اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د کب ۱۸ نېټه

د مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې نننۍ ناسته کې د روانو مسایلو په اړه بحثونه وشول.

غونډه کې د مجلس رئیس او غړو د ښځو د نړیوالې ورځې د مارچ د  اتمې له امله ټولو مېرمنو په ځانګړې توګه د هېواد کړېدلو مېرمنو ته مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې د ښځو پروړاندې د هرډول تاوتریخوالي مخه دې ونیول شي او ښځې دې د اسلامي لارښوونو سره سم خپلو ټولو حقونو ته ورسیږي.

18-Hot98-JAL1.JPG

د ملي یووالي شهید عبدالعلي مزاري د کلیزې مراسمو باندې ترهګریز برید د یو شمېر سناتورانو له خوا بشري ضد جنایت وګڼل شو او ټینګار پدې وو چې اړوند ارګانونه باید د دې پېښې ټول اړخونه وڅېړي او طرحه کوونکي دې مجازات کړي، اوهم څرګنده شوه چې حکومتي چارواکو دوه اونۍ مخکې ډاډ ورکړی و چې دغه سیمه تر ډاډمن امنیتي پوښښ لاندې ده خو دبرید ترسره کېدل د پوښتنې وړ ده  او امنیتي چارواکي باید پدې تړاو واضح ځواب و وایي.

سناتورانو هند کې پرمسلمانانو د تاوتریخوالي او ربړونې څخه جدي اندېښنه وښوده او د اسلامي هېوادونو په ګډون د نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې پدې اړه دې بی تفاوته نه پاتې کیږي  او د مسلمانانو پروړاندې د بشري ضد جنایتونو مخه دې ونیسي.

دجرګې غړو هېواد کې د سولې د ټینګښت په اړه وویل باید د شته فرصتونو څخه ګټه واخیستل شي او هغه کسان چې د سولې خبرو کې ګډون کوي د دوو لسیزو دلاسته راوړنو ،ملي ګټو او ارزښتونو څخه دې پرېکنده دفاع وکړي. ځینو سناتورانو له سیاسیونو وغوښتل چې په دې حساسو شرایطو کې باید د جمهوریت د بقا په موخه د خپلو شخصي ګټو تیر شي ځکه دسیاسیونو ترمنځ د ستونزو دوام  د هېواد په زیان دي.

هېواد کې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو او هرات کې د دغه ویروس د څلورو مثبتو موردو ثبت څخه اندېښنه وشوه او له هېوادوالو وغوښتل شول چې د دې ناروغۍ د مخنیوي په موخه دې خپلو ټولنیزو چلندونو کې بدلون راولي او مسئول ارګانونه دې هم هوایی ډګرونو، ځمکنیو پولو او د ګڼې ګوڼې سیمو کې لازم تدابیر ونیسي.

18-Hot98-JAL2.JPG

د غونډې بهیر کې د مشرانو جرګې رئيس او غړو وویل، نن سهار د لوګر ولایت د ولایتي شورا غړی محمد ناصر غیرت خپلو درېو ساتونکو سره د کابل ښار اتمه ناحیه کې او د مدني ټولنې فعال حمزه غفارزی د غزني ښار کې د ناپیژاندو کسانو له خوا په شهادت رسیدلي چې باید د دې وژنو عاملین ونیول شي.

د مجلس او کمېسیونونو د اداري پلاوي ټاکنې د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په بریالي مدیریت سره چې پرونۍ فوق العاده غونډه کې ترسره شوې هم د ټولو غړو د هرکلي سبب شوې او یوځل بیا د سنا مجلس د غړو په یووالي ټینګار وشو،همداراز د دې ټاکنو له پاره د مشرانوجرګې د فوق العاده غونډې د جوړېدو او د ملي شورا د افتتاح په برخو کې د لازمو اسانتیاو برابرولو له امله  د دارالانشاء د لوی رئیس او ټولو کارکوونکو د غوره کړنو او همغږیو څخه ستاینه وشوه.

د سیاسی بندیانو خوشې کولو په موخه د تضمین اخیستل او د یو میکانیزم د رامنځته کېدو غوښتنه، د نشه یی توکو د روږدو کسانو وضعیت ته رسیدګي او د پلورڅخه په مخنیوي ټینګار ، هېواد کې د نیالګیو کینولو او پاکوالي کې د هېوادوالو د ونډې اخیستو وړاندیز هم په آزادو بحثونو کې وویل شول.

د آزادو بحثونو پای کې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار هېواد کې د وروستیو شهیدانو روحونو ته د دعا ترڅنګ، د دویم نایب په مشرۍ پلاوی وګماره ترڅو د شهید مزاري پر غونډه ترهګریز برید، د لوګر ولایت د ولایتي شورا د یوه غړي او ساتونکو ترور، غزني کې د یوه مدني فعال د وژنې او د شهید روح الله بابا او ساتونکو د شهادت څرنګوالی  د امنیتي مسئولانو سره وڅېړي.

د مشرانوجرګې رئيس د افغانستان له پاره د هند خلکو د لویو مرستو څخه په قدردانۍ سره وویل، د یوه ستراتیژیک دوست په توګه زموږ غوښتنه د یاد هېواد د حکومتي مشرانو څخه دا ده چې د هندي مسلمانانو پروړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیسي ځکه د دې دوام موږ ته د زغملو نه دی او پرې سخت خواشیني یو.

ځکه د یوه لوی هېواد او د دموکراسۍ د مرکز په توګه مناسبه نده  نه ده چې د خپلو اتباعو په ځانګړې توګه مسلمانانو پروړاندې چې د هند تاریخ یې روښانه کړی، دا ډول ناوړه اعمال ترسره کړي.

د ویلو ده چې دهند هېواد بېلا بېلو سیمو کې هغه مهال غبرګونونه زیات شول چې د یاد هېواد پارلمان د تابعیت نوی قانون تصویب کړ چې دمسلمانانو او سیاسي حزبونو داکار د مسلمانانو پروړاندې تبعیض وباله.

18-Hot98-JAL3.JPG

همدا راز غونډه کې خواف څخه تر هراته د اوسپنې پټلۍ پروژې د څلورمې قطعی د دوېم فاز د جوړېدو په موخه د اوږدمهاله پور د ورکړې په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او ایټالیا جمهوري دولت ترمنځ د پور قرارداد، د سړک ترانسپورت د تنظیم قانون اړوند ۲۷۰ ګڼه تقنیني فرمان او د عامه او خصوصي ګډون قانون په اړه ۳‍۱۴ ګڼه تقنیني فرمان ، وړاندې او اړوندو کمېسیونونو ته راجع شول.