اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د کب شلمه نېټه

د مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د نن ورځې عمومي ناسته کې د هېواد د روانو مسایلو په اړه بحثونه وشول.

20-Hot98-JAl1.JPG

یو شمېر سناتورانو د هېواد د نوي ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو د ترسره کېدو څخه خوښي څرګنده او نوموړي ته یې د مبارکۍ ترڅنګ هیله وښوده چې د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو اقدام وکړي ترڅو د نوي حکومت او د جمهوریت نظام په هنداره کې ټول ولسونه ځان وویني او د هېواد د هوساینې او نېکمرغۍ له پاره د یوبل په منلو سره کار وکړي او د سولې هرکلي ته چې یو ملي بهیر دی په همغږي توګه ولاړ شي.

 خو یو شمېر نورو وویل چې په یوه وخت د دوو لوړو د مراسمو اجرا د هېواد له پاره د کړکیچ رامنځته کول دي چې باید د شته واقعیتونو سره سم د ښې حکومتوالۍ برخه کې په حوصلې او قانونمندۍ چلند وشي ځکه دوه ګونی حکومت د افغانستان خلکو ته د منلو نه دی او په نړیواله کچه هم مناسب اقدام نه بلل کیږي.

دغه راز وویل شول چې د پنځه زره طالب بندیانو خوشې کول د امریکا پرېکړه ده نه د حکومت،  او دې کې د هېوادوالو او د حق العبدي مسله مطرح ده ځکه طالبانو نه هېرېدونکي جنایتونه کړي او نباید د دوی دبندیانو په خوشې کېدو کې بېړه وشي بلکه د خلکو سره په مشوره دې داچاره پرمخ یوړل شي.

د مجلس غړو هېواد په ځانګړې توګه پلازمېنه کابل کې د ناامنیو زیاتوالی د جدي اندېښنې وړ وباله او وویل چې د یو شمېر امنیتي منسوبینو د ناغیړۍ له امله پرون حتی د تحلیف په مراسمو توغندي وتوغول شول او د کابل ښار اتمه ناحیه کې د لوګر ولایت د ولایتي شورا د وکیل د ترور سربېره د یوې کورنۍ څلورغړي په مرموز ډول په شهادت رسیدلي چې دا نا امنۍ د سنامجلس ته د زغم وړ نه دي.

20-Hot98-JAl2.JPG

غونډه کې یادونه وشوه چې د رپوټونو له مخې تراوسه هرات او سمنګان ولایتونو کې د کرونا ويروس پنځه مثبت موارد ثبت شوي چې باید یاد ویروس سره د مبارزې په موخه لازم تدابیری ونیول شي او ټولنیزو چلندونو کې بدلون راشي ترڅو د پراخېدو مخنیوی یې وشي.  

غونډه کې سناتورانو وویل، د هوا ککړتیا څخه د مخنیوي ، د شنو سیمو او سالمې فضا د رامنځته کېدو له پاره اړتیا ده چې هر وګړی یو نیالګی د ځان او بل د هېواد په نوم وکري او ورڅخه څارنه وکړي.

د مطرح شویو بحثونو پای کې د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو د ترسراوي له امله مبارکي ورکړه او یادو مراسمو کې یې د ولسمشر غني د ویناوو د ملاتړ ترڅنګ هیله وښوده چې نوې کابینه کې متخصص او په کارپوه  څېرې پام کې ونیول شي، اوهم یې له سیاسیونو وغوښتل چې رامنځته شوې ستونزه د سیاسي درایت له لارې مدیریت کړي ترڅو د سولې په ګډون ملي لویو موضوعګانو ته ښه رسیدګي وشي.

فضل هادي مسلم یار زیاته کړه د سنامجلس کړنې او اجراات د اساسي قانون او د هېواد لوړو ګټو او مصالحو سره سم ترسره کیږي او ټول مشران، سیاسیون او بېلا بېل اقشار سناتورانو ته د یو شان درناوي وړ دي.

20-Hot98-JAl3.JPG

د مجلس رئيس د کرونا ویروس د مثبتو ځینو مواردو ثبت ته په اشارې له حکومت په ځانګړې توګه د عامې روغتیا له وزارته وغوښتل چې د دې ناروغۍ سره د مبارزې له پاره غوره تدابیر ونیسي او هېوادوال دې هم روغتیایي لارښوونو ته پاملرنه وکړي په همدې منظور یې د عامه هوساینې کمېسیون ته دنده ورکړه چې د اړوندو ادارو سره په تفاهم د دې ناروغۍ د وقایې په اړه دې ګډ کار وکړي.