اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د وږي ۲۹ مه٬ ۱۳۹۹ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د مرغومې ۳۰ نېټه

د مشرانوجرګې د یوشمېرکمیسیونونو ناستې نن ترسره شوې.

د کمېسیون د مرستیالي شاه بي بي کاموي په مشرۍ د قومونو او قبایلو چارو د کمېسیون غونډه کې د پلټنې عالي ادارې قانون د ځینو موادو د تعدیل او ډېرښت طرحې اړوند تقنینی فرمان په اړه بحث او پرېکړې  وشوې.

د غونډې بله برخه کې د ژمنیو تعطیلاتو موده کې د کمېسیون د غړو د کاري پروګرامونو اړوند د خبرو ترڅنګ د خوست ولایت د اوسېدونکې معلولې عایشې نومی مېرمن ستونزې واوریدل شوې او په اړه یې پرېکړې وشوې .

30-Jadi98-Aqwam.JPG 

د کمېسیون د رئيس لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه کې د ملکي هوایی چلند ادارې او آریانا افغان هوایی شرکت د وضعیت د ښه والي اړوند بحث او وپتییل شوه چې موضوع دې د ملکي هوایی چلند ادارې رئيس، د آریانا افغان هوایی شرکت رئيس او د تخنیکی برخي مسئولانو سره یوځای په یوې ناسته کې مطرح شي .

او هم هېواد کې د اوربند او سولې بهیر اړوند بحثونه او ټینګار وشو چې د مصالحې بهیر باید ټول شموله او د افغانانو ترمنځ وي او د تاوتریخوالي د کمښت اړوند د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه افغانانو ته د منلو وړ نه ده، د کمېسیون غړو د جګړې د ښکېلو غاړو وغوښتل چې د هېوادوالو غوښتنو ته چې یواځي اوربند دی، لبیک ووایي، ځکه سولې ته د رسېدو یواځینۍ لار اوربند دې.

 30-Jadi98-Mukhabirat.JPG

د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو دکمېسیون غونډه د کمیسیون د رئیس عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ جوړه شوه.

 غونډې د کمېسیون د غړو د ارزونو او څارنیزو کتنو اړوند چې د خصوصي لوړو زدکړو یو شمېر موسسو د طبی برخو څخه چې د لوړو زدکړو وزارت له خوا لغو شوي بحث وکړ او د لوړو زدکړو وزارت څخه یې وغوښتل چې د خصوصی لوړو زدکړو موسسو سره په همغږۍ دغه ستونزې ته حل لار ومومي.

 د غونډې بله برخه کې تقنیني روان کال دویم اجلاس کې د کمېسیون د غړو د کاري اجرااتو اړوند بحث او دغه کړنې مثبتې وګڼل شوې.

30-Jadi98-Farhangi.JPG 

په همدې توګه د مشرانوجرګې د تېرې ورخې عمومي ناسته کې د تقنیني اولسمې دورې د لومړي کال ددوېم اجلاس په بهیر کې دڅلورو کمیسیونونو کاري رپوټونه په لاندې توګه وړاندې شول.

سناتور لطف الله بابا د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون کاري رپوټ وړاندې او ویل دې کمېسیون د روان اجلا په اوږدو کې شپږدېرش غونډې جوړې کړي او د دوه دېرشو تقنیني او نړیوالو سندونو اړوند یې خپل مشخص وړاندیزونه او  نظریې کمېسیونونو سره شریکې کړي او له دې جملې چې د اوبو د تنظیم قانون طرحه او د اوسپنې پټلۍ قانون اړوند د جمهور رئیس تقنیني فرمان چې د کمېسیون له ځانګړو مواردو وو هم عمومي غونډې ته د  تصویب په موخه وړاندې شوي.

لطف الله بابا زیاته کړه د پنځو رسمي عرض پاڼو له جملې څخه څلورو ته رسیدګي شوي او او د مخابراتي شبکو، ښار جوړونې او ځمکو، کابل ښاروالۍ، هوایی چلند د ستونزو په اړه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د سرپرست په ګډون اړوند مسئولان استجواب شوي او یو لړ وړاندیزونه هم د لازمو اجرااتو په موخه دوی سره شریک شوي.

لطف الله بابا د کمېسیون غونډو ته د یو شمېر حکومتي چارواکو په نه راګ نیوکه وکړه او د اداري پلاوي یې وغوښتل ترڅو په راتلونکو ناستو کې دې برخې ته پاملرنه وکړي او هغو چارواکو سره چې د هېواد د اساسي قانون له حکم څخه سرغړونه کوي، قانوني چلند وکړي.

همدا راز د شکایتونو د اورېدو کمېسیون کاري رپوټ د کمېسیون مرستیال ګل احمد اعظمي لخوا وړاندې او وویل شول:

دې موده کې کمېسیون ۵۳ ځلې عادي او دوه ځلې فوق العاده غونډې کړې او په کې یې د هېوادوالو او حکومتي بنسټونو ۵۶۱ عریضې او شکایتونه په حضوري او غیر حضوري توګه څېړلي او د رسیدګۍ په موخه یې شاوخوا اووه سوه ځلې د وزیرانو، معینانو، والیانو او د بېلا بېلو ولایتونو د امنیه قوماندانو په ګډون حکومتي چارواکي استجواب کړي.

ګل احمد اعظمي زیاته کړه دې کمېسیون د شکایتونو د څېړنو سربېره د برېښنا د لګښتي بل د میاشتیني کېدو، خصوصي سکتور او یو شمېر بهرنیو سفارت خانو ته د مرکزي سیلو تصدۍ او ملي راډیو تلویزیون د ملکیتونو د ورکړې موضوع، ګمرکونو کې د اداري او مالي فساد څېړنې او د پيسو په بدل کې د ځینو ګمرکونو د ریسانو ګمارل، د هېواد بېلا بېلو سیمو او په ځانګړې توګه فراه کې د مخابراتي ستنو د پرېکون، د آنلاین سوداګریز شرکت څخه د زیانمنو شکایت، د ملي شورا د غړو د نقلیه واسطو قانوني کېدل، د دیپلوماتانو او اتشو د غیر قانوني دندو د  دوام عواملو، د امتیازونو د نه اجرا اړوند د هوایي ځواک د متقاعدو ډګروالانو شکایت، پرله پسی کلونو کې د مالیې وزارت له خوا مشرانو جرګې ته د بودجې دقطعیې د نه رالیږد، د اوبو رسولو ریاست څخه د دولتي ادارو د پوروړتیا عوامل، د کورنیو چارو وزارت د عامه  نظم قوماندانۍ د یو شمېر کارکوونکو بې برخلیکی او ځینې نور مهم مسایل د چارواکو په حضور څېړلي.

 نوموړي زیاته کړه د شکایتونو د اورېدو کمېسیون همدا راز څو ځلي کابل ښار او یو شمېر ولایتونو ته څارنیز سفرونه کړي او کومي ستونزې چې موجودې وې ورته رسیدګي شوې.

ورپسې ډاکټر محمود خاکرېزوال د دفاعي چارو او کورني  امنیت د کمېسیون رپوټ غونډې ته وړاندې کړ چې د رپوټ په اساس دې اجلاس کې د کمېسیون غړو د څلرویشتو قوانینو، تقنیني فرمانونو، نړیوالو اسنادو د طرحو اړوند د نظریو د وړاندې کولو او بحث سربېره د کمېسیون په څلور عنوانه قوانینو چې د سرتیرو د ذاتي چارو قانون، د ناریه، مهماتو، چاودېدونو توکو قانون ،دعسکري محاکمو د تشکیل قانون او د تابعیت قانون رانغاړي کار شوی دی.

همدا راز د پوځي کادرونو د ګمارنې د څرنګوالي، د جنایي جرمونو د زیاتوالي، وژنو، د شهیدانو د حقوقو او امتیازونو د نه اجرا او د زندانیانو د ستونزو په اړه د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د رئیس په ګډون اړوند چارواکي استجواب شوي دي.

ډاکټر خاکرېزوال زیاته کړه، د دفاعي چارو او کورني امنیت کمېسیون د فراه او هرات ولایتونو څخه څارنیزې کتنې کړې او په یادو سفرونو کې یې د خلکو ستونزې څېړلي او ترڅنګ یې د هېوادوالو د عریضو او شکایتونو په اړه کار شوی او ۱۸۸ مکتوبونه د اجرااتو په موخه اړوندو ادارو ته لیږل شوي دي.

په پای کې د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون کاري رپوټ د سناتورې د سهیلا شریفي له خوا وړاندې او څرګنده شوه چې د روان  اجلاس په لړ کې شاوخوا ۵۷ غونډې جوړې شوي او په ۳۲ عنوانه تقنیني سندونو، کنوانسیونونو او هوکړه لیکونو بحثونو شوي.

همدا راز د ملکي خدمتونو ادارو کې د ښځو د دېرش سلنه ونډې په موخه د ۵۲ ادارو د بشري سرچینو ریسان کمېسیون ته استجواب او ټینګار شوی چې ادارې دې تر ۲۰۲۰ کال پورې پدې تړاو اقدام وکړي.

سهیلا شریفي زیاته کړه د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي دمخنیوي په اړه د ښځو چارو، اطلاعات او فرهنګ، ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو د واکمنو پلاویو په حضور بحثونه شوي ، او دې برخه کې د دوی پروګرامونه او لاسته راوړنې اورېدل شوي همدارنګه د اوولس کلنې مېرمن لعل بي بي قضیې په ګډون چې د خپل خاوند او خسر له خوا ربړول شوې ده د تاوتریخوالي قضیو اړوند بشپړ بحثونه شوي او په اړه یې ل پرېکړي ترسره شوي او هم ۶۷ مېرمنو څخه چې په مختلفو برخو کې ګټوري لاسته راوړنې او کړنې درلودې کمیسیون ستایلي.