اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د وري ۱۳ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د کب ۲۱

د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار نن د خپل کار په دفتر کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین محمد عیسی قدرت کاري رپوټ واورېد.

کتنه کې د مالیې وزارت معین د یاد وزارت مربوطاتو کې د ځینو بدلونونو د رامنځته کېدو څخه یادونه او و ویل، فساد سره مبارزه، د عوایدو د کچې لوړول او د عوایدو د راټولولو برېښنایی کېدل د کاري پروګرامونو لومړیتوب کې دي ترڅو له دې لارې مالي ځان بساینې ته نږدې شو، نوموړي زیاته کړه چې دولتي ادارو او خصوصي سکتور سره د دې وزارت پیاوړې همغږي هم د اهمیت وړ ده چې ورته به پاملرنه وشي.

21-Hot98-MUL1.JPG

د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار هم د عوایدو په ټولولو کې په جدي څارنې د ټینګار سربېره وویل د ګمرکونو عواید د ملي پانګې حیثیت لري نباید حیف و میل شي او کافي اقدامات دې وشي ترڅو هېواد د بهرنیو مرستو خلاصون ومومي، همدا راز ډاډ یې ورکړ چې دغه مجلس به د هر هغه قانوني اقدام چې په کې د خلکو او هېواد ګټې نغښتې وي، ملاتړ وکړي.

دغه راز د مشرانوجرګې دویم نایب محمد اکبر ستانکزي نن د خپل کار په دفتر کې د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د یو شمېر کارکوونکو شکایت واورېد.

21-Hot98-MUL2.JPG

کتنه کې دوی د مشرانوجرګې د دویم نایب په توګه محمد اکبرستانکزي ته د مبارکۍ سربېره، د تبدیلو برخه کې د لوګر ولایت د پوهنې رئيس د سلیقه یی چلند څخه شکایت درلود او دې برخې ته د رسیدګۍ غوښتونه یې وکړه.

د مشرانوجرګې دویم نایب دوی سره ژمنه وکړه چې شکایت به یې د پوهنې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون مسئولانو سره مطرح کړي.