اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د كب ۴ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۳۰ مه

د مشرانوجرګې نننۍ فوق العاده غونډه کې چې په دوو برخو کې د جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار او لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ جوړه شوه، د مجلس د یو کلنو کړنو رپوټ واوریدل شو.

30-Jadi98-JAL1.JPG

د ملي شورا مشرانوجرګې د تقنیني اوولسمې دورې د لومړي کال د فعالیتونو لنډیز په فوق العاده غونډه کې لاندې شرحې سره د مجلس د منشیانو مولوي عبدالله قرلق او ډاکټر فیصل سمیع له خوا وړاندې شو چې د روان کال په لړ کې ۶۳ عمومي ناستې، ۶۹۹ د کمېسیونونو غونډې، ۲۷ د ریسانو دکمېټې غونډې جوړې شوي او ۲۲ عنوانه قوانین او ۲۰ عنوانه معاهدې، نړیوال میثاقونه، پروتوکولونه او هوکړه لیکونه تصویب او تائید شوي.

اوهم دې موده کې د وزیرانو په ګډون ۶۳۱ ځلې حکومتي چارواکي ناستو ته استجواب او سلګونه مورده عریضو او شکایتونو ته رسیدګي شوي او د بېلا بېلو مواردو اړوند ۳۶ پيغامونه او  اعلامیې صادرې شوي او یولس ځلې د جرګې پلاویو د کابل ښار ادارو او ولایتونو څخه څارنه کړې ده.

دغه راز د نننۍ غونډې پای سره سناتورانو موقع ترلاسه کړه چې د هېواد د اساسي قانون سره سم د خپلو ژمنیوتعطیلاتوڅخه ګټه واخلي او دې موده کې خپلو موکلینو سره لیدنې وکړي او د دوی ستونزې او وړاندیزونه راټول او په راتلونکې اجلاس کې یې مجلس سره شریک کړي.

 د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار له امنیتي چارواکو وغوښتل چې پلازمېنه او ولایتونو کې د سناتورانو او نورو هېوادوالو د امنیت ټینګښت ته جدي پاملرنه وکړي.

30-Jadi98-JAL2.JPG

دغه راز آزادو بحثونو کې سناتورانو کابل ښار کې د پولیسو امنیتي اقداماتو څخه ملاتړ او د یادې مبارزې په دوام ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه تیره شپه ناپیژاندو کسانو د کابل ښار د اوومې ناحیې جنګلک سیمه کې د ترانسپورت وزارت د یوه کارکوونکې مېرمن، دوه زامن او یوه لور په ډېرې بی رحمۍ سره وژلي او له سیمې تښتیدلي او هم یو تن د کابل ښار پنځمه ناحیه کې خپل کې کور کې وژل شوی چې باید اړوند ارګانونه د دغه زړه بوږنوونکو جنایتونو د عاملینو په نیولو او د اندراګاندي صحت طفل روغتون د ماشومانو د جراحۍ متخصص ډاکټر غلام مصطفی زمري خوشې کولو کې چې د دوو میاشتو راهیسې تښتول شوی، جدي هڅې وکړي او هم یې له خلکو وغوښتل چې د جنایت کارانو پروړاندې د مبارزی برخه کې پولیسو سره همکاري وکړي.

سناتورانو یوځل بیا دامریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت پرسر احتمالي هوکړه د افغانستان د سولې بهیر کې یوه ناتعریف شوې موضوع ، بې ګټې او بې پایلې وبلله او ټینګار یې وکړ چې د حکومت مشران او سیاسیون دې خپل اختلافونه حل او په ګډه دې د سولې بهیر په اړه کار وکړي او ټول شموله پلاوی دې د سولې او اوربند خبرو اترو په موخه چې په ترکیب کې یې د پارلمان استازي هم شتون ولري، وګماري.

د بهرني سیاست ښه والي او اقتصادي برخو کې د حکومت لاسته راوړنو څخه یادونه، د هرې میاشتې په پای کې د برېښنا بل د اجرا لارښوونې په موخه د هېواد د جمهور رئیس څخه قدرداني ، کابل کې د سوالګرو راټولول او دې برخې ته د بنسټونو د پام په راړولو ټینګار، سناتورانو ته د ښه او غوره خدمتونو د ترسره کولو په موخه د مشرانوجرګې د دارالانشاء دلوی ریاست د هڅو څخه قدرداني، د برېښنا رسولو او سړکونو د اسفالت برخه کې د غور ولایت د اوسېدونکو غوښتنو ته په رسیدګۍ ټینګار، د تخار ولایت ځینو سیمو کې د دښمن  دځپلو غوښتنه ، د ترینکوټ- قندهار لارې بندښت او ورڅخه د رامنځته شویو ستونزو یادول، وروستیو میاشتو کې د دښمن د بې سارو موخه ګرځولو کې د امنیتي ځواکونو څخه ستاینه او ځینې نور مسایل هم مطرح شول.

د بحثونو په پای کې فضل هادي مسلم یار د کابل ښار اوومه ناحیه کې د یوې کورنۍ د څلورو غړو وژنې په نسبت خپله ژوره خواخوږي یادې کورنۍ سره څرګنده او د کابل امنیتي ټیم په خاص ډول د کشفي او استخباراتي ادارو یې وغوښتل تر څو د کابل ښاریانو د امنیت د خوندیتوب له پاره خپل مسئولیتونه په سمه توګه ادا کړي.

د مشرانو جرګې رئیس زیاته کړه په داسې حال کې چې د سولې هڅې روانې دي خو ترڅنګ یې بېلا بېلو جبهو کې جګړه روانه او هره ورځ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا له پاره قرباني ورکوي چې دسنا مجلس د دوی له سرښندنو ستاینه او هم د وسله وال پوځ د منسوبینو دکورنیو څخه قدرداني کوي.

30-Jadi98-JAL3.JPG

مسلم یار د سولې بهیر په اړه وویل د مجلس دریځ دې برخه کې روښانه دی او د سولې ملاتړ کوو خو دا چې ویل کیږي د تاوتریخوالي د کمښت له پاره اقدامات ترلاسه لاندې دي، کوم مفهوم نه روښانه کوي او ښه به وي ترڅو د اوربند په اړه چې د افغانستان د حکومت او خلکو غوښتنه ده هوکړه وشي او هم یې له حکومت او سیاسیونه وغوښتل ترڅو د سولې په اړه  خپلې نظریې واحدې او همغږې کړي.