیهدانو د پاتې کسانو چارو د کمېسیون غونډه جوړه شوه.

غونډه کې د خواف- هرات د اوسپنې پټلۍ پروژې د څلورمې قطعی د دویم فاز د رغاونې په موخه د اوږدمهاله پور د ورکړې اړوند د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او ایټالیا جمهوري دولت ترمنځ د پور قرارداد اړوند بحث او د کمېسیون د غړو له خوا تائید شو.

پای کې کمېسیون ته په راغلو عریضو او مکتوبونو بحث او اړوندو ادارو ته ولیږل شول.

 24-Hot98-Aqwam.JPG

د کمېسیون د رئیس محمد نادر بلوچ په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون غونډه کې د سړک ترانسپورت د تنظیم قانون په اړه بحث او د زیاتو څېړنو په موخه راتلونکې ناستې ته وځنډول شو.

د غونډې بله برخه کې د کرونا ناروغۍ د خېرېدو څخه اندېښنه څرګنده شوه  او دعامې روغتیا له وزارته وغوښتل شول چې خلکو ته دې پدې برخه کې عام پوهاوی ډېرکړي اوهم دې له ټولو مرکزی او سیمه ییزو ادارو وغواړي چې پدې تړاو لازمه همغږي رامنځ ته کړي او ګڼې ګوڼې او لویو ناستو د ترسره کېدو څخه دې ډډه وکړي.

غونډه کې بیځایه شویو او پېښو څخه زیانمنو ته د رسیدګۍ په څرنګوالي خبرې او پرېکړه وشوه چې پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت مسئولان دې د خپلو اجرااتو په اړه د  کمېسیون یوې غونډې ته معلومات ورکړي.

24-Hot98-Rifai.JPG 

د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو د کمېسیون غونډه د کمېسیون د رئيس عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ جوړه او په کې په مشخصو مواردو بحثونه وشول.

پیل کې د کرونا ویروس د خپرېدو او ور څخه د پیښېدونکو زیانونو په اړه خبرې او ټینګار وشو ترڅو د عامې روغتیا وزارت خپل تدابیر لا پیاوړي کړي، همدا راز له رسنیو وغوښتل شول چې د یادې ناروغۍ اړوند د پوهاوي پروګرامونه پرخ کړي.

بله برخه کې د خواف- هرات د اوسپنې پټلۍ پروژې د څلورمې قطعی د دویم فاز د رغاونې په موخه د اوږدمهاله پور د ورکړې اړوند د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او ایټالیا جمهوري دولت ترمنځ د پور قرارداد له مطالعې وروسته تائید شو.

 24-Hot98-Farhangi.JPG

وروستۍ برخه کې د فرضي حج بهیر ته د کمېسیون د یوه غړی د پیژندنې او د حاجیانو د ناظمینو د ازموینې، د پاکستان او بنګله دېش تحصیلی بورسونو د نوملړ اړوند خبرې وشوې.