اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د وږي ۲۹ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۲۸ مه

د مشرانوجرګې یو شمېر کمېسیونونو نن د بېلا بېلو موضوعګانو اړوند غونډې او بحثونه وکړل.

د کمېسیون دمرستیالې شاه بي بي کاموي په مشرۍ د قومونو، قبایلو،سرحدونو، کوچیانو، شهیدانو او معلولینو د چارو د کمېسیون غونډه کې د پلټنې د عالي ادارې قانون د ځینو موادو د تعدیل او ډېرښت اړوند خبرې او د بحث پاتې برخه کې راتلونکو ناستو ته وځنډول شوه.

د غونډې بله برخه کې ټینګار وشو چې اړوند ارګانونه دې د کورنیو بیځایه شویو او بیرته راستنېدونکو له پاره چې د ژمي روان موسم کې د نامناسب وضعیت سره مخ دي، لازمه پاملرنه وکړي او هم دې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د جوزجان ولایت د کورنیو بیځایه شویو شکایت ته چې د مرستو د غیر عادلانه وېش څخه شکایت لري، رسیدګي وکړي.

 28-Jadi98-Aqwam.JPG

د کمېسیون د مشرې ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون ناستې د اوولسمې تقنینی دورې د لومړي کال دویم اجلاس کې د کمېسیون کړنې وڅېړلې او پایلې یې مثبتې و ارزول شوې او ترڅنګ یې جوته شوه چې کمېسیون په دې موده کې د اړوندو ادارو په همکارۍ د ښځو د ځواکمنتیا اړوند هڅې کړي او هیله ده چې راتلونکې کې د ملکي خدمتونو ادارو کې د ښځو ونډه دېرشو سلنو ته لوړه شي، د غونډې بله برخه کې د مشرانو جرګې د دارالانشا د دوو تنو کارکوونکو کړنې او خدمتونه د تقدیر لیک په ډالۍ کولو سره وستایل شوې.

28-Jadi98-Zanan.JPG 

د کمېسیون د رئیس مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون غونډه کې د پلټنې قانون د ځینو موادو د تعدیل او ډېرښت اړوند ۱۷۵ ګڼه تقنیني فرمان او د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې د جوړېدو اړوند د جمهور رئیس ۱۱ ګڼه تقنیني فرمان مطالعه او د کمېسیون د غړو له خوا تائید شول او هم غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د ملګرو ملتونو سازمان د جمعیت صندوق ترمنځ د معیاري همکاریو هوکړه لیک او د سوداګرۍ د نړیوال قانون له پاره د ملګرو ملتونو کنوانسیون کمیسیون  اړوند خبرې وشوې.

بله برخه کې د مالیې وزارت  د ګمرکونو رئیس د ملي شورا د غړو د موټرو د اسنادو د طی مراحلو د څرنګوالي اړوند څرګندونې وړاندې کړې، نوموړي وویل، د جمهور رئیس د حکم  له مخې د مالیې وزارت چمتو دی چې د ملي شورا د ټولو غړو موټرو ته پلیټونه چاپ او د قانون سره سم د هر موټر څخه شپږ اویا سلنه ګمرکي محصول واخلي او دغه پلیټونه د کورنیو چارو وزارت له خوا د کړنلارې سره سم د ملي شورا غړو باندي ویشل کیږي.

د کمېسیون رئیس خپلو خبرو کې وویل، د ملي شورا غړي له دې بهیره ملاتړ کوي او د قانون پر وړاندې ځان مکلف ګڼي خو هیله مند یو چې د دې بهیر د پلي کېدو له پاره د ګمرکي محصول د لوړېدو او د اسنادو طی مراحلو اړوند لازمې اسانتیاوی رامنځته شي تر څو هیڅ چا ته د قانون څخه د تیښتې زمینه برابره نه شي.

28-Jadi98-Adli.JPG 

د کمېسیون د مرستیال سیدصفي الله هاشمي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون غونډه کې د پلټنې د عالي ادارې قانون د ځینو موادو د تعدیل او ډېرښت اړوند تقنیني فرمان په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

همدا راز غونډه کې د بهرنی حکمیت د پرېکړو د انفاذ او رسمیت پیژندلو اړوند د سوداګرۍ نړیوال قانون له پاره د ملګرو ملتونو کمېسیون کنوانسیون، د افغانستان اسلامي جمهوریت او عراق جمهوري دولت ترمنځ د هوایی خدمتونو هوکړه لیک او د افغانستان اسلامي جمهوریت، منوونکې دولت او د ملګرو ملتونو سازمان جمعیت صندوق ترمنځ د اساسي همکاریو هوکړه لیک په جلا توګه وڅېړل شول.

د غونډې وروستۍ برخه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ډلې ترمنځ د خبرو اترو اړوند خبرې او ټینګار وشو چې د لنډ مهاله تاوتریخوالي کمښت د هېواد ژغورنې اساسي حل لار نه ده او باید عمومي اوربند وشي چې دغه کار هېواد کې تل پاتي ټیکاو او سولې ته د رسیدو لار ده.

28-Jadi98-Bio.JPG 

د کمېسیون د رئیس ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غونډه کې یوځل بیا د شمال د ډبرو سکرو د کان او غوري سمنټو فابریکې د ۱۷۵ تنو کارکوونکو شکایت د کانونو او پترولیم وزارت معین او د تقاعد خرینې رئیس سر مطرح شو.

غونډه کې یادونه وشوه چې یادې ادارې دولس کاله وړاندې د یوې هوکړې له مخې خصوصي سکتور ته ورکړل شوي خو د دوی تقاعد چې مسلم حق یې دی نه دی محاسبه شوی.

کمېسیون د مسئولانو د څرګندونو د اورېدو وروسته پرېکړه وکړه چې دغه موضوع دې د لوړپوړو چارواکو سره شریکه شي او یوه مناسبه قانوني حل لار چې د شکایت کوونکو قناعت حاصل کړي.

بله برخه کې یوځل بیا هېواد او په ځانګړي توګه کابل ښار کې د اوبلن ګاز د بیې د لوړوالي موضوع د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازي، د سوداګرۍ خونو مرستیال، د نفتي توکو او اوبلن ګاز تصدۍ رئیس او د کابل ښاروالۍ استازی سره مطرح شوه.

کمېسیون د مسئولانو د څرګندونو د اورېدو وروسته ټنینګار وکړ چې اړوند مسئولان دې د کابل ښار د اوسېدونکو د ډاډ په موخه مطبوعاتي کنفرانس جوړ او له دې پلوه دې د ښاریانو اندېښنې حل کړي او ترڅنګ یې هغه ځایونه چې په کې اوبلن ګاز د دولت له خوا پلورل کیږي، خلکو سره شریک شي.

28-Jadi98-Shikayat.JPG 

د کمېسیون د رئیس ډاکټر ګل محمد رسولي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون غونډه کې د کانونو او پترولیم وزارت معین او یو شمېر ریسانو د  اندخوی د مالګې کان قرارداد کې د شته ستونزو او د قراردادي شرکت له خوا د قرارداد شرایطو د نه عملي کېدو اړوند څرګندونې وړاندې او زیاته یې کړه، د دې کمېسیون د لیږل شویو پرېکړو پربنسټ د وزارت پلاوی سیمې ته لیږل شوی او لیدل شوي چې د قرارداد متن عملي کېدو او قراردادي کې ستونزې شتون لري، د مالیې وزارت مقام د پلاوی د وړاندې شوي رپوټ پربنسټ پرېکړه کړې ترڅو داندخوی د مالګې کان او نورو کانونو کې د اجرااتو او نیمګړتیاو څرنګوالي د فعالیت د دوام او یا هم د قرارداد د فسخ په موخه اقتصادي عالي شورا غونډې ته وړاندي او لازم وروستۍ پرېکړې وشي.

د کمېسیون غړو د کانونو وزارت د مسئولانو له خوا وړاندي شوی رپوټ د نه قناعت وړ وګڼه، زیاته یې کړه چې کانونه ملي  پانګه ده او مسئول ادارات یې د خوندیتوب مکلفیت لري او نباید ورڅخه غیر قانوني او غیر فني ګټه واخیستل شي او پرېکړه وشوه چې د کانونو او پترولیم وزارت د اندخوی مالګې د کان وضعیت څخه خپله دقیقه ارزونه ترسره کړي، په هغه صورت کې چې د قراردادي شرکت د فعالیت دوام د دولت په ګټه نه وي، د قرارداد د فسخ پریکړه دې وشي، له دې پرته دې تریوې میاشتې خپل واکمن پلاوی د دی کمېسیون استازی سره د کان سیمې ته واستوي او د کان وضعیت دې له نږدې وګوري.

د غونډې بله برخه کې د یوه کلینیک د بی کیفیته رغاونې او د اضافه کارۍ په نامه د قراردادي شرکت له خوا د سیمې شورګانو څخه په غیر قانوني توګه د څلور میلیونو افغانیو د اخیستو  او د دوو کلونو راهیسې د قراردادي له خوا د ودانۍ د برمته کېدو اړوند د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ د مکنک، خوردک او زایده کلیو د اوسېدونکو راغلي شکایت د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزارت د ولسي تړون پروګرام د تدارکاتو رئیس ، د یاد ولایت سناتورانو او د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ د سیمه ییزو شوراګانو د یو شمیر ریسانو په حضور کې مطرح شو چې ځینې اسناد په غیر قانوني توګه د قراردادي شرکت او د غزني ولایت د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې ریاست د سیمه ییزو مسئولانو له خوا برابر او دوسیې کې ځای شوي، سناتورانو دغه اقدام جعل او د خلکو غولول یاد کړ او پرېکړه وشوه تر څو د کلیو او پراختیا، عامي روغتیا وزارتونو او د عامه هوساینې کمېسیون پلاوی له سیمې لیدنه وکړي ترڅو پدې اړه لازمې پرېکړې وشي.

28-Jadi98-Rifai.JPG 

د کمېسیون د رئیس الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه کې د ښارجوړونې او ځمکوالۍ چارو وزارت مرستیالانو او اړوندو مسئولانو د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو، د بودجې د لګښت، د استوګنې ښارګوټو د رغاونې او ځینو نورو مسایلو اړوند د سناتورانو پوښتنې ځواب کړی او ویې ویل، دغه وزارت توانیدلي تر څو خپله اته اویا سلنه بودجه ولګوي او د تیر په پرتله د عوایدوو راټولیدو کې زیاتوالی راولي او زیاته یې کړه چې دغه وزارت پلان لري ترڅو کابل او نورو ولایتونو کې متقاضیانو او امنیتي ځواکونو ته چینایي ښارګوټي د څوارلس سوو اپارتمانونو په ګډون یو شمېر د استوګنې ښارګوټي ورغوي او ترڅنګ یې د ننګرهار و لایت قاسم آباد ښارګوټي کې اووه ویشت میلیون ډالره د کډوالو له پاره چې د هندوستان له خوا ورکول کیږي، ولګوي.

مسئولانو د کابل شکردرې، هرات او د ننګرهار بهسودو کې د استوګنې ښارګوټو د جوړېدو څخه په یادونې سره وویل راتلونکې کال به سل زره د ملکیت سندون وویشل شي او ترڅنګ یې دغه وزارت توانیدلی چې شپاړس زره جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو بېرته را وګرځوي او د کابل څوارلسو ولسوالیو کې د اویا جریبه غصب شوې نورې ځمکې د استرداد له پاره د کابل والي په مشرۍ پلاوی ټاکل شوی او په نږدې راتلونکې کې به خپل کار پیل کړي.

د غونډې بله برخه کې د جلال آباد ښار د نهمې ناحیې د جوړېدو د څرنګوالي په برخه کې د ښارجوړونې او ځمکوالۍ چارو وزارت تخنیکی او مسلکي ریاست د سرپرست او مسئولانو په حضور بحثونه وشول.

غونډه کې د مسئولانو د څرګندونو وروسته جوته شوه چې د جلال آباد ښار نهمه ناحیه د موجب پرته رمنځته شوی او لوړپوړو چارواکو څخه هیڅ راز قانوني اسناد شتون نه لري نو په همدې موخه پرېکړه وشوه چې د ناحیې جوړیدل د خلکو د مشورې پرته جوړه شوې او د روداتو ولسوالۍ د مشرانو او اوسېدونکو د قناعت وړ نه ده او دغه سیمه د ثمرخېلو څخه مخ ښکته رانغاړي او باید یوځل بیا ترکتنې لاندي ونیول شي او ترڅنګ دې د ښارجوړونې او ځمکوالۍ وزارت دې برخه کې اړیکه او لاسوهنې نه لري.

د غونډې پای کې د آریانا افغان هوایي شرکت رئیس سره راتلونکې کال کې د حاجیانو د انتقال د څرنګوالي اړوند بحثونه وشول.

غونډه کې د بحثونو او نظریو د بدلون وروسته پرېکړه وشوه چې کابل څخه سعودي عربستان ته د حاجیانو انتقال او بیرته راتګ یوه ملي پروسه ده او باید د آریانا افغان هوایي شرکت له لارې ترسره شي او ترڅنګ دې د حاجیانو څخه راټولې شوی پیسې په پیشکي توګه د آریانا افغان شرکت حساب ته انتقال شي تر څو یاد شرکت عربستان ته د الوتنو د پیل پورې خپلې د اړتیا وړ الوتکې وپیري. د غونډې وروستۍ برخه کې د پستي خدمتونو قانون طرحې په اړه خبرې او د بحث پاتې برخه راتلونکو ناستو ته وځنډول شوه.

28-Jadi98-Mukhabirat.JPG 

د کمېسیون د رئیس عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو د کمېسیون غونډه کې د پلټنې د عالي اداری قانون د ځینو موادو د تعدیل او ډېرښت اړوند تقنیني فرمان په اړه بحث او د غړو له خوا تائید شو.

همدا راز غونډه کې د بهرني حکمیت د پرېکړو د په رسمیت پیژندو او انفاذ اړوند د تجارت نړیوال قانون له پاره د ملګرو ملتونو کمېسیون کنوانسیون، د افغانستان او عراق ترمنځ د هوایی خدمتونو هوکړه لیک او د افغانستان، منوونکې هېواد او د ملګرو ملتونو سازمان جمعیت صندوق ترمنځ د اساسي همکاریو معیاري هوکړه لیک په جلا توګه مطالعه او د کمېسیون د غړو له خوا پرې بحثونه وشول. د غونډې بله برخه کې هرات ولایت څخه د کمېسیون د پلاوي د سفر پایلو او د لوړو زدکړو وزارت له خوا د خصوصي شپږو طبي بنسټونو د لغوې اړوند د جمهوریي ریاست مقام ته د کمېسیون د غړو د رپوټ وړاندې کولو په موخه عاطفي خصوصي موسسې څخه د لیدنې او د دوی حقوقو ته د رسیدګۍ اړوند مفصل بحثونه او پرېکړې وشوی.

28-Jadi98-Farhangi.JPG