اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د غبرګولي ۱۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر

د ١٣٩۸ کال د سلواغې ۲۵

له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ د ماتې او وتلو په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي شورا د مشرانو جرګې پيغام:

بسم الله الرحمن الرحیم

د ملي شورا مشرانوجرګه د سلواغې د مياشتې ۲۶ مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د يرغلګرو ځواکونو دماتې او وتلو یو دېرشمه کاليزه دهيواد په تاريخ کې د يوې نه هېرېدونکي ورځې په توګه ګڼي او د دغه ستر تاريخي برياليتوب له امله دهېواد ټولومسلمانو او مجاهدو خلکو ته مبارکي وايي.

د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ ځواکونو د ١٣٥٨ کال د مرغومي د مياشتې په ٦ نېټه په پرمختللو وسلو سمبال د ځمکې او هوا څخه په افغانستان يرغل او ویې نیوه . چې دهيواد مسلمانو اومجاهدو ولسونو د لسو کلونو سپېڅلي جهاد په بهیر کې په ١٣٦٧ کال کې له نا کامۍ سره مخ او له هېواده وایستل  چې دغه ماته دافغانستان د آزادۍ اود روسانو تر واکمنۍ لاندې د زياتو هيوادونو دژغورنې او په خپله د شوروي اتحاد د تجزيې سبب شوه.

افغان مسلمان ملت د جهاد په موده کې د خپل هېواد، دين او ملي نوامیسو څخه په ميړانې او سرښندنې دفاع وکړه او يرغلګر ځواکونه يې مات کړل، خو په افغانستان کې د یرغلګرو لس کلن حضور دهېواد د وګړو دشهادت ، معلوليت ،دمليونونو افغانانو د مهاجرت او دهېواد د مهمو اقتصادي او ټولنيزو بنسټونو دويجاړتيا سبب شو چې ناوړه اغيزې يې ترنن پورې زموږ دهېواد په ټولنيز او اقتصادي ژوندانه کې لیدل کیږي.

دهېواد سياسي او د مبارزو ډک تاريخ شاهد دى،چې د افغانستان سرلوړی ملت  سره له دې چې دنړۍ له ټولو هېوادونو او له خپلو ګاونډيانوسره د ښو اړيکو غوښتونکی دى  خو دپرديو دتيري په صورت کې دخپلې خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او له ملي واکمنۍ څخه په زړه ورتیا دفاع کړې او په دې لاره کې يې قربانۍ او تاوانونه ګاللي.

 

مشرانو جرګه د دين او هېواد شهيدانو او د دوی پاکو اهدافو ته د درناوي په موخه له چارواکو،سیاسیونو او هېوادوالو غوښتنه کوي چې په اوسنيو شرايطو کې له فرصته په ګټه اخیستو دې د هېواد سياسي زعامت څخه د ملاتړ ترڅنګ دې ګران افغانستان د سولې او ټولنيز پرمختګ لارې ته سوق کړي ترڅو اقتصادي، سياسي او دفاعي ځان بساینې ته ورسيږي او وګړي يې په خوندي فضا کې ژوند وکړي.ومن الله توفيق.

د ملي شورا د مشرانوجرګې رئيس

فضل هادي مسلم یار