اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د كب ۴ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۳ مه

د مشرانو جرګې منشی نایب ډاکټر محمد فیصل سمیع نن په داسی حال کې چې د یادجې د دارالانشا لوي رئيس عبدالمقتدر ناصري هم ګډون درلود کابل کې استوګن د هند سفارت مرستیال ښاغلي ابی شک سینګ سره  کتنه وکړه.

23-Dalw98-MUL1.JPG

کتنه کې ښاغلي ابی شک سینګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د بی ساری دوستۍ حخه په یادونې سره کابل ښار کې د پرونۍ تروریستی پېښې د رامنځته کېدو څخه خواشینی څرګنده کړه او د پېښې زیانمنو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره یې زیاته کړه: تروریزم هیڅ پوله نه پیژني او په ځانګړي توګه افغانستان او هندوستان تل د ترهګریزو پېښو قربانيان دي چې د هند چارواکي د تروریزم سره د مبارزې او د دوي د ځالو د لمنځه وړلو په موخه جدي دریځ لري.

23-Dalw98-MUL2.JPG

23-Dalw98-MUL3.JPG

ورپسې د مشرانو جرګې منشی نایب ډاکټر محمد فیصل سمیع د افغانستان خلکو سره بېلا بېلو برخو او په ځانګړي توګه د پارلمان د نوی ودانۍ د رغاونې اړوند د دوست هندوستان هېواد مرستو څخه په نیکۍ یادونه وکړه او د یادو همکاریو پر اهمیت او دوام یې ټینګار وکړ او د پرونۍ تروریستی پېښې زیانمنو سره د هند سفارت د مرستیال له خواخوږۍ یې مننه څرګنده کړه.

23-Dalw98-MUL4.JPG

23-Dalw98-MUL5.JPG

همدا راز یادې ناسته کې د مشرانو جرګې د دارالانشا لوي رئيس عبدالمقتدر ناصري هم د مشرانو جرګې او کابل کې میشت د هند سفارت ترمنځ د دوستانه اړیکو په پیاوړي کېدو ټینګار وکړ او د علاقي وړ مواردو پّ اړه یې بحث وکړ.

23-Dalw98-MUL6.JPG

23-Dalw98-MUL7.JPG

د هند د سفیر مرستیال همدا راز د مشرانو جرګې د عمومي غونډو تالار او د ملي شورا د بېلا بېلو برخو څخه لیدنه او د دواړو هېودونو د ملتونو ترمنځ یې د دوستۍ څلې یاد کړ، ژمنه یې وکړه چې د خپل ماموریت په موده کې به هڅه وکړي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو او په ځانګړي توګه د افغانستان او هندوستان ترمنځ پارلماني روابط لا ټینګ او پراخ کړي.