اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د كب ۴ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۲۹ مه

د مشرانوجرګې نننۍ غونډه په دوو برخو کې د جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار او لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ جوړه  او په کې یو عنوان تقنیني فرمان او درې نړیوال سندونه تائید شول.

29-Jadi98-JAL1.JPG

د نیویارک د ۱۹۵۸ کال بهرني حکمیت د پرېکړې د انفاذ او رسمیت پیژندلو اړوند د سوداګرۍ نړیوال قانون په موخه د ملګرو ملتونو کمېسیون کنوانسیون، د افغانستان اسلامي جمهوری حکومت او د ملګرو ملتونو سازمان دجمعیت صندوق ترمنځ د اساسي همکاریو معیاري هوکړه لیک او د افغانستان او عراق ترمنځ د هوایي خدمتونو هوکړه لیک اړوند د ملي شورا د دواړو مجلسونو د ګډ پلاوي د ۱۳۹۸ کال د لړم د اتمې نېټې د پنځلسمې ګڼې پرېکړې په تړاو د افغانستان د جمهور رئیس د رد دلایل چې د دي مجلس کمېسیونونو کې ترلوست لاندي نیول شوی وو د نړیوالو چارو کمېسیون د مرستیال او منشي له خوا وړاندې چې لومړی کنوانسیون او دوهم هوکړه لیک تصدیق او د افغانستان او عراق ترمنځ د هوایی خدمتونو هوکړه لیک د شرط حق په خوندیتوب سره تصدیق او د نظر اختلاف د حل په موخه د دواړو مجلسونو ګډ پلاوي ته راجع شو.

همدا راز غونډه کې د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې د جوړېدو اړوند یولسمه ګڼه تقنیني فرمان چې د مشرانوجرګې کمېسیونونو کې مطالعه شوی وو د تقنیني، عدلي او قضایی چارو کمېسیون د رئیس او غړو له خوا مجلس ته وړاندې او د رایو په اکثریت تصویب شو.

آزادو بحثونو کې یو شمېر سناتورانو د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت پرسر د احتمالي هوکړې څخه خپاره شوي رپوټونه یو ناتعریف شوی د نه انداری وړ عبارت او د افغانستان د سولې بهیر کې بی ګټي او بی پایلې وګڼه او اوربند یې تل پاتي سولې ته د رسیدو مناسبه لار وګڼله او دا یې هم وویل چې طالبان اصلا د دا ډول طرحو په وړاندې کولو سره د خپلو جبهو د اکمال په موخه فرصتونه غواړي.

29-Jadi98-JAL2.JPG

غونډه کې د دفاعي چارو او کورني امنیت کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزي ولسی جرګه کې د فراه ولایت د استازي عبدالستار حسیني وروستي تورونو  اړوند وویل: له هغې وروسته چې سوداګر او موټر چلوونکیو د فراه- هرات د لویې لارې په اوږدو کې د پوستو د غیر قانوني پيسو اخیستو څخه شکایت او  تحصن وکړ، د مشرانو جرګې د دفاعي چارو او کورني امنیت کمېسیون پلاوی هرات ته ولاړ او د کورنیو چارو وزارت دمخکیني سترامنیتي معین سره په همکارۍ یې ددې تګلوری امنیتې پوستې راټولي کړي او له هغه ځایه چې د عبدالستار حسیني د کورنۍ یو شمېر غړو په دې پوستو کې د باج اخیستو دنده درلوده نوموړي د ولسی جرګې یوې غونډه کې د مشرانو جرګې د پلاوي پروړاندې په بې بنسټه افواهاتو لاس پورې کړ.

سناتور الکوزي د ولسی جرګې یاد وکیل د دې سربیره په څو جنایي جریمونو او ناوړه ګټې اخیستنې تورن کړاو زیاته یې کړه حاضر دی چې له نوموړي سره د یادو مواردو اړوند په هرې ټولنه کې چې وی مخامخ خبرې او تصفیه حساب وکړي.

د عمومي لارو په اوږدو کې د پيسو اخیستلو او ناامنیو څخه اندېښنه، د هېواد بېلا بېلو سیمو کې د طبیعي پېښو زیانمو ته په رسیدګۍ ټینګار، د غذایي او سون توکو د بیو په لوړوالي نیوکې، د لوړو زدکړو وزارت له خوا څو خصوصي تحصیلی بنسټونو کې د طب پوهنځي د لغوې څخه د مخنیوي په اړه د بیا ځلې نظر وړاندیز، د هېواد د پوهنې دبرخې د ستونزو یادونه، د بدخشان ولایت کوفاب او دروازونو کې د ناامنیو د مخنیوي وړاندیز ، د ناراجستر شویو سیمکارتونو پلور څخه دمخنیوي غوښتنه، د سترې محکمې څخه د ټآکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو کمیشنرانو د حبس د زیاتوالي غوښتنه او ځینې نور مسایل هم آزادو بحثونو کې مطرح شول.

د یادو بحثونو جمع بندۍ کې د مشرانوجرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته په اشارې سره وویل: د دې خبرو اترو اجندا مشخصه نه ده باید جزئیات یې له خلکو سره شریک شي او زیاته یې کړه چې د تاوتریخوالي د کمښت بحث یوه حقوقي اصطلاح نه ده طالبان تل په طبیعي توګه د ژمي موسم کې خپلې جګړې د اکمالاتو د پوره کولو په موخه کموي.

ایزدیار عمومي اوربند باندې او د افغانانو ترمنځ د خبرو د پيل په ټینګار سره وویل: سیاسیون دې حکومت سره یوځای ملي اجماع جوړه او د سولې په اړه دې واحده او جامع طرحه چمتو کړي.

د مجلس لومړي نایب بدخشان ته د مشرانو جرګې د پلاوي د سفر څخه هم یادونه وکړه او ویې ویل، د یاد ولایت د امنیتي وضعیت اړوند رپوټ د لازمو اجرااتو په موخه اړوندو ادارو ته لیږل کیږي او زیاته یې کړه چې حکومت مکلف دی چې د عمومي لارو د امنیت د ټینګښت لپاره جدي اقدمات وکړي او د ناراجستر شویو سیمکارتونو د پلور مخه دې ونیسی ځکه د دی سیم کارتونو شتون د جنایي جرمونو د زیاتوالي سبب ګرځیدلي.

29-Jadi98-JAL3.JPG

نوموړي کمېسیونونو ته د ځینو مواردو د لیږد ترڅنګ وویل، مشرانو جرګه د غور ولایت د اوسېدونکو د عدالت غوښتنې څخه ملاتړ کوي او ټینګار کوي چې د ملي یووالی حکومت مشران دې ولایت کې د رغاونې او بیا رغاونې په برخو کې خپلې ژمنی عملي کړي.

همدا راز غونډه کې د اجندا سره سم د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون د تقنیني اوولسمې دورې د لومړي کال د دویم اجلاس کاري رپوټ د سناتور لطف الله بابا، د شکایتونو د اورېدو کمېسیون رپوټ د ګل احمد اعظمي ،د دفاعي چارو او کورني امنیت کمېسیون رپوټ ډاکټر محمود خاکرېزوال او د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون رپوټ د سهیلا شریفي له خوا غونډې ته وړاندې چې پوره جزئیات به یې وروسته خپاره شي.