اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د کب ۴ نېټه

د شهید روح الله بابا او د دوو تنو ساتونکو فاتحه یې نن  د غرمې وروسته دملي شورا د الحاقیې په جومات کې د سناتور لطف الله بابا او د شهیدانو د کورنیو د غړو لخوا واخیستل شوه.

د فاتحې مراسمو کې د مشرانوجرګې د اداري پلاوي سربېره؛ په پارلمان کې د خلکو یو شمېر استازو، دسنامجلس د دارالانشاء لوی رئیس او کارمندانو، لوړپوړوحکومتي چارواکو،سیاسیونو، د هېواد دمسلح ځواکونو منسوبینو ، د شهیدانو خپلوانو او دوستانو ګډون درلود او دشهیدانو روح ته یې دعا وکړه.

روح الله بابا د خپلو دوو محافظینو سره یوځای د تېرې سه شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار په روښان مېنه کې د ناپېژانده وسله والو له لورې په شهادت ورسېد چې تراوسه ددې جنایت عاملین ندي نيول شوي.