اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د کب شلمه نېټه

د ملي شورا د تقنیني اوولسمې دورې دویم کال کې د مشرانوجرګې د ریسانو د کمېټې لومړۍ غونډه د مجلس د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ جوړه او په کې د راتلونکې اونۍ د عمومي غونډو اجنداوې وټاکل شوې.

20-Hot98-Komita.JPG

د غونډې پیل کې فضل هادي مسلم یار د جرګې د اداري پلاوي او د کمېسیونونو د مشرتابه د ټاکنو له امله مبارکي وویله  او ټینګار یې درلود چې سناتوران دې د تیر په څېر ناستو کې فعال حضور ولري تر څو د قوانینو او نړیوالو سندونو تصویب او تائید او د هېوادوالو ستونزو ته درسیدګۍ په برخو کې خنډ جوړ نشي.

د رئیسانو د کمېټې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کب د ۲۵ نېټې د یکشنبې ورځې عمومي غونډه کې دې د آزادو بحثونو او کاپيسا ولایت څخه د رپوټ اورېدو سربیره د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ پروژې د څلورمې قطعې د دویم فاز جوړېدو په موخه د اوږدمهاله پور د ور کړې په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ایټالیا جمهوري دولت ترمنځ په قرارداد دې بحثونه وشي.

او د کب د ۲۷ نېټې د سه شنبې عمومي ناسته کې دې آزاد بحثونه وشي، اود سناتورانو ولایتي رپوټونه او هم دې د امریکا متحده ایالاتو څخه د جرګې د پلاوي رپوټ دې واورېدل شي.