اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د کب ۲۱ نېټه

د مشرانوجرګې کمېسیونونو د ژمنیو تعطیلاتو وروسته خپلې لومړنۍ غوڼدې پیل او یو لړ موارد یې تربحثونو لاندې ونیول.

د کمېسیون د رئيسې ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون غونډې یاد کمېسیون کې د درېو نویو سناتورانو د غړیتوب څخه د قدردانۍ ترڅنګ د ښځو د نړیوالي ورځې د مارچ د اتمې په مناسبت د زنداني مېرمنو د مجازاتو د تخفیف او بښنې په اړه د ولسمشر فرمان څخه هرکلې وشو.

بله برخه کې د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ پروژې د څلورمې قطعې د دویم فاز دجوړېدو اړوند د اوږدمهاله پور د ورکړي په موخه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ایټالیا جمهوری دولت ترمنځ د پور قرارداد مطالعه او تائید شو.

همدا راز د کمېسیون د پلان سره سم د ښځې د نړیوالي ورځې څخه د لمانځنې د څرنګوالي په اړه چې راتلونکې اونۍ به د دې کمېسیون په نوښت جوړه شي خبرې او پرېکړې وشوې.

21-Hot98-Zanan.JPG 

د کمېسیون د رئیس ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو،معلولینو او دشهیدانو چارو د کمېسیون غونډه کې ، دکمیسیون غړو د کمیسیون رئیس ته دبیاځلې ټاکل کېدو له امله مبارکي ورکړه، او د راتلونکو پلانونو اړوند د بحث ترڅنګ د رحمان بابا، خوشحال خان او پیرمحمد کاکړ لېسو کې د زده کوونکو د شمولیت د څرنګوالي په اړه بحث او پرېکړه وکړه چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ دې د قومونو او قبایلو چارو وزارت د پوهنې رئیس او د یادو لېسو مدیران د کمیسیون ناسته کې معلومات ورکړي.

اوهم غونډه کې د ننګرهار، کنړ او لغمان ولایتونو څخه د سناتورې ملیحه جامي رپوټ واوریدل شو.

نوموړې د معلولینو اوشهیدانو ریاست د ودانۍ د نشتوالي، د اداري فساد شتون، د معلولینو د معاشونو د نه ور کړې، معلولیت لرونکو اشخاصو ته د برېښنایي پیژندپاڼو په وېش کې د ظرفیت کموالی څخه یادونه وکړه چې په اړه یې پرېکړې وشوې.

په پای کې د کمېسیون غړو د کرونا ویروس دخپرېدو څخه اندېښنه څرګنده او ټینګار وکړ چې هېوادوال دې پدې برخه کې روغتیایي لارښونې مراعات کړي.

 21-Hot98-Aqwam.JPG

د کمېسیون د رئیس لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه کې د کمېسیون د غړو د ولایتي رپوټونو د اورېدو ترڅنګ یادونه وشوه چې د پیژندپاڼي د تائیدۍ په وخت ډېرې بې نظمۍ شتون لري چې پدې تړوا باید اړونده چارواکي  د کب ۲۶په  نېټه د کمیسیون  غونډه کې ګدون او د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه ووایي.

بله برخه کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت د قراردادونو او پلورنو اړوند راغلو شکایتونو باندې بحث او پرېکړه و شوه چې د یاد شرکت مسئول استازی دې هم په همدې ورځ دکمیسیون په ناسته کې وضاحت ورکړي.

 21-Hot98-Mukhabirat.JPG

د کمېسیون د رئيس مولوي عبدالوهاب عرفان په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون غونډه جوړه او د کمېسیون نوی مشرتابه هر یو مولوي عبدالوهاب عرفان د رئیس، صالحه مهرزاد د مرستیالې او محمد انور باشلق د د منشی په توګه غړو ته وپیژندل شول او ورپسې د کمېسیون د کاري پروګرامونو اړوند بحث او پرېکړې وشوې.

21-Hot98-Mali.JPG 

د کمېسیون د رئیس عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو د کمېسیون ناسته کې د سولې خبرو په تړاو بحث او څرګنده شوه چې ټول سیاسیون باید له دې ملي بهیره ملاتړ وکړي او کوم اختلافونه چې شتون لري حل دې کړي ترڅو په دې جګړه ځپلې هېواد کې سوله ټینګه شي.

د غونډې بله برخه کې د کرونا ویروس د خپرېدو د عواملو او ور څخه د ګواښونو په برخو کې خبرې او ټینګار وشو چې دعامې روغتیا وزارت  دې یاد ویروس سره د مبارزې په موخه منظم تدابیر ونیسي او ترڅنګ یې درسنیو هم وغوښتل شول چې پدې اړه دې دعامه پوهاوي خپرونې ډېرې کړي.

21-Hot98-Farhangi.JPG 

د کمېسیون د رئيس قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو د کمېسیون غونډه کې د لغمان ولایت یوشمیر سپین ږیرو  د کمیسیون د رئیس په صفت د قاري میرحانم تره خيل دبیاځلې ټاکل کېدو له امله مبارکي وویله او ورته یې په چارو کې د ډېرو بریالیتوبو هیله مندي وکړه.

دغه راز د ناپیژاندو کسانو له خوا د کابل ښار اتمه ناحیه کې د دریو ساتونکو سره یوځای د لوګر ولایت د ولایتي شورا په غړي تروریستي برید وغندل شو، د شهیدانو له پاره د فردوس جنت او پاتې کسانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وشوه او ټینګار وشو چې امنیتي ادارې دې د یادې قضیې عاملین دې ونیسي او عدلي او قضایي مراجعو ته دې وسپاري.

21-Hot98-Emtizat.JPG 

د کمېسیون د مرستیال ګل احمد اعظمي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غونډه کې د کابل ښار د لومړۍ ناحیې د اوسېدونکی سید عبدالله شکایت د ښاروالۍ مسئولانو سره مطرح شو.

نوموړی وایی چې د خپل ملکیت په اړه د درې ګونو محاکمو حکم لري او د کابل د حقوقو ریاست هم یاد حکم پلي کړی خو د شهزادګۍ انډیا په استازولۍ یوشمېر خلکو د کورنیو چارو وزارت د اقتصادي جرمونو د کشف ریاست په ملګرتیا د نوموړي ملکیت غصب کړی او هڅه کوي چې د مېرمن انډیا په نوم یې ثبت کړي.

کمېسیون د مسئولانو د څرګندونو په اورېدو سره پرېکړه وکړه چې په راتلونکې ناسته کې دې د کورنیو چارو وزارت سترامنیتي معین د یاد وزارت د اقتصادي جرمونو د کشف رئیس، د لویې څارنوالۍ پوځي مرستیال او نور اړوند مسئولان په دې اړه وضاحت ورکړي.

دغه راز د تقاعد خزینې ریاست د کارکوونکو د ناسم چلند څخه د ملکي او پوځي متقاعدینو شکایت مطالعه او وپتییل شوه چې د تقاعد خزینې رئيس دې په یوې ناسته کې د سناتورانو پوښتنې ځواب کړي.

په پای کې د یوشمېر نوماندانو شکایت چې د آزادې سیالۍ له لارې د ولایتونو مستوفیتونو ته بریالي شوي خو دندې یې نه دې اشغال کړي، خبرې او وپتییل شوه چې د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئيس دې په راتلونکې ناسته کې پدې اړه وضاحت ورکړي.

21-Hot98-Shikayat.JPG 

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون غونډه کې د کمېسیون د اونیز پلان په مورد کې خبرې او پرېکړه وشوه ترڅو غونډو کې د قوانینو طرحو ته لومړیتوب ورکړل شي.

همداراز د یوناما د دفتر د قانون څخه د ملاتړ دبرخې د مسؤل په ګډون د اداري فساد سره د مبارزې او په دې لاره کې د پارلمان د نقش اړوند مفصلې څرګندونې و شوې.

په پای کې د مشرانوجرګې د دارالانشاء دلوی ریاست د پارلماني او مسلکي چارو مرستیال تېمورشاه قویم د دارالانشاء د کاري لاسته راوړنو، دندو او رول په اړه خبرې او وویل، د روان کال د کب په پنځه ویشتمه نېټه یې ملت ته د حکومت د ځواب ورکونې پروګرام برابر کړی چې د رسنیو په حضور سره به د خلکو سره شریم کړای شي.

21-Hot98-Adli.JPG 

د کمېسیون د رئیس محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون غونډه کې هېواد کې د امنیتي وضعیت او کابل ښار کې د وروستیو ناامنیو په ګډون د شهید عبدالعلي مزاري په تلین د برید، د تحیلیف مراسمو په بهیر کې د توغندیو توغول، وسله والو غلاو او ځینو نورو مسایلو اړوند بحث وشو، وپتییل شوه چې د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو، تروریزم سره د مبارزې او د جنایی جرمونو د څېړنو رئیسان دې د کمېسیون یوې راتلونکې ناسته  کې پدې اړه د خپلو اجرااتو څخه رپوټ ورکړي.

21-Hot98-Dfai.JPG 

د کمېسیون د رئيس انجنیر حسیب الله کلیمزي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون غونډه کې د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ پروژې د څلورمې قطعې د دویم فاز ساختمان اړوند د اوږدمهاله پور د ور کړي په موخه د افغانستان اسلامي جمهوری دولت او ایټالیا جمهوري دولت ترمنځ د پور قرارداد په اړه بحث او د خبرو پاتې برخه راتلونکو ناستو ته وځنډول شوه.

د غونډې بله برخه کې وپتییل شوه چې د بهرنیو چارو وزارت او د ترانسپورت او عامي روغتیا وزارتونو اړوند مسئولان دې د کمېسیون یوې ناسته کې ګډون وکړي تر څو هېواد په خاص ډول هوایی ډګرونو او سرحدونو کې د کرونا ویروس د مخنیوی او وقایع، کرونا ویروس څخه زیانمنو ملکونو وګړو ته د ویزو د ورکړې د تنظیم د څرنګوالي په اړه بحثونه وشي.

21-Hot98-Bio.JPG 

د کمېسیون د رئيس محمد نادر بلوچ په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون غونډه جوړه شوه.

پیل کې د کمېسیون غړو د رئيس په توګه د محمدنادربلوچ د ټاکلو له امله مبارکي وویله او نوموړي ته یې په چارو کې د بریاو هیله وکړه.

همدا راز غونډه کې د کمېسیون رئيس او غړو د کرونا ویروس دخپرېدو څخه اندېښنې   څرګنده کړې  او ټینګار یې درلود چې اړوند بنسټونه دې د کمېیسون د لیږل شویو پرېکړو سره سم  هېواد کې د کرونا ویروس د پرمختګ په اړه خپل پلانونه او اجراات په ځانګړي توګه هرات او نیمروز سرحدي ولایتونوکې دخپلو تدابیرو څخه د کمېسیون یوې غونډې سره معلومات شریک کړي.

وروستۍ برخه کې د کابل او ولایتونو خصوصي او دولتي روغتیایي مرکزونو کې د روغتیایي خدمتونو اړوند بحث او پرېکړه وشوه چې د کابل ښار د خصوصي او دولتي مرکزونو مسئولان دې د کمېسیون په یوې ناسته کې د موضوع په تړاو وضاحت ورکړي.

21-Hot98-Rifai.JPG